مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ژيړۍ اوسيدونکي په زياتو ستونزو کي ژوند کوي

احمد لودين : کندهار

د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کي ځايي اوسيدونکي د زياتو ستونزو څخه سرټکوي . دا اوسيدونکي وايي چي د ښوونځيو دپاره ودانۍ نه لري ، د کرهڼيز پرمختګ دپاره  ور سره مرستي نه دي سوي او د چښلو دپاره اوبه هم نه لري .
د کندهار ښار لويديځ لوري ته پرته ولسوالي ژيړۍ چي د څو اونيو راهيسي پکښي د دولت د وسلوالو مخالف   په وړاندي پراخ عمليات پيل سوي دي او تيره اونۍ په دي ولسوالي کي کندهار والي د طالبانو د ماتي خبر ورکړ او ويي ويل چي دا مهال سيمه تصفيه سوي ده خو اوس يي اوسيدونکي له زياتو ستونزو سره مخ دي او په دي ولسوالۍ کي د  خلکو سره د هر اړخيزو مرستو غوښتنه کوي .

حاجي محمد چي د نوموړي ولسوالۍ د ماکووانو د د سيمي اوسيدونکى دى وايي :
(( موږ دا څو کاله کيږي په دغه کلي کي اوسيږو چا پوښتنه نه ده راباندي کړي او نه مو هم چا د حاله ځان خبر کړى دى موږ په ژيړي ولسوالۍ کي کلينيکونه نه لرو ، د چښلو دپاره پاکي اوبه نه لرو ، د تعليم دپاره ښوونځى نه لرو موږ دغه هرڅه ته ضرورت لرو خو چا نه دي راکړي ))
نورمحمد  چي هم د ژيړۍ ولسوالۍ د ماکووانو د سيمي اوسيدونکى د ورته ستونزو څخه يادونه کوي :
(( مو په دغه دښتو کي اوسيږو هر څه ته ضرورت لرو خو چا راباندي پوښتنه نه ده کړي ځمکي مو دومره اوبه نه لري  چي سمي پري اوبه سي ، تخمونه چا نه دي راکړي ، هلکان او انجوني مو ډير بي تعليمه او بي درسه ګرځي هغه څه چي تعليم وايي  هغه هم ښوونځى نه لري سره لمر ته په خيمو کي پر خاورو  ناست دي  موږ دا غوښتنه کوو چي مرسته دي راسره وسي )) .
د ژيړي ولسوالۍ چارواکي هم د يادي سيمي د اوسيدونکو ستونزي پر ځاى بولي د ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم ولسمل  وايي د سيمي اوسيدونکي دي خپل استازي معلوم اود ولسوالۍ مقر ته دي  يي وليږي څو په هره برخه کي  يي ستونزي معلومي او د مرستي کولو دپاره يي د موسسو او دولتي ادارو سره خبري وسي څو د يادي سيمي د اوسيدونکو ستونزي حل سي .
ولسوال وايي : (( په ژيړۍ ولسوالي کي چي هر څوک يادي سوي ستونزي لري د مهربانۍ له مخي دي زموږ سره شريکي کړي هره ستونزه چي يي درلوده موږ به يي د موسساتو او ولايت مقام سره شريکه کړو څو د دوي سره مرستي وسي او لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژي ورته په کار واچوو چي هم د سيمي اوسيدونکي په کار بوخت سي او هم د خلکو ستونزي حل سي .))

په ژيړۍ ولسوالۍ کي دا مهال د ډيرو  ښوونځيو دپاره ودانۍ نسته او زده کوونکي يي د ځمکي پر سر تر شنه اسمان لاندي په داسي خيمو کي زده کړي کوي چي پوښونه يا ټاټونه  هم نه لري .
 د يادي سيمي اوسيدونکي په خپله ولسوالي کي د دښوونځيو دپاره د ودانيو د جوړيدو غوښتنه هم کوي .
د کندهار د پوهني سرپرست ريس نجيب الله احمدي هم ياده ستونزي مني او وايي د پوهني رياست د دوي دغوښتننو دپوره کولو دپاره امکانات په لاس کي لري .
په خبره  يي د سيمي اوسيدونکي دي ځايونه ور ته په نښنه کړي څو دوى پري ښوونځى جوړي او  د زده کوونکو  د زده کړي خيمي  به عصري ټولګيو بدلي کړي .
ژيړۍ د کندهار ښار لويديځ لوري ته په ٢٥ کيلومترۍ کي د کندهار    هرات پر لويه لاره  پرته ولسوالي ده  چي ډيرى اوسيدونکي يي  د ورځني ژوند  ډيري اړتيا وي د کرهڼي او مالداري له لاري پوره کوي چي دا مهال يي اوسيدونکي د پورته ذکر سوو ستونزو څخه يادونه کوي .  .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery