NPR:طالبان د افغانستان شمال ته راګرځيدلې
سرچینه: د امریکا ملي راډیو NPR
August 9, 2010
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د افغانستان په جنوبې ولایتونو کې چې د طالبانو پخواني مرکزونه ګڼل کیږي د تاوتریخوالي وړاندوینه کیږي.
خو افغانستان ته د امریکا د نویو سرتیرو یو شمیر به یې د ملک شمالي سیمو ته چې ویل کیدې د طالبانو له نفوذ څخه خوندي دي واستول شي.
په شمال کې پروت د افغانستان کندز ولایت چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري د طالبانو ټاټوبی نه بلل کیږي.
دغه رادیو وایې چې د کندز په جنوبې ولسوالۍ علي اباد کې د طالبانو او پولیسو تر منځ یوازې د یوه نرې سیند په اندازه واټن موجود دی .
په دغه سیمه کې د پولیسو یو عالي ربته افسر ذکرالله وایې چې دی متیقین دی چې طالبان د سیند له هغې غاړې د ده سرتیري ویني.
په حقیقت کې دښمنان د سیند هغې غاړې ته پراته دي.
ذکرالله چې په پښتو ژبه یې خبري کولي وویل چې هلته دطالبانو پینځوس کسه دي او زمونږ یوازي پینځه تنه پولیس سرتیري .
ان پې ار لیکي چې دا ذکرالله ته ښه خبره نده خو هغه همدا اوس اوس دامریکایې سرتیرو ملاتړ له ځان سره لري ځکه چې دمګړۍ ورسره په لسګونو تنه امریکایې سرتیري د پلخشتي په سیمه کې په خبرو بوخت دي او د ده له موقیعت څخه کتنه کوي.
ذکرالله وایې چې امریکایانو د ده پولیسانو ته کارنده روزنه ورکړي خو دی هیله لري چې کاشکي یې د سرتیرو شمیره ډیره وای چې له طالبانو سره یې په سمه توګه مقابله کړي وای.
ان پې ار لیکي چې امریکایې عسکرو تر اوسه ده علي آباد ولسوالۍ د پل خشتې په دغه کلي کې پلې ګزمه نده کړي بلکې پلان دی چې دوي دغلته پلي ګزمه په خپل عادت بدله کړي.
هغوي دغلته یو مرکز جوړ کړی چې پکې به له افغان پولیسو سره ډیري شپې صبا کړي او له هغوي سره به ډوډۍ هم وخوري.
طالبان شمالې ټولنو ته غزیدلې:
د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو امریکایې سرتیري به له افغان ځواکونو سره د کار کولو پر مهال ښه معلومات تر لاسه کړي او امریکایې ځواکونه به وکولای شي چې هغوې په ښه توګه ورزوي تر څو له دغه هیواد څخه دامریکایې سرتیرو د وتلو وروسته د خپل ملک امنیتي چارې په لاس کې واخلي.
خو داسي نه انګیرل کیږي چې به شمال کې به ډیر کار ته اړتیا وي دا ځکه چې دغلته پښتون ټبر چې د طالبانو ډیر شمیر سرتیري له هغوي څخه دي په اقلیت کې قرار لري.
ان پې ار په کابل کې د افغان شنونکو د شبکې له یوې غړې کیت کلیرک څخه په حواله لیکي: که چیرته طالبان دغلته ځواکمن شي دوي به دواړه پښتانه او غیر پښتانه تر خپل اغیز لاندي راولي .
میرمن کلیرک وایې چې د ناټو جرمنې سرتیرو په تیرواتو کلونو کې د افغانستان په شمال کې خپل ضعیف حضور وښود او دافغان دولت په دننه کې ادارې فساد او تخطیو په شمال کې هم د طالبانو را ټوکیدو او ځای پر ځای کیدو ته زمینه هواره کړه .
میرمن کلیرک وایې چې کله د افغانستان یو شمیر شمالي سیمو ته پولیس سرتیري واستول شول هغوي خلک ولوټل، پر هغوي تورونه لګیدلي چې له ښځو سره یې د شرم وړ اعمال تر سره کړي، په حقیقت کې هغوي داسي کارکردګي ښولي چې په سیمه کې یې د طالبانو فعالیت ته ښه زمینه برابره کړي ده .
هغه امریکایي سرتیري چې په کندز کې ځای پر ځای کیږي په دې پوهیږي چې افغان ملګري یې همیشه په ګته نه دي.
شپږ اونۍ دمخه د علي آباد په ولسوالۍ کې د پولیسو مشر د فسادکارۍ په تور له دندې ګوښه کړای شو .
په علي آباد ولسوالۍ کې د امریکا د غرنۍ لوا افسر وایې چې اوسنی د پولیسو مشر څه نا څه ښه دی.
نوموړی وایې:
(( مونږ باید له دوی سره کار وکړو، زه باید ووایم چې زه افغان پولیسو ته وایم چې تاسو زما لپاره کار نه کوې، زه دا ورته وایم چې زه ستاسو لپاره کار کوم، او که چیرته مشر یو څه ووایې زه به هغه تر سره کړم)).
په کندز کې بغاوتونه :
دغه امریکایې افسر وایې چې د ترهګرو د ځپلو ستراتیژي مخکې لا دغلته عملي کړای شوي ده او عملاْ یې کار روان دی.
دغه افسر وایې چې که چیرته د ده سړي د علي آباد کلیو ته ورشي نو هره ګډوډې به سمه کړي.
د افسر کیو پر وینا چې ټول خلک دلته امریکایان له وسلو سره وینې خو هغوي باید پوه شي چې مونږ له افغانانو سره دمرستو لپاره راغلي یو.