مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له کابل نه خپرېدونکی ارياناتلويزيوني چينل

امیدکوثر - نوی ډيلی

له کابل نه دخپرونې ورکوونکي اريانا ټلوېزيون خپرونې کرۍ ورځ ګورم غواړم دڅو ستونزو او ښېګڼو حال يې له چارواکو سره دبېنوا له لارې شريک کړم هيله ده  مسول کسان او کارکوونکي يې غوږ  پرې وګروي .

 
 اميد کوثر - نوی ډيلی
له کابل نه دخپرونې ورکوونکي اريانا ټلوېزيون خپرونې کرۍ ورځ ګورم غواړم دڅو ستونزو او ښېګڼو حال يې له چارواکو سره دبېنوا له لارې شريک کړم هيله ده چې غوږ به پرې وګروي ،ددغه ګلالي ټلويزيون په هره برخه يوڅه ليکم خداى د وکړي چې کارکوونکي او مسول کسان يې رانه خپه نه بلکي  خوشاله شئ .
دټلوېزيون څپې :
دسپوږمکى له لارې يې څپه ډېره پاکه او دستايلو وړ ده له افغانستان نه چې هم خبرېږم وايي په دغه ټولو ټلوېزيونونو کې دغه ټلويزوين په رڼه او پاکه بڼه خلک ګوري خداى دې همداسې لري . خبرونه :داچې په يوه ټلوېزيون کې خبرونه دملا دتير حيثيت لري نو که ووايم چې ټول اريانا په خبرونو ولاړ دى راسره ويې مني که په همدغه شکل لاړ شي ښايي چې نور برى به يې هم په برخه شي خو دسيمې په کچه يې په خبرونو کې هېڅ سارى نه شته ،څو ستونزې لري هيله ده غور پرې وشي ويندويان يې کله نا کله داسې لوستل کوي لکه سواد يې چې بشپړ نه وي او يا دمطالعې نه بېخي بې برخې وي .په دري خبرونو کې کله ناکله ګډوډۍ تر سترګو کېږي چې زه لږ پرې بې باوره کېږم .او ډيانا  رامي نومې ويانده زياتې چيغې وهي که دنطاقۍ فن کتاب ولولي بيا به داسې ونه کړي ،رپوټونه فوق العاده ښه او ښايسته غږونه پکې دي خو په دري کې څو زړه خپه کوونکي غږونه شته چې جوړ به شي .
 
 فلمونه :
که دنيوالو فلمونو نه افغاني فلمونه ننداره کړى شي ټلوېزيون به په رښتيا افغاني ټلوېزيون او اريانا ټلويزون وي خير لږ لږ نور خو دومره نه که وي بيا يې نور ژباړه خوږوالى زياتوي.
 چشم شيشه ايي :
 ښه خپرونه ده خو په ډېرو ستايلو نه ارزي پښتو يې پڅه او يا نشته که يې جوړوي ښه يې جوړه کړى .
 ګلپاڼې :
دستاينو وړ خپرونه ده دنشر وخت يې خراب په همغه وخت دافغانستان ملي ټلوېزين يوه خپرونه لري چې ټول ملي ټلويزيون په هغه ولاړ او دېرش کلنه سابقه لري .که يې وخت سم کړى ډېره به ښه شي .
خنده هاى ګريه دار :
ښه خپرونه ده پښتو پکې نشته خلک يې غوښتونکي او پياوړي پښتو طنز ليکونکي او لوبغاړي هم شته که ترې مرسته وغواړى وبه يې نه سپموي . دغزل انګازې :وياند يې پښتون نه دى او په شعر هم نه دى خبر يوازې په خپرونه نوم تړلى خو ګېډه يې خالي ده که دا خپرونه له منځه لاړه شي نېک کار به وي .
لرغونې شتمني :
يوه داسې خپرونه ده چې له ژبې دډېرې ښېګڼې ورته ټکونه وباسم ستونزه يې يوازې دا ده چې دري نه لري که يوه اوونۍ پښتو شي يوه دري ښه به وي .
کورنى انځور :
بې خونده خپرونه ده ډېر داسې شيان خپروي چې په نورو خپرونو کې کټ مټ وي نوم يې پښتو خو ددغهه خپرونې ګېډه هم خالي ده څه نه لري .
ستاره رنګين :
وياند يې دطلوع دبد نام ټلوېزيون ديوه وياند پېښې کوي که عادي خبرې وکړي استعداد يې دستايلو وړ دى سندرې يې هم ښې دي خو کله کله لار ترې بله کېږي .
حقيقت :
په جرئت هغه حقيقيتونه نه خپروي چې خلک يې غواړي وياند يې داسې کله ناکله را څرګند شي لکه ددغه وزيرانو سره چې لاره لري نو د زړه کار نه کوي او په خپرونه کې يې ډېرې بې خوندۍ تر سترګو کېږي که يې جوړې کړي ښه به وي .
دکوچنيانو خپرونه :
ښۀ خپرونه ده خو ټوله دري ده پښتو نه لري او زما پر خيال يوه خپرونه خو يې لس ځله خپره کړه بايد غور پرې وشي .
راه سبز:
 هېڅ نه لري د ټلوېزيون اعتبار ته زيان رسوي . دسرک دسر خبرې : ددغه ټلوېزيون سره مناسبه نه ده چې داسې خپرونه ولري غور کول پرې  په کار دي .
روغتيا :
څوک څه ګټه نه شي ترې اخېستلى څوک چې ناروغه شي ډاکټر ته ځي ټلويزيون ته نه کېني .
سپورټ:
ښه خپرونه ده پښتون وياند يې پڅ دى که مطالعه وکړي ښه کېږي .
سرګرمي :
ښۀ خپرونه ده نور غور ته هم اړتيا لري .
دکمپيوټر زده کړه :
پښتو نه لري نوره ښه ده د دري تله يې ډېره درنده ده .
 
زما دغه ټول وړانديزونه د ورورۍ وو نه دکوم مقصد لپاره که دا ستونزې حل شي په سيمه کې به دټلويزن اعتبار ته زيات قوت ورکړل شي او د ډېرو ټلويزوينونو شتون به هم کومه اغېزه پرې ونه کړي يو ځل بيا ورته برى غواړم او په ټينګار وايم چې دټلويزون روان خبري سروېسونه په ځانګړې توګه پښتو د ټلوېزيون اعتبار ډېر پياوړى کړى .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery