مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

امریکایې رسنۍ:دتلفاتو، ځان وژنې او مخدراتو ډیریدل

 امریکایې رسنۍ:دتلفاتو، ځان وژنې او مخدراتو ډیریدل

سرچینه: axisoflogic

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا پوځي چاپې رسنۍ اکسس اوف لوجیک په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندي چې په افغانستان کې د  تلفاتو له ډیریدو سره د سرتیرو تر منځ د ځان وژنې پیښې او د مخدره توکو استعمال ډیریږي، یوه مقاله خپره کړي.

دغه خپرونه په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو له تازه ارقامو او رپوټونو په حواله کاږي چې په جولاۍ میاشت کې دامریکا اردو د خپلو سرتیرو په مینځ کې د ځان وژنې او مخدره دارو ګانو د استعمال په باب د یوه نوې تحقیق پایلې خپرې کړې.

دغه خپرونه لیکي چې د دغه تحقیق پایلې ښیې چې د  امریکا د بل هر پخواني ماموریت په پرتله د سرتیرو تر منځ اوس د ځان وژنې اومخدره موادو د استعمال کچه لوړه شوي ده .

اکسیس اوف لوجیک خپرونه لیکي چې په تیره جولاۍ میاشت کې ۶۶ امریکایې سرتیري په افغانستان کې ووژل شول او په جون کې هم ۶۰ سرتیري چې د دغو دوومیاشتو د تلفاتو مجموعه د تیرو پینځومیاشتو د ټولوتلفاتو په پرتله دوه ځله لوړه ده .

خو په داسي حال کې چې په محاربه کې د سرتیرو دمرګ ژوبلې ارقام په تیرو دوو میاشتو کې د پام وړ ډیر شوي د سرتیرو له لوري د خودکشیو په شمیر کې هم په ثابت ډول ډیروالی راځي.

د امریکا د دفاع وزارت له لوري په هغغه راپور کې چې په ۳۵۰ پاڼو کې د تیرې پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې د سرتیرو تر منځ د خودکشۍ شمیره ډیره شوي، جرمونه زیات شوي او همدا راز د سرتیرو له لوري د الکولو او نورو مخدره توکو په  استفاده کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی چې دغه کار د دې سبب شوی چې په غیر محاربو فعالیتونو کې د مړو شویو سرتیرو د شمیرې د وچتیدو لامل وګرځي.

نشریه لیکي چې په ۲۰۰۸کال کې په ۱۰۰۰۰۰ ملکې امریکایانو کې د ځان وژنې د پیښو شمیره ۱۹۲ وه په داسي حال کې چې په همدې کال کې د پوځي ۱۰۰۰۰۰ پرسونل په منځ کې د ځان وژنې دغه شمیره ۲۰۲ تنه وه.

خپرونه  وړاندي لیکي چې تیر کال د امریکا د اردو ۲۳۹ تنو سرتیرو او افسرانو ځان وژنه کړي وه په داسي حال کې چې د دندو پرمهال ۱۶۰ تنه وژل شوي ول.

د  امریکا د دفاع وزارت په رپوټ کې راغلي چې د سرتیرو یوه پر  څلورمه برخه لږ تر لږه یو ډول د درد زد دارو استعمالوي په داسي حال کې چې د ټولو سرتیرو ۱۴ سلنه بیا په درد وژونکو داروګانو روږدې شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې ډیری سرتیري د خفګان ضد درمل ډير استعمالوي.
ویل کیږي چې د سرتیرو تر منځ د مخدره موادو استعمال د دې لامل شو چې په ۲۰۰۹ کال کې د شویو جرمونو شمیره چې ۲۸۰۰۰ وه په ۲۰۰۹ کال کې ۵۰۰۰۰ ته پورته کړي.

دغه خپرونه لیکي چې ډیری جرمونه د ډرایورۍ پر مهال د نشې کولو له امله رامنځ ته شوي چې د ۲۰۰۴ کال په پرتله د سرتیرو له لوري د دغه راز جرمونو اندازه ۱۶۶ سلنه لوړ والی ښیې.


د میرویس جلالزې ژباړه او ترتیب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery