مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-18   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار:ګمرکي عوايد ٢٣ سلنه زيات سوي دي

احمد لودين : کندهار


د کندهار ولايت د ګمرک په عوايدو کي د تير کال په پرتله د اولو څلورو مياشتو په اوږدو کي ٢٣ فيصده زياتوالي راغلي دي .
د کندهار د ګمرک ريس سيد مزمل شاه سادات وايي  چي په دي وروستيو کي يي د ماليي وزارت په لارښوونه  د  کندهار د کمرک د اداري د سمون او په دي اداره کي يي د اداري فساد د له منځه وړلو دپاره هڅي پيل کړي  چي په پايله کي يي  کندهار د ګمرک په عوايدو کي زياتوالي راغلي دي چي پر همدي اساس د تير ١٣٨٨ کال د اولو څلور مياشتو په پرتله د سږ ١٣٨٩ کال د اولو څلورو مياشتو په عوايدو کي څه باندي ١٦٩ ميلونه افغاني زياتوالي راغلي دي .
د ګمرک ريس   مزمل شا سادات  وايي چي د تير کال په اولو څلور مياشتو کي کندهار ګمرک  ټول ټال ٩٣١ ميليونه افغانۍ  عوايد در لوده چي د روان کال په اولو څلورو مياشتو کي دا عوايد ١٦٩ ميليونه افغانۍ  يا درويشت سلنه زيات سوي دي
د ګمرک ريس  د ګمرکي چارو د لاښه سمون يادونه هم وکړه  دده په خبره چي په ترڅ کي به يي د کندهار ګمرک په نوي کمپيوټري سيسټم مجهزه او د نيټ د لاري به د مرکز سره وصل سي چي دده په وينا په دي سره به ډيري لازمي اسانتياوي برابره سي .
د کندهار ګمرک چه د هيواد په سطحه يو د لوي ګمرکونو د جملي څخه دي د سپين بولدلک سسرحدي ولسوالي د ګمرک څانګي تر څنګ د کندهار د نړيوال په هوايي ډګر کي هم خپله ګمرکي څانګه لري چي فعاله کيدو او مجهز کيدو لپاره يي هڅي پيل سوي دي ترڅو د مسافرينو ترڅنګ تاجرانو ته ددوي د تجارتي توکو د صادره ولو او واردولو لپاره ښه سهولت پيداسي .
په کندهار کي د ګمرک رياست د عوايدو د زياتوالي خبره په داسي حال کي کيږي چي نړيوالي ټولني پر افغان دولت په دولتي ادارو کي د اداري فساد د له منځه وړولو لپاره فشار راوړي دي او د مالي وزارت وايي چي تر ډيره ځايه يي په ګمرکي چارو کي اداري فساد له منځه وړي دي.
 اقتصادي کارپوهان په دي اند دي چي که چيري په ګمرکاتو کي اداري فساد ورک سي نو عوايد به يي ورځ تر بلي نور هم ډير سي .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery