چینا ډیلي: ناظرین په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ویره لري
سرچینه: چینا ډیلي
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
نړیوالو ناظرینو د افغانستان د شنبې د ورځي په ټاکنو کې د پراخو درغلیو څخه ویره څرګنده کړي ده .
د چینا ډیلي ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې همدغې مسلې ته کتلي دي.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې دومره درغلي شوي چې امکان یې شته د دغو درغلیو څیړل میاشتې میاشتې وخت ونیسي.
ورځپاڼه لیکې چې د شنبې د ورځي ټاکني د هم د افغان دولت او هم د هغو د نړیوالو متحدینو لپاره لویه آزموینه ده او دواړه باید هڅه وکړي چې د دغو ټاکنو نړیوال انځور روڼ وښیې.
ورځپاڼه لیکي چې که څه هم افغان دولت ټاکني رڼي ښیې خو د دغو ټاکنو یوه نړیوال ناظر سازمان ویره ښولي چې د ټاکنو برخلیک د پوښتنې وړ دی ځکه چې پکې پراخې درغلۍ شوي دي.
دغه سازمان فیفا نومیږي.
فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویلي چې دوي د انتخاباتو د څرنګ والي په اړه شدیده انديښنه لري او په اړه یې د درغلیو پراخ راپورونه او شکایتونه تر لاسه کړي دي.
فیفا ادارې په ټول افغانستان کې اوه زره کسان د ټاکنو د بهیر د څارلو لپاره په دنده ګمارلي ول او دغه سازمان د افغانستان د پارلماني ټاکنو تر ټولو لوی څارونکی سازمان وو.
د ټاکنو کمیسیون وایې چې څه باندي څلور ملیونه کسانو رایې کارولي او ښایې دغه شمیره تر دې هم لوړه شي دا ځکه چې تر اوسه ورته د ۲۲ ولایتونو د رایې شمیرنې راپورونه را رسیدلي دي.
اوس ویل شوي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د افغانستان د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شي.
د فیفا ادارې ویلي چې دوي داسي رپوټونه هم تر لاسه کړي چې په ځینو مرکزونو کې د رایې ورکولو د مرکز مامورینو ځیني مشخص کسان پریښې چې جعلي کارتونه وکاروي او څو څو ځلي هم رایې ورکړي.