مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

واشنګټن پوسټ : نژدی څلورمه برخه رايې باطلی اعلان شوی

عبدالمقیم افغان

لیکوال: عبدالمقیم افغان.
سرچينه: واشنګټن پوسټ انلاین.

په افغانستان کی دتیري میاشتیي دولسی جرګې په ټاکنو کی ۵.۶ میلیونو افغانانو رایې ورکړی وی چی دهغوی له ډلې نه یې ۱.۳ میلیونه د ټاکنو دخپلواک کمیسیون لخوا باطلې اعلان شوی.
د ټاکنو دخپلواک کمیسیون درییس فضل احمد معنوی  وایې په تیرو ټاکنو کی ۵.۶ میلیونو افغانانو ګډون کړی پداسی حال کی چی دیوې میاشتی له څیړنو،پلټنو او بیا شمیرلو وروسته یوازی ۴.۳  سمي او پاتې ۱.۳ میلیونه رایې ناسمي وګڼل شوي.معنوی همدا راز ویلی چی دوی دولسی جرګې ۲۲۴ نوماندان پدې تور چی ګواکی په ټاکنو کی یې درغلۍ کړی دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ور پیژندلی،ددې ترڅنګ معنو ی ویلی چی  دټاکنو دخپلواک کمیسیون ګڼ شمیر کارکوونکی او مامورین هم له دندې نه دناسمي ګټې اخیستو، درغلي او ناغیړی په جرم تورن دی چی دوسیې به یې ډیر ژرد شکایتونو دکمیسیون لخوا وڅیړل شی.
 په ټاکنو کی د درغلیو په اړه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکی چی په ټاکنو کی له پراخو درغلیو سره سره بیا هم  افغان دولت او دټاکنو خپلواک کمیسیون په هیواد کی تیری ټاکنې بریالۍ ګڼی،پداسی حال کی چی داوسنی پارلمان یو شمیرغړی  بیاپه ټاکنو کی په پراخه کچه د درغلیو خبرې کوی.
ورځپاڼه په پارلمان کی دپکتیکا دولایت استازی نادرخان کټوازی له خولې لیکي چی  ((دټاکنو دخپلواک کمیسیون لخوا دټاکنو په پروسه کی نامسلکی کسان ګمارل شوی وو،په ټاکنو کی په پراخه کچه درغلۍ شوېدی، اوراتلونکې ولسی جرګې ته به یوازی جګړه ماران او زور واکان لارمومي)).
په ولسی جرګه کی دکابل ولایت استازی میراحمد جوینده بیا وایې((دولسی جرګې په ټاکنو کی نسبت  دولسمشري او ولایتی شوراګانو ټاکنوته ډیری درغلۍ شوېدی.اوپدې ټاکنو کی به بریا یوازی دهغه چا په برخه وی چی ډیرې روپۍ او زور ولری،خو روښانفکرانو او دولس داعتماد وړ کسانو دبریا چانس ډیر کم دی))
په افغانستان کی د ۱۳۸۹  کال دولسی جرګی په ټاکنو کی،چی دروان کال دوږی په ۲۷ ترسره شوې د ۲۴۹ څوکیو لپاره له ټول هیوادنه ۲۵۵۶ تنو ځانونه نومولی وو، دټاکنو دخپلواک کمیسیون دریس په خبره چی دټول ټاکنو په ورځ یې اتلس زره ۱۸۰۰ محلونه درایې اچونکو پر مخ خلاص کړی وو.چی ټولې ۵.۶ میلیونه رايې کارول شوې او دهغوی له ډلې نه ۱.۳ میلیونه رایې باطلی وبلل شوې چی دا پخپله دټاکنو روڼوالی تر پوښتنې لاندی راولی.
 دټاکنو لمړنۍپایلې دټاکنو له ترسره کیدو نه یوه میاشت وروسته پداسی حال کی اعلان شوې چی بیلا بیل غبرګونونه له ځان سره لری.دولسی جرګې نوماندان، فیفا اوډیری سیاسی شنونکی پدې اند دی چی په ټاکنو کی په پراخه کچه درغلۍ شوېدی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery