مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مکه معظمه به له بيګ بن څخه شپږ ځله غټ ساعت ولري

پوهنمل ر. ځواکمن

ځخه ژباړه  de Week له
په سعودي عربستان کې يو هوټل د مکې معظمې تر څنګ جوړ شوې چې ساعت به يې شپږ ځله  د لندن له Big Ben بيګ بن   څخه غټ وي او له اولس کيلومترو  واټن ځخه به د ليدلو وړ وي.

د نوموړي هوټل برج هم  د ٨١٧ مترو په لوړوالي سره  په نړۍ کې دوهم برج دې، له خليفه برج څخه وروسته چې ٨٢٨ متره لوړوالې لري او په  دوبۍ کې دې. د نوموړى  برج يوه برخه د جون په مياشت  کې پرانستل شوي او ساعت به يي د رمضان د مياشتې په لومړۍ نيټه  په ګرځيدلو پېل وکړي.        

دغه ساعت به ٤٥ متره اوږدوالې او  ٤٣ متره سور ولري او د نوموړى ودانۍ  له اوو برجونو  څخه به تر ټولو لو ړ برج کې له ورايه ښکاري.  نوموړې ساعت به د شپې له خوا د ١٧ کيلومترو  په واټن او د ورځى له خوا د ١٢ کيلومترو په واټن د ليدلو وړ وي.                                                             

د دى هوټل مالک تصور کوي چې له دې وروسته به د نړې يونيم مليارد مسلمانان دانګلستان د ګرنويچ  معياري وخت پر ځاي د اسلامي معياري وخت څخه کار واخلي. همدارنګه اسلامي پوهانو او روحانيونو هم غږ کړى چې په سعودي عربستان کې د مکې معظمى وخت دې د ګرنويچ د وخت پر ځاى معياري وګڼل شي.

د يوه مسلمان جيولوجي پوه له نظره يو وخت انګليسانو لندن ته څيرمه د ګرينويچ ښارګوټې وخت،  د نړۍ لپاره معيار ګرځولې خو اوس دا وخت رارسيدلې چې بدل شي او مکه به له مقناظيسي شمال سره په ډيره ښه کرښه موقعيت ولري.
په  اسلامي نړۍ کې د زيات درناوي وړ  روحاني شيخ  يوسف القرداوي  په دي نظر دي چې، عصري پوهنو هم  ښودلى ده چې مکه د نړۍ رښتينې مرکز دې.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery