د چهارشنبې پر ماښام په نیوساوت ویلز کې د پښتنو د سولې او ملاتړ د کمیټې په نوښت د سیدني په ګرین آیکر سیمه کې یوه فرهنګي غونډه او ماښامنۍ جوړه شوه. په دغې غونډې کې چې د ماښام له لمانځه او ماښامنۍ وروسته پیل شوه په سیدني کې د افغانانو قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو ګډون کړی وو. د غونډې پیل په نیوساوت ویلز کې د پښتنو د سولې او ملاتړ د کمیټې مشر ښاغلي ننګیال علي میلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو او د غونډې د اجنډا پر بیانولو وکړه . وروسته د غونډې برخه والو ټولنیز او سیاسي شخصیت شاه ولي منګل ، د لغمان ولایت پخواني والي ، قومي مشر او مخور حاجي شامحمود ساپي، د افغان راډیو مشر او تکړه حقوقپوه ښاغلي سیار ده سبزي ، د شمله راډیو چلوونکي شاعر لیکوال ،او ژورنالست عبدالهادي هادي ، په استرالیا کې د پښتنو د کلتوري ودې ټولنې مشرانو ډاکتر رحمن شینواري او ډاکتر ایمل وردګ ، نثار احمد خان او یو شمیر نورو تر اوږدو بحثونو او خبرو وروسته په نیوساوت ویلز او له لویه سره استرالیا کې د میشتو پښتنو افغانانو هغه ورپیښې ستونزې راوسپړلې چې دلته میشت پښتانه یې له کبله زوریږي.
په پای کې د غونډې برخه وال دې نتیجې ته ورسیدل چې په نورو قوي ژبو او کوربه فرهنګ کې د پښتنو او پښتو ژبې د منحل کیدو د مخنیوي او د خپلې ژبې د بقا له پاره د یوه ګام د اوچتولو په توګه دې د فرهنګي او کلتوري چارو د سمبالښت او فعالولو له پاره یوه فرهنګی جرګه ګۍ جوړه کړي، چې د غونډې د پای په شیبو کې د غونډې ګډونوالو د استاد پسرلي په نوم د فرهنګي جرګه ګۍ د جوړیدو اعلان وکړ او په دیموکراتیک ډول د رایې ورکولو په ذریعه د ټولو په اتفاق شاعر او لیکوال عبدالهادي هادي د یادې جرګه ګۍ مشر او ځوان شاعر نثار احمد خان یې مرستیال وټاکل شول.
د استاد پسرلي د فرهنګي جرګې د مشر ښاغلي هادي په وینا دغه جرګه ګۍ به په لومړي سر کې په سیدني او استرالیا کې د پښتني فرهنګ د لاځلولو ،مشاعرو ، سیمینارونو او علمي غونډو په جوړولو لاس پورې کوي او د دې تر څنګ به هڅه کوي چې په افغانستان کې د ننه او بهر له نورو دا ډول ټولنو سره د اړیکو د ټینګولو له لارې د پښتني فرهنګ د لابډاینې په موخه د پښتو کتابونو د چاپ یوه لړۍ پیل کړي.
یاده شوې غونډه د یوې مختصرې مشاعرې او دعایې په لوستلو د شپې څه کم یوولس بجې پای ته ورسیده.