مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاداحمدضمير علمدوست لمانځنه وسوه

رفیع الله روشن

نظر آباد علمي اوکلتوري ټولنې  د ارواښاداحمدضمير علمدوست   فن او شخصيت و لمانځه


، د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې له خوا تېره ورځ   د ارواښاد احمدضمير علمدوست د علمي او کلتوري شخصيت د لمانځلو په موخه د ننګرهار ولايت د ښآروالۍ په تالار کې غونډه وشوه.

دغه غونډه  چې د سيمي لسګونو  ليکوالانو، ژورناليستانو او د ادب مينه والو په کې برخه لرله، د ماسپښين  په ۲ بجو دښاغلى رازقي لخوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه .

په پيل  کې د نظر آباد   علمي او کلتوري ټولنې   مشر  الحاج قاضي محمد حسن حقيار ګډونوالو ته ښه راغلاست وويلې  او د احمدضمير علمدوست پرژوند او فن  يې    لنډه رڼا واچوله.

ورپسې  ، تاج الدين چپاو، د ولايتي شورا وکيلې نيلوفر عزيز هوتک،محمديوسف غيرت، عبدالهادي زماني، د ځوانانو چارو   مشر نوراغا ځواک، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور  رئيس اورنګ صميم او بختيار ساحل له لوري د ضمير علمدوست د ژوند په اړه په تفصيل خبرې وشوې او مقالې، او شعرونه ولوستل شول . په غونډه کې د جلال الدين غريبدوست له لوري د امرالله اميد او د هارون ناصري له لوري دشېرعلم  امله وال راليږل شوي مقالې هم واورول شوې.

ياده دې وي چې په ياده غونډه کې د ارواښادضمير د کورنۍ په استازي توب د ارواښاد تره ډاکتر تازه مير تلوار هم ويناوکړه

غونډه  مازيګر څلوربجې ددرانه  استاد محمد اصف صميم په اختناميه وينا   پاي ته ورسېده

اوراوښاد علمدوست  دبشردوست کمپوزنک سنټر مشر وو او په ختيځ زون کې به داسې چاپې خپرونه کمه وي چې ارواښاد ضمير به يې دکمپوز از ډيزاين کار نه وي کړى  نوموړي  دروان کال دغبرګولي په مياشت کې  ديوويشت کالو په عمر  له دې فانې نړۍ  دتل لپاره سترګې پټې کړې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery