مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

CBS:د پاکستان سیلابونه به دطالبانو جګړه متاثره کړي

سرچینه: د امریکا سې بې اس ټلویزیون

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د سې بې اس ټلویزیوني چینل په یوه تازه رپوټ کې له یوه عالي رتبه پاکستاني دیپلومات څخه په نکل خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې وروستي سیلابونه به د طالبانو پر وړاندي د پاکستان روانه جګړه باندي منفي اغیزې ولري.

CBS وایې چې دغه سیلاب به د امریکا هغه هڅي هم مختلي کړي چې وایې له افغانستان سره د پاکستان په ګډه پوله کې د طالبانو د ځپلو لپاره کار کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې اوس له شمال څخه سیلاب د جنوپ پر لور روان دی او که چیرته دغه سیلاب سند او پنجاب صوبو ته ورسیږي دومره زیانونه به رامنځ ته کړي چې په دغه هیواد کې به د ۲۰۰۵ کال د زلزلې تر زیانونه هم ډیر وي.

CBS ټلویزیون ته یوه پاکستانی چارواکې ویلي چې د دوه زره پینځم کال په زلزله کې پاکستان ته څلور ملیارده امریکایې ډالره تاون ورسید په داسي حال کې چې د اوسني سیلاب د زیانونه اندازه تر هغې شمیرې ډیره لوړه ده .

د جمعې په ورځ د پنجاب ایالت کوات ادو په نامه د بریښنا د تولید یوې دستګاه ته اوبو لاره وکړه، هغه دستګاه چې همدغلته له موجودو اوبو څخه بریښنا تولیدوي.

دغه د بریښنا د تولید بند په پنجاب ایالت کې ډیر مهم رول لري.

یوه غربي دیپلومات  CBS ټلویزیون ته ویلي چې دغه سیلاب شاوخوا دری ملیونه تنه پاکستانیان متاثر کړي چې عاجلو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

په تیره اونۍ کې د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو پاکستان ته مرسته واستوله چې په دغو مرستو کې د امریکا شپږ چورلکې هم شاملي وي چې په سیمه کې ګیر پاتې شوي کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

CBS  ټلویزیون په پاکستان کې له یوه بل غربي ديپلومات څخه په نکل کاږي چې اوس داسي ښکاري چې دغه سیلاب د پاکستان دولت ته سخت تاون رسولی او دغه حکومت به وروسته تر دې د ډیري مودې لپاره د دې جوګه نشي چې د ترهګرو پر خلاف هغه کمپاین پر مخ بوزي چې په قبایلي سیمو کې یې پیل کړی وو.

CBS په پای کې وایې چې که چیرته نړیواله ټولنه له پاکستان سره مرستې هم وکړي خو دا مرستې به هومره نه وي چې د زیانمنو شویو خلکو ژوند ته سمون ورکړي.

او د پاکستانیانو د ژوند د سمون ټول مسولیت په دولت پوري تړلی دی هغه دولت چې په خپله د ترهګرو پر خلاف جګړې لپاره مالي امکانات نه لري او په نړیوالې ټولنې اتکا کوي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery