احمد لودين
په هلمندكې دملي اردو سرتيري دالبسې دنشتوالي اونوروستونزوڅخه سرټكوي.
دغه سرتيري وايي چې له يوې خوا كلنۍ رخصتۍ په خپل وخت نه وركول كيږي اوله بلې خواله يوې سيمې څخه بلې سيمې ته ددوى ليږد هم ديولړستونزوسره مخ وي چې په دې لړكې د دوى ځينې ناروغان خپل ژوندله لاسه وركوي.
دغه سرتيري چې دهلمند په موسى كلا ولسوالى كې دتيروڅوكلونو راپه ديخوا د ملي اردو په ليكوكې دنده ترسره كوي وايي چې كه څه هم مسؤلين يې دحال پوښتنه كوي خوژمنې يې نه عملي كيږي چې دامهال دوى له ګڼوستونزوسره لاس اوگريوان دي.
ددوى په ويناچې بهرني ځواكونه هم دچورلكوپه برخه كې له دوى سره مرسته نه كوي اوداسې هم پيښه سوې چې ددوى ملگرو دسختو ناروغيوله امله چې پخپل وخت د درملنې په موخه نه دي ليږدول سوي خپل ژونديې له لاسه وركړى دى.
٣٥ کلن عبدالشکور چي د کندز ولايت اوسيدونکي دي او دا مهال د هلمند په موسي کلا ولسوالي کي د ملي اردو په ليکو کي د سرتيري په توګه دنده تر سره کوي وايي :(( موږ البسه نه لرو ، دا دري مياشتي کيږي چي موږ هيڅ ډول سامان نه دي راغلي ، معاشونه موږ ته دلته نه راکوي او په لښکرګا کي په کابل بانک کي دي چي موږ نه سو ورته رسيدلاي زه څنګه وکړم غلام وکړم ؟ زه د چا کور ته ورسم زه دلته څنګه ګذاره وکړم .))
٢٠ کلن سلطان محمد چي د باميان ولايت اوسيدونکي دي او دا مهال په موسي کلا کي د ملي اردو سرتيري دي وايي : (( موږ دلته په جنک کي را ښکيل يو موږ دلته په ټوليو کي يو نهه مياشتي لس مياشتي کيږي چي رخصتي نه ده راکول سوي او دلته په جګړه کي ښکيل يو هم جګړه کوو او هم امکانات نه راکول کيږي معاشونه خو مو په دا څو مياشتو نه دي اخستي ))
همداسي نور سرتيري هم يادي ستونزي او مسؤلينوڅخه ددې ستونزو د حل غوښتنه كوي
.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز جنرال شيرمحمدكريمي چي څو ورځي مخکي موسي کلا ولسوالي ته تللي وو دموسي کلا ولسوالي ديادو سرتيروستونزې تايد کړي او زياته يي کړه چې ددوى هوايي ځواك تراوسه دومره پياوړى نه دى چې دملي اردو د ټولوسرتيروغوښتنو ته پوره جواب ووايي.
دنوموړي په وينا ددوى هڅه داده چې په نږدې راتلونكي كې هوايي ځواك غښتلى کي چې نه يوازې به دسرتيروپه په ليږدكې ستونزې راكمې سي بلكې ددوى نوروستونزوته به هم دپاى ټكى كښيږدي.
درستيز کريمي وايي : (( رشتيا هم زموږ سرتيري يادي ستونزي لري او دا ستونزي يي هم منو خو د دوي په انتقال کي موږ پر زميني لار باندي ستونزي لرو هغه دا چي پر لاريو باندي ماينونه ښخ دي او دوي ته خطر لري موږ اوس پر دي کار کوو چي دوي ته هليکوفتري اماده کړو څو د دوي انتقال پر وخت او محفوظ تر سره سي . د معاشونو په هکله يي هم موږ پر دي کار کوو چي د کابل بانک نه معاشونه واخلو او هغو سرتيرو ته چي په ليري پرتو سيمو کي ميشت دي ور سوو . د دوي البسه موږ ورکړي ده او ياده ستونزه يواځي د دوي سره ده که دوي اړتيا لري نو موږ به يي ورته راورسوو ))
داپه داسې حال كې ده چې په دې وروستيوكې په هلمندكې د۲۱۵ميوندقول اردو هم جوړه شوه خو بيا هم په دې ولايت كې ميشت د ملي ارد وسرتيري د يادو ستونزو څخه يادونه کوي