مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-30   مخپرونکئ : ۵۲ بېنوا ـ پیښور

د مهترلام بابا د ادبي ټولنې درويشتمه غونډه وشوه

داودجبارخیل

پېښور : د مهترلام بابا د ادبي ټولنې د خپلو غونډو په لړ کې درويشتمه اوونيزه غونډه وکړه چې مشر يې عبدالرحيم هلال و. او ځانگړي ميلمانه يې داود جبارخېل او عبدالرؤف عالم و. د قاري علي خان لخوا د قرآن عظيم الشان څو مبارک آيتونه ولوستل شول. د تېرې غونډې گزارش نظير الحق قريشي ترسره کړ. د وياندويۍ چارې عبدالوهاب څاروان ترسره کړې او د تحسين الله تحسين په قصيده کره کتنه وشوه. د غونډې په ترڅ کې مفتون غرق و فرق، عبدالرحيم هلال او د پولې پورې غاړې راډيو خبريال لحاظ احمد وويل چې افغان ادبي بهير او مهترلام بابا ټولنه دې د سالمې همآهنگۍ لپاره هلې ځلې وکړي. په غونډه کې نږدې پنځوسو شاعرانو برخه واخيسته او پرېکړه وشوه چې غونډه به نوره په درې بجې پېل کيږي او راتلونکې غونډې ته به گل آغا شهباز نثري ليکنه کره کتنې ته راوړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery