مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هالينډ کې افغان محصلينو پر بينوا بنديز په کلکه وغنده

خان ولي کامران


په هالينډ کې افغان محصلينو د يوي غونډي پرمهال په افغانستان کې د دولت لخوا د بينوا پر بنديز کلکه نيوکه وکړه او زياته کړه چې د بيان دازادۍ او دد يموکراسي د نارو سره سره بيا هم په مطبوعاتو باندي بنديز لګول کيږي ،په هالينډ کې د افغان محصلينو په استازيتوب محمدمسعود ابراهيم خيل وويل چې له ډيرو کلونو وروسته دوي په هېواد کې د بيان ازادي ترلاسه کړي خو اوس په لوي لاس د افغان دولت لخوا دغه ازادي اخيستل کيږي،نوموړي دافغان دولت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د بينوا پر پاڼي بنديز لري او دمطبوعاتو ازادۍ ته ژمن پاتې شي.

په هالينډ کې دافغان محصلينو د ټولني د اړيکو مئسول خان ولي کامران وويل بينوا  يوازيني پاڼه ده چې د خلـکو غږ يي په  خپل وخت تر چارواکو پوري رسولي او تل يې کوښښ کړي چې په ملي مئســايلو کې د خيانت کوونکو څخه پردي پورته کړي.

ښاغلي کامران د نړيوالي ټولني ترڅنګ پرافغان حکومت غږ وکړو چې د بيان د ازادۍ ته ددرناوي په موخه دي د بينوا او ټول افغان له پاڼو څخه بنديزونه پورته کړي.ديادي ټولني يوبل غړي راحت الله مومندوويل چې په افغانستان کې له ديرش کلن ناورين څخه وروسته ديوي نسبي بيان ازادۍ خاوند شوي وه خو اوس مهال ورڅخه هغه هم اخيستل کيږي.دده په وينا د بينوا پاڼه هغه پاڼه ده چې تل يي دي په يوروپ کې ګوري او د افغانســتان تنده پري ماتوي،

دده په وينا که افغان دولت ژر ترژره دغه بنديز پورته نکړي نو دوي به په يوروپ کې ددغه بنديزپه اړه لاريون وکړي او هم به نړيوالي ټولني ته خپل شکايت  وړاندي کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery