دخپریدو نیټه : 2010-09-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هند میشتوافغان محصلینودخپلواکۍ ۹۱ مه کلیزه ولمانځل
عبدالمقیم افغان
هند میشتوافغان محصلینو دافغانستان دخپلواکۍ ۹۱ مه کلیزه ولمانځله.
دهندوستان د اندراپردیش ایالت په حیدراباد ښار کی میشت افغان محصلینو نن د کوچنی اختر په دریمه ورځ دافغانستان دخپلواکی اخیستلو ۹۱ مه کلیزه دیوې غونډی په ترڅ کی ولمانځله.
داغونډه چی په حیدراباد کی دافغانی محصلینو دټولنی لخوا جوړه شوی وه تر دوه سوه ډیرو افغان او یو شمیر دنورو هیوادومحصلینو برخه پکښی اخیستی وه،او غونډی ته محمد عظیم سهاک دافغانستان دسفارت دوهم سکرترپه هند کی دافغانستان د لوی سفیر په استازیتوب ، لاکشمایا د محصلینو دچارو مسوول دعثمانیه پوهنتون د رییس په استازیتوب ، محمد اختر علی د عثمانیه پوهنتون دجغرافیی دڅانګی امر او کوشان وجدان په حیدراباد کی دبهرنیو محصلینو دټولنی مشر دځانګړیو میلمنو په ډول را بلل شوی وه.
غونډه د قاری سیف الرحمن ثاقب لخوا د کلام الله دڅومبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسی دافغان محصلینودټولنی مشر نجیب الله مایار میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل داچی دافغانستان دخپلواکی ورځ باید د اګست پر ۱۹ لمانځل شوی وای، خو دیو لړ ستونزو له کبله موږ ونشو کولای چی پرهماغه ټاکلی وخت یی ولمانځواو دادی اوس یی له اختر سره یوځای لمانځو.
بیا لاکشمایا دعثمانیه پوهنتون درییس په استازیتوب افغانانو ته دکوچنی اختر او دخپلواکی دورځی په ویاړ مبارکی وویله او دافغانی محصلینو ستاینه یی وکړه نوموړی وویل: داچی په عثمانیه کی ترپنځوسو نه د ډیرو هیوادو محصلین شته چی پدی ډله کی افغان محصلین خورا فعاله ونډه لری،منظمه ټولنه لری او په اړونده پوهنځیو کی یی ښی نمرې اخیستی دی.
ورپسی محمداخترعلی په خپلوخبرو کی افغان محصلینوته د هر راز ستونزو په اوارولو کی دمرستی ډاډ ورکړ او له افغان سفارت نه یی وغوښتل تر څو دمحصلینو دستونزو په اوارولو کی هراړخیزه مرسته وکړی.
وروسته محمدعظیم سهاک دهند او افغانستان پراړیکولنډی خبری وکړی، او محصلینوته یی ډاډ ورکړ چی لدی وروسته به د محصلینو ستونزوته جدی پاملرنه کیږی.
دیادونی وړ ده چی په غونډه کی هغو افغان محصلینوته چی پخپلو اړونده پوهنځیو کی یی لوړی نمرې اخیستی وی ستاینلیکونه ورکړل شول، او همدا راز دفوټبال د ټیم مشر شیراحمد توخی ته جایزه ورکړل شوه، پاتی دی نه وی چی دافغان محصلینو دفوټبال ټیم پدی وروستیو کی د ۱۲ هیوادو دمحصلینو دفوټبال دټیمو په ټورنمنټ کی دریم ځای خپل کړی وو.
غونډه د محصلینو لخوا دخپلواکی په هکله دعلمی مقالو،تمثیلی ټوټو په وړاندی کولو اود ملی اتڼ په کولو دپای شیبو ته نژدی او د دعا په ویلو پای ته ورسیده.