كندهاريان په خپل ولايت كي دنوماندوكانديدانوڅخه كومې هيلي لري؟
په داسي حال كي چي په ټول هيوادافغانستان كي دپارلماني ټاكنولپاره دكانديدانو انتخاباتي مباريزي رواني دي په كندهارولايت كي همد الړۍ دوام لري او(۵۰)تنونو نوماندانو د(۹)ميرمنوپه شمول ځانونه پارلمان ته نومولي اودخپلوكمپينونومنډي ترړي يې پيل كړي.
خوخلگ ورته خوشبينه نه ښكاري بلكي تري ناهيلي ښيي.
ددوي په ويناچي مخكي ولسي جرگي ته تللي وكيلان ورته ښه تجريبه سوه دكمپينوپروخت يې ښه شعارونه دځان سره لرل او ښه وعدي يې خلگوته وركولي
مگرچي پارلمان ته بريالي سوه خپلي ژمني اودخلگوهيلي يې دخاوروسره خاوري كړي صرف اوصرف دخپل لوړمعاش اوښه ژوندكولوپه فكركي سوه
داچي دولسي جرگي پنځه كلنه دوره پاي ته په رسيدوده اودنوو وكيلانو دټاكلووخت رارسيدلي بياهم دنؤ نوماندو وكيلانوترڅنگ هغه تيرويوشمير تجريبه سؤ وكيلانوهم ددوهم ځل لپاره ځانونه كانديدكړي
دپارلمان تيري دوري ته په كتلوسره ډيرى كندهاري وگړي رايه استعمالول نه غواړي
داچي ولي؟
موږدڅوتنوكندهاري وگړونظرپوښتلى چي هغوي يې راته لامل داسي بيان كړي
عصمت الله لائق كندهارشابازار:
پنځه كاله وړاندي موږپه ډيروښوهيلوسره خپلي رايې استعمال كړي اوكانديدان موانتخاب كړه
په دي هيله چه موږته به كاروكړي.
خوپه تاسف سره چي دوى زموږله پاره هيڅ كار هم ندي كړي يوازي اويوازي يې خپل ځان اوجيب ته ښه خدمت وكړ.
موږداسي بيلگه نه لرو چي پلانې كانديدنوموږته دغه ښه اوداستفادي وړكاركړيدى.
اواوس خوداسي كانديدانوځانونه نومولي دي چي هيڅ صابيقه يې موږته نه ده معلومه.
دتيري دوري دكانديدانوڅخه په تجريبي داځل به خپله رايه ونه كاروم
دكندهارښاريوبل تن اوسيدونكى حبيب الله وايې:
زه نپوهيږم هغه كسان چي مخكي هم په پارلمان كي وه اوددوهم ځل لپاره څنگه نه شرميږي چي بيايې ځانونه نومولي؟
ځكه په تيره دوره كي يې هيڅ داسي دپام وړكارندي كړي.
اوديوكانديددخولي مې واوريدل چي مخكي وارچي مې ځان كاميابه كړي ؤ كه موږڅه كارونكىخوخيرپارلمان چي دي يوځانگړي ځاي دي چي تراوسه په افغانستان كي داسي پرگرام نه ؤ
نوموږپه تيره دوره كي دپارلمان ځني شيان زدكړل اوپه دي دوره كي كه خداي كامياب كړم
بيابه نوانشاءالله وخپل ولس ته ښه خدمتونه وكړم.
عجبه ده زه نپوهيږم چي پارلمان دولس ددردونو داورولوځاي دي كه يودرس خانه اوښونځئ ده
چي داښاغلي وايې موږډيرڅه زدكړل.
اوځني كسان خولاداسي وه چي په پارلمان كي دخاموشه وكيل په نوم ياديدل خوهغوي په دي نوانتخاباتوكي بياځانونه نومولي اوعكسونه يې په بازاركي ترسترگوكيږي نپوهيږم چي دوي ولس ته څه جواب لري اولس ته يې كوم خدمت كړي اياپارلمان ددي ځاي دي چي دوي صرف خپله تنخوا واخلي اوځان ته دښه ژوندزمينه مسايده كړي كيادولس غمخوري وكړي؟.
كه دغه وكيلان صاحبان په دي پوه سي چي موږ واقعت دولس ددردلپاره راغلي يواودلته بايدموږهغه مشكلات حل كړوچي ولس يې لري هيڅ كله به څوك دي ته زړه ښه نكړي چي ځان كانديدكړي ځكه چي دايوغټ مسولت دي اوكي دمسوليت احساس څوك نه كړي هغه به داسي وي چي ددوهم ځل لپاره به بياځان كانديدكوي
زمادټولوكانديدانوڅخه هيله داده كه واقعت تاسوغوړي ودي درديدلي ولس ته خدمت وكړي نوښه اوكچيري خپل جيب،موټراوچوكۍ موپه نظركي وي دابه ښه نه وي پرخپل غم ځپلوكندهاريانوشفقت وكړي كه داولس تاتيرباسي الله(ج)خونسي تيريستلاي موږاوتاسومسلمانان يوپه ورځ دقيامت عقيده لروخداي پاك ته به څه جواب وركړو
زموږوكيلانوموږته هيڅ خدمت ندى كړي يعني دپنځوكالوپه جريان كي چه كومې بمبارۍ پرموږشروع سوى لاهم هغسي دوام لري په داپنځه كالوكي دوي ونتوانيدل چي خاري جانوته داقنعت وركړي چي تاسوزموږپرولس ولي بمباركوى اودوي ونتوانيدل چي هغه له بمباره څخه راوگرځوي داچي وكيلان نسي توانيدل چي بهرنيان پردي مظلوولس له بمبارۍ منع كړي نوكه پارلمان وي كه نوي موږته يې څه گټه نه رسيدلي ده اونه ورڅخه دگټي كومه هيله لرو دپارلمان دوكيلانوموجدديت موږته پايده نه ده كړي.
او عطاءالله( تاج) چي د كندهارښارددوهمي ناحيه اوسيدونكى دي خپل نظرداسي رسره شيريك كړ:
ددونفروپه خپل منځ كي سره لبزي شخړه وه كله چي راته معلومات وسوويوه بل ته ديوكانديدپه تخلوص ويلي وه هغه ددي لقب په وركولوسره ډيرجدي ؤ ويل ولي دي ماته ديوداسي چاپه تخلوص وويل چه هغه يوداسي شخخصيت دي چي زموږاوستاسودوكالت څخه يې ناوړه استفاده وكړه
ښكاره خبره ده چي ولس دخپلووكيلانوڅخه ناهيلي دي ځكه دنوم څخه يې لاكركه ښي يې....
دنوموړي په ويناچي زموږوكيلان زموږلپاره هيڅ هم ندي كړي
دبيلگي په توگه په كندهاركي دامنت اوبريښناستونزه له ډيره وخته سته خويوه كانديدلادمهربانۍ له مخي همدغه موضوع په پارلمان كي نكړه راپورته
په دنياكي دولتونه ټول دپارلمانوپرمحور راگرځي همداپارلمان دي چي ولس ته نجات وركولاي سي مگرزموږوكيلانوپه پارلمان كي هيڅ رول ندي لوپولي صرف تنخواگاني،عشق ؤعشرت،څه مكافت اوڅه شيان چي ددولت لخوامستقيم ياغيري مستقيم معدي استفاده كوي معنوي يې هيڅ ندي كړي.
دكندهارښاردپنځمه ناحيه اوسيدونكي سيداحمد(قانع)بيادنوماندوكانديدانوپه اړه راته وويل:
موږچي دخپلوكانديدانوڅخه كومي هيلي لرو دخپلوهيلومطابق څه ځني غواړوداسي نه چي دوي كومې خبري كوي يعني په شعارو كي ليكلي : چه زه به كندهارته امنيت راولم اوداسي نورحال داچي هغه دنړۍ والوپه وسه نده كه څه هم په تيرپارلمان كي موږداسي څوك نه درلودي چي هغه دي په قانون پوه وسي چي كوم قانون په څه ډول پاس سي اوكوم قانون دولس په گټه تماميږي
خوهغه اوله تجريبه وه پدي دوهمه تجريبه كي ډيرپوه سوي يو داځل رايه نه استعمالوم كه مې رايه كارول داسي كانديدته به يې وركړم چي هغه څه ناڅه په قانون پوه وي،څه ناڅه ددولت په دولتدارۍ پوه وي اوڅه ناڅه دولس په غوښتونوپوهيږي.
دكندهاردولسي خلگوداد انديښنوډكي پوښتني چي تيرو وكيلانوزموږلپاره هيڅ هم ندي كړي اونؤوكيلانوته هم خوشبينه نه ښكاريدل.
وراتولونكي پارلمان ته نوماند حاجي محمدابراهيم مخته كښيښودي نوموړي يې په جواب كي وويل:
ماپه دي خاطرځان نومولي چي په تيره دوره كي زموږوكيلانوهغه څه چي بايددولس لپاره كړي واى هيڅ هم ونكړل اوس موږلاملت ته په وعدو وركولوشرميږو مگربياهم زه خپل ملت ته داډاوركوم
كه چيري بريالى سوم دخپل ملت په مرسته خاص اوخاص به ددوى په چوپړكي يم يعني چي زموږپه وس كي هرهغه څه وي چي ولس پري خوشحاليږي وبې نسپموم دامې شعاردي چي زه به دخپل ولس خدمت كوم اوزه ډيرډاده يم چي برياليتوب ته به رسم ځكه زه خپل ولس اوخپلوخلگوهڅولى يم چي ځان كانديدكړم.
ولسي جرگي ته دكندهارولايت څخه نومانده ميرمن رڼاترين هم دخلگوداانديښني پرځاي بولي او وايې
نپوهيږم هغه كانديدان چي پنځه كاله وړاندي يې خلگوته ښه،ښي وعدي وركړي وي اووينسواى كولاى چي خپلي ژمني او وعدي پوره اوترسره كړي هغه نن بياڅنگه وايې خلگوته چي زه به ستاسوداسي خدمت وكړاى سم ولي چي خلگ پري اعتمادنلري پرتيرو وكيلانوباندي ځكه چي تجريبه سوي دي خوزه ډيري زياتي وعدي نه وركوم فقط دومره ورته وايم چي دخپل كندهاري ولس دژوندسمون زماارمان دي دخلگوږغ به زما په خوله كي وي ريښتياهم تيرو وكيلانوزمــــــوږله كندهارلپاره داسي كاروكۍ چي نن يې موږپه يادولوباندي فـــــخرنه بلكي سترگي كښته كوو هــــــــــــغه پوښـــــــتنه چي بــــــايــدله تيرو كانديدانوڅخه وسي زماڅخه كيږي چي پنـــځه كاله مخكي چي زموږسره كومي وعــدي سوي وي زموږسره ترسره نسوي
واقعآزموږولس سكون ته،امنيت ته اوكارته سخت ضرورت لري اويوهغه ټولنه ده چي زموږولس يې نن غواړي چي په هغه كي ددوى سر،مال اوددوى ننگ ؤناموس خوندي وي څرگنده خبره ده چه دولسي جرگي دنده اووظيفه البته داده چي هغه بايدددولتي فعا ليتونوڅخه نظارت وكړي اوزه كه خداي كاميابه كړم زه به دخپلوخلگوخدمت ترخپله وسه پوري په ريښتني توگه كوم.