مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهاار کي دلیکوال احمدفاني په ویاړ غونډه جوړه سوه

قرانمل


 نن د ١٣٨٩  ه ش کال داسد ٦ نيټه ده د افغان يونايټيډ ښونيز مرکز درهبري پلاوي له خوا د کندهار په لرغوني ښارکي د ادب د نړۍ د يوه تن تکړه ځوان شاعر او ليکوال احمد فاني په وياړ يو غونډه داير شويو چه ددې غونډه شروع د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو سره وشوه د قران کريم د تلاوت نه وروسته د افغان يونايټيډ ښونيز مرکز مدير استاد نوراحمد قرانمل پرانيستونكې ويناو حاضرينو ته واوروله دده په خپلو خبرو کي د الحمد الله د تفسير تر څنګ و حاضرينو ته زيري ورکړي چه موږ به په راتلونکي کي د الله پاک په نصرت د ښه فرست اوتوانايي په درلودلو سره دغه رنګه نورغونډي هم ولرو

د هغه نه وروسته ګران اغا الفتيار  د وياړمن اوتکړه شاعر اوليکوال احمد فاني د ژوند په هکله و حاضرينو ته معلومات ورکړل هغه په خپلوخبروکي زياته کړه چه ښاغلي فاني ددې تر څنګ چه دادب د نړۍ يو تکړه شاعر اوليکوال دي نور ښه خويونه هم لري لکه ښه ميلمه پالنه ، دوطن او  ولس سره مينه اوداسي نور...... .

 فاني ديني ، علمي  اوفرهنګي زده کړي هم کړي دي  انګليسي يي هم تر ليول فايب پوري ويلې ده . فاني صاحب ٦ ناچاپه اثارلري چه دوه يي ناولونه ، يو يي د پل  په نامه ، اوبل يي د نامعلوم سپايي په نامه ، ٢ شعري ټولګي لري ، ديوي شعري ټولګي نوم يي دي زړه په لاس کي چه ډير ژر به دچاپ نه راووزي او دوه دکيسو مجموعي دي چه ورته معما هم ويلاي شو چه هغه هم دچاپ انتظارکوي .الفتيار صاحب تر هغه تر څنګ هم زياته کړه چه فاني صاحب يو تکړه ميخانيک . معمار ، او ويرينګ ساز هم دي .

ورپسي حاجي غلام نبي سعيد هم د فاني صاحب په هکله لازم معلومات ورکړه اوويي ويل چه کله ماد فاني صاحب څو شعري ټوټي وکتلي ريشتيا هم په هغه کي د اوسني عصر سره مطابق زما د تعجب وړ نقطي وليدلي  چه د غه کار يي د ستايلو وړ دي .
د سعيد صاحب نه وروسته احمد فاني په خپل نوبت سره خپل څو شعري ټوټي و حاضرينوته واورولي چه هغه و دغه سيمنيار ته لا ښکلا ور په برخه کړه

                                             شعر
زړه کي مي ټينګ وساته پټ راز يمه
                                                زه د  دو مينوزړو اواز  يمه
مخ ته يي احمد فاني يو نه وړمه
                                               نفع مي د ټول عمر په نياز يمه

د احمد فاني نه وروسته  حيات الله څرک هم د فاني صاحب په هکله زياته کړه چه د غه ځوان شاعر اوليکوال يوډير ښه خوي لري چه هغه ميلمه پالنه ده او کله چه ورسره مخ شي ترهغو چه ورسره ډوډي ، چاي ، اوبه دي نه وي کړي ورڅخه تلاي نشي . او تل يي خوله له خندانه ډکه وي .
د څرک نه وروسته بيا شرر صاحب ده فاني صاحب د شعر په هکله  معلومات ورکړي  اوويي ويل چه فاني د خپل درديدلي ولس د يوه انځورګر په توګه دي او شعر تعريف يي هم ووايه اوزياته يي کړه چه فاني تل د ظالم څخه کرکه لري د محاکمي غوښتونکي يي دي او د هغه تر څنګ بيا انساني کرامت ته هم په درنه سترګه ګوري  

 بيت
هر چا به غوښي د ظالم واي په غاښو شکولي
                                                خوچي دارنګ يي د انسان دي سړي څه ووايي

د احمد فاني په وياړښاغلو هر يوه  رحماني صاحب ،  څارن صاحب ، قلم مل ، او داسي نو رو شعرونه هم وويل

وروسته فريد احمد فيض زاده چه د افغان يو نايټيډ ښو نيز مرکز د منيجمينټ استاد دي په خپلو خبرو کي زياته کړه چه ددغه تعليمي مرکز رهبري پلاوي د ځوان اوتکړه شاعر اوليکوال د ژوند په اړه ده غوڼډه ځانکړي کړي ؤ او انشاالله په راتلونکي کي به د تعلمي مرکز رهبري پلاوي به د يوه  بل ځوان او او تکړه شاعر په هکله هم دغسي غونډي ولري او زه د الله نه غوښتنه کوم چه د کند هار هر ځوان همدغسي پياوړي استعداد ولري په اخير کي د افغان يونايټيډ ښو نيز مرکز په نمايندګي د ټولو راغلو ميلمنو څخه مننه کوم .

پاته دي نوي چه د پروګرام په اخير کي د افغان يونايټډ ښونيز مرکز د طرفه ځانګړي تحفې پر برخوالو ووېشل سوې   چي پدې ترڅ د اصلاح ليسه د يوه عمومي اول نمره لپاره هم يو ديوالي  ساعت ورکړه شو  .
          چه وروسته پروګرام ددعا په ويلو سره پاي ته ورسيدي
پټه دي نوي چي دافغان يو نايټد اداري ښوونيز مر كز مالي لګښت په كندهار ددوه تنو بااحساسه فرهنګپالو ملي سو دا ګرو حاجي عبدالله او حاجي محمد لخوا ور كول كېږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery