د امریکا د ټکس پیسې طالبانو ته ځي
د امریکا د پراختیایي ادارې د تفتیش څانګې تور پورې کړی دی چې په افغانستان کې د دې ادارې په میلیونو ډالر طالبان ترلاسه کوي.
دغه تورونه د ګلوبل پوست په ګډون په یو شمیر ورځپاڼو کې خپاره شوې دي خو په افغانستان کې دننه د دې ادارې مسوولان د دې تورونو شواهد غواړي، فارن پالیسي خپرونې دا مساله څیړلې ده.
د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې د عمومي څیړنې د ادارې په وینا په افغانستان کې د مرستو په میلیونونو ډالر سهوا طالبانو ته رسیږي. د دې موسسې د تفتیش د ادارې د مشر په وینا دا پیسې د رشوت په بڼه طالبان ترلاسه کوي.
دا پیسې د امریکا په میرلنډ کې د ( ډي اې اي) په نوم د یوې موسسې دي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د یو ایس ایډ پروژې تمویلوي.
د رپوټ له مخې په جلال اباد کې د دې موسسې له افغان قراردادیانو پوښتنې روانې دي. د ډی اې ای موسسې یوه ویاند وویل، په جلال اباد کې دوي اولس افغان کارکوونکي له کاره لرې کړې دي.
د ډي اې ای موسسې مشر جیمز بومګارډ وویل، موږ د امریکا د حکومت هڅو ته ژمن یو او له همدې امله د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې چې امنیت یې خوندې نه دی کار کوو او سره له دې چې له اور سره لوبې کوو، پر خپل کار ویاړو او د پیدا شوېو ستونزو څیړنه مو پیل کړې ده.
د ډی اې اي موسسې مشر زیاته کړه، کله چې اړتیا وي موږ پروژې تړو، کار په ځینو سیمو کې بندو، کارکوونکي له کاره باسو او دا کارونه علني کو حساب کتاب مو هم ښکاره وي د تړلیو ورونو تر شا نه وي.
د پیسو د لګښت څیړنه د یو ایس ایډ په درېو پروژو کې د بریتانیا له یوې امنیتي کمپنۍ پیل شوه، خو په دې کمپنیو کې له رپوټ سره سم داسې نښې ترلاسه نه شوې چې د ځان د ساتنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي، خو د دې سربیره د ډي اې ای چارواکي اندیښنه لري چې یاغیانو په دوه زره نهم کال کې د یو ایس ایډ تر واک لاندې له پراختیایي پروژو تر پنځه میلیونه ډالرو ډيرې په زوره اخیستې دي.
په افغانستان کې د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې مشر ایرل ډبلیو ګاسټ وایي، ډي اې ای موسسې ته لارښونه شوې چې خپلې پیسې کنټرول کړي، خو نوموړي زیاته کړه چې د دوي پروګرامونه به په لرې پرتو سیمو کې دوام وکړي په هغو ځایونو کې به هم کار روان وي چې ستونزې په کې دي.
د ډي اې ای د ادارې د ویاند په وینا د عمومي څیړنې د ادارې له لورې کره شواهد نه دې وړاندې شوې چې د دوي په پروژو کې اداري فساد شته .