مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-04   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار: ناامنيو ١٨٨ بابه ښوونځى تړلي دي

احمد لودين : کندهار

دا چي د تيري يوي مياشتي را په ديخواد سهيل د دوو نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي  هم ١٣٨٩ او ١٣٩٠ ښوونيز کال پيل سوي خو بيا هم  ډيري ښوونځۍ  د زده کوونکو پر مخ تړلي دي او له کبله يي ډير زده کوونکي د زده کړي څخه بي برخي دي .
د کندهار د پوهني ريس نجيب الله احمدي خبريالانو ته وويل دا مهال په کندهار  کي د ښووني او روزني د رياست اړوند ٤٠٣ بابه ښوونځى سته چي ١٨٨ بابه يي د ناامنيو له کبله د زده کوونکو پر مخ تړلي دي خو د ٤٠ بابو د خلاصولو هڅي يي پيل کړي  دي چي له دي جملي  څخه لس بابه نوري نوي ښوونځى هم جوړي سوي دي چي د کندهار په بيلابيلو سيمو کي موقيعت لري .

احمدي وويل  تر ټولو  تړلي ښوونځۍ د کندهار په څلورو ولسواليو  غورک ، ميانشين ، ريګستان او شورابک دي چي په نوموړو ولسواليو کي د ښووني او روزني بهير هم  په ټپه ولاړ دى او د ناامنيو له کبله  هيڅ ډول زده کړي کولو ته زمينه نه ده برابره خو بيا هم دوي هڅه کوي چي په نوموړو ولسواليو کي د ښووني او روزني د جاري کولو دپاره زمينه برابره کړي .

د کندهار د پوهني ريس نجيب الله احمدي وويل چي د کندهار د ښووني او روزني رياست په ټول کندهار دري سوه زره نارينه او ښځينه زده کوونکي لري چي د هغوي څخه يي يوازي په تير ښوونيز کال کي يو سل او ديرش زره تنو ته د زده کړي زمينه برابره وه په وينا يي امکان سته چي په نوي پيل سوي تعليمي کال کي دا شمير ١٦٠٠٠٠ تنو ته ورسيږي .
د احمدي په خبره چي د ښوونځيو د پراخيدو دپاره يي په لويو ښوونځيو کي نوي ودانۍ  هم جوړي کړي  او پر يو شمير نورو  اوس هم کار روان دى .
د يادوني وړ ده چي کندهار د هيواد د نورو سيمو په پر تله نارامه او ناامنه سيمه ده چي  دې بدبختۍ د  نورو پرمختيايي کارونو تر څنګ د ښووني او روزني پر روان بهير هم ناوړه سيورى غوړولى دى او له کبله يي  ځوان او نوى نسل تر ډيره ځايه د زده کړي څخه بي برخي دى .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery