مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-31   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ګارډين: په کابل ښار د یولسم سپټمبر د ډول بریدونه

ګارډين: په کابل ښار د یولسم سپټمبر د ډول بریدونه


سرچینه: ګارډين بریټانوۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د بریټانیا ګارډين ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په کابل ښار باندي د القاعدې ډلي د مرستیال ایمن الظواهري د هغه ناکامه برید په باب یوه لیکنه کړي چې که تر سره شوی وای لوی انساني ناورین به یې را منځ ته کړی وای.

ورځپاڼه لیکي چې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې نيټې د برید اصلي طراح ایمن الظواهري څو کاله دمخه یعني د طالبانو له سقوط وروسته داسي یو پلان طرح کړی وو چې له مخې یې د کابل ښار په یو شمیر مهمو سیمو د الوتکو په مرسته بریدونه کیدل.

ګارډین لیکي چې په دغو محلاتو کې چې ظواهرې پرې د برید پلان جوړ کړی وو  په کابل کې د امریکا سفارت، د بریټانیا سفارت، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د امریکا داستخباراتي ادارې له لورې په کرایه نیول شوی د کابل هوټل.

ورځپاڼه لیکي چې ظواهرې د دغه برید لپاره ۲۲ کسانه په دنده ګمارلي وو چې د پاکستان، ازبکستان، چیچنیا او عربستان وګړي ول.

ګارډین لیکې چې په دغه پلان کې له القاعدې ډلي سره د افغانستان او پاکستان د اردو یو شمیر جنرالانو هم مرسته کړي وه خو د آریانا افغان هوایې شرکت د یوه پیلوټ په همکارۍ شنډ کړای شو.

د دغه پلان د تر سره کیدو لپاره دغه ۲۲ کسانو ته لومړی د پاکستان په صوات او وروسته د کراچۍ په ښار کې د الوتکې د پورته کولواو تښتولو زدکړه ورکړل شوي وه.

ګارډین لیکي چې که دغه پلان عملي شوی وای نو ګن انسانان به پکې وژل شوي وو.

ورځپاڼه لیکي چې دغو ۲۲ کسانو ته د ایران، چین او پاکستان له لارې افغانستان ته د الوتکود تښتولو پلان ترتیب شوی وو او دغو کسانو ته لا وختې د افغانستان ویزې او پاسپورټونه برابر کړای شوي ول.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery