مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-22   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار: د کروند ګرو سره ژمنه سوي مرستي نه دي سوي

احمد لودين : کندهار

په کندهار کي کروند ګر او ځمکه وال وايي چي د دولت په غوښتنه يي د کوکنارو د نه کرلو څخه ډډه کړې او  دولت ور سره د مرستو ژمنه کړې خو تر دي مهاله د دريو کلنو په تيريدو سره هيڅ ډول مرستي نه دي ور سره سوي .
د کندهار د ا غستان ولسوالۍ ځمکه وال وايي چي دا مهال د حلال کښت دپاره زياتو مرستو  او اصلاح سوو تخمونو ته اړتيا لري خو څوک يي نه ورکوي .

 دکندهار ولايت ارغستان ولسوالي چي د کندهار ښار څخه جنوب ختيځ لوري ته په سل کيلومترۍ کي پرته ولسوالي ده او د پاکستان هيواد سره ګډه پوله لري دا مهال يي اوسيدونکي  ددي تر څنګ چي د وان امنتي حالت څخه تر ډيره ځايه خوښي څرګندوي  کروند ګر او ځمکي لرونکي يي د دولت څخه  زيات خفه او ګيله من دي .
ددي ولسوالۍ ځمکه وال او کروند ګر وايي چي دولت ورسره د کوکنارو د نه کرلو په بدل كى د تخمونو او د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د  کندهار د نورو ولسواليو تر څنګ د ارغستان ولسوالۍ سره هم  په بيلابي و برخو کي ژمنه کړي وه خو دا چي د د ريو کلنو راهيسي په ارغستان ولسوالۍ کي کوکنار نه دي کرل سوي  دولت پر خپله کړې ژمنه وفا نه ده کړې او د ددي ولسوالۍ د کروند ګرو او ځمکه والو سره يي هيڅ ډول مرستي نه دي تر سره کړي .
نوموړي وايي چي دا مهال د حلال کښت د کرلو دپاره لازم امکانات لکه اوبه ،اصلاح شوى تخمونه او داسي نور څه په واك كى نه لري چي خپلي کرنيزي اړتياوي پري پوره کړي .
د ارغستان ولسوالۍ اوسيدونکي وايي په دى ولسوالۍ كى د كندهار دډيرو ولسواليو په پرتله امنيت ښه او دډاډ وړدى خو له دى سره هم ددولت او خيريه ټولنى لخوا په دى سيمه كى د يادونى وړ پر مختيايي كارونه ندى شوى.
د دي ولسوالۍ ولسوال ښاغلى سيدعلي هم د کروند ګرو او ځمکه والو يادي خبري او ستونزي پر ځاى بولي او تايدوي يي .
ولسوال سيدعلي وايي چي  په څو څو ځله يي لوړپوړو دو تي چارواکو سره په دي اړه خبري کړي خو تر دى مهاله يي کومه عملى پايله نده تر لاسه كړى .
د ولسوال په خبره چي د سيمي اوسيدونکو دده په غوښتنه د کوکنارو د کرلو څخه ډډه کړي خو تر دى مهاله ددولت لخوا ورسره هيڅ ډول مرسته نده ترسره شوى.

د يادونى وړ ده چى په تير كرهڼيز فصل كى كندهار ولايت د هيواد په كچه د كوكنارو د كركيلى  تر ټولو  لوى ولايت پيږندل شوى خو ددى ولايت په يوشمير ولسواليوكى د كوكنارو د كركيلى دصفر كيدو سره بياهم ددولت او نړيوالى ټولنى لخوا ورسره هيڅ ډول مرسته نده شوى .
 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery