جنوری ۳۱:
نوی کابینه، لاریونونه، او کاروبار
نن ورځ هم قاهره، اسکندریه، منصوره، دنیل غاړی او نور داسی غټ ښارونه د پراخو لاریونونو شاهدان وو.
د مبارک نوی کابینی په داسی مهال لوړه وکړه چی د سبا(سه شنبی ورځی) لپاره ملیون مارچ (د یو ملیون خلکومظاهره) را غوښتل شویدی.
د کابینی مهم غړی په دی ډول دي:
محمود واګدی(تقاعد شوی پولیس جنرال دی. محمود دزندانونو پخوانی څارن او دقاهری دجرایمو سره دمقابلی ریس هم پاتی شوی) داخله وزیر.
احمد ابوالغیط، او محمد حسین طنطاوی د باندنیو او دفاع وزیران په ترتیب سره پخپل ځای دي.
نن ورځ دمالیی، تجارت، او د لومړی وزیر مرستیال هم وټاکل شول.
د دیرشو کلونو وروسته دعمر سلیمان د مرستیال ولسمشر په توګه او خالد شفیق د لومړی وزیر په توګه ټاکل واقعاُ یو اوښتون دی خو بیا هم لاریونی دی ته تیار ندی چی له لاریونونو تیرشی.
مظاهره چیان د مبارک فوری برطرفی غواړی. د پولیسو د تشدد سره، سره بیاهم دوی په خپل دریځ ټینګ دي او وایی چی:
ترڅو چی مبارک په واک کی وی مونږ به په تحریر څلور لاري کی وُ. حکومت په خپل ټول وس سره بیا هم ونشو کولای ترڅو تحریر څلور لاري ته د خلکو د راتګ مخنیوی وکړي.
د الجزیری خبریال له یوه سوپر مارکیټ څخه لیدنه کړی او وایی چی خلک په دی لټه کی دی چی څومره یی وس وی په هماغه اندازه پیرل وکړي. سوپر مارکیټونو د ورځینیو اړتیاوو له کمبود سره مخامخ دی.
لاریونونه:
په سلګونو خلک، تحریر څلور لاري ته له خپلو ماشومانو، کورنیو نورو غړو سره راغلی او کمپونه یی لږولی دی.
د برطانیی او نورو هیوادونو سیلانیان او دیپلوماتان له هیواده په وتلو دي.
حکومت خپل ټول کوشش کړی چی تحریر څلور لاري ته لاری بندی کړي، د خلکو پیژند پاڼی وګوري او شاوخوا یی نظامی ټانکونه درولی دی. خو دا ټول کوښښونه ناکام شویدي.
له جمعی ورځی چی پولیس او ترافیک ورک وُ اوس بیا را پیدا شویدی، نن یی د ترافیکو رهنمایی هم کوله. دا څو ورځی چی پراخه ګډوډی وی، خلک په دی مجبور شول چی خپل ځان ساتنه پخپله وکړي.
د الجزیری خبریال په دی فکر دی چی پولیس په دوو ډلو ویشل شویدي: یوه هغه چی له ولس سره په لاریونونو کی یو ځای شوی دی او بله هغه چی تر اوسه هم د حکومت قومانده منی. ورته پیښه په ټونس کی هم را منځ ته شوه. ملی ګارډ، فوځ او پولیس له ولس سره یو ځای شول.
د مصرلاریونونه سړی ته یو بل ډول فکر ورکوی. تر اوسه پوری د ۱۲۵ پوری کسانو د وژلو خبر ور کړل شویدی. خو بل اړځ ته نن د دوشنبی په ورځ خلکو پولیس خپل نه بیلیدونکی دوستان بلل. دالجزیری خبریال یو ماشوم لیدلی چی پولیس ته یی په پتنوس کی چای راوړی او بل یی داسی یو سړی لیدلی چی له موټره په ښکته کیدو یی پولیس په تندي مچاوه او په غیږ کی یی نیولی وو.
پراخه ګډوډي:
خلک د خوراکی توکو په زخیره کولو بوخت دی او بله خوا د قاهری په نړیوال هوایی ډګر کی بهرنیان په دی لټه کی دي چی څنګه وکولای شی له مصره پښه سپکه کړي.
له ولسه په ملیون مارچ کی د سه شنبی په ورځ د ګډون غوښتنه شوی او په زندانونو باندی د خلکو لخوا حملی روانی دي.
له وادی ناترون زندان څخه د اخوان المسلمین ۳۴ مشران داسی مهال خوشی شول چی په دغو زندان کی پولیسو خپلی دندی پریښودی. (د کابل پرمهال دشیي په ۱۱:۲۴ ) تازه خبر داوو چی: فوځ د ملت خلاف د تشدد نه کارولو اعلان وکړ. دغه اعلان به هم د ولسمشر مبارک لپاره یوه بله سره اشاره وي.
په مصر کی کاروبار سر خوړلۍ:
اونیزی ګډوډی، او ۱۶ ساعته کرځبندیز د مصریانو کاروبار ته سخت زیان رسولی. د کیلو کچالو نرخ له دریو مصری پونډو څخه څلور مصری پونډو ته چی د ۰.۷ امریکایی ډالرو معادل دی او د کیلو پیازو نرخ پنځو مصری پونډو ته چی له خپل پخوانی نرخ څخه پکی پنځوس فیصده لوړوالی راغلی اوچت شویدی.
د ګرځبندیز له وجی لاری نشی کولای چی منډیو ته پر وخت لاره پیدا کړي. همدا ډول دوکانداران خپل کاروبار له خپل عادی وخت څخه مخکی یا وروسته پیلوی او ختموی تر څو په ګرځبندیز کی د پولیسو او فوځیانو له شر څخه په امان وی.
خالد سید، په نیل کی د ۲۰ کشتیو خاوند وایی چی دخپلو مزدورانو تنخواوی یی له ۱۵۰ مصری پونډو څخه ۵۰ مصری پونډو ته د سوارلیو د نشتوالی له وجی را ټیټی کړي.
همدارنګه د ټکسیو چلوونکي د سوارلیو له نشتون څخه سر ټکوي دوی وایی که سوارلی هم پیدا شی بیا هم د ګرځبندیز، او په سرکونو باندی د پرتو خنډونو له وجی نشی کولای په وخت ځانونه ټاکلو موقعیتونو ته ورسوي.
د موبایل پلورلو او انټرنیټ دوکانونه بند دي.
ددومره بد بختیو سره بیا هم څوک ندی لیدل شوي چی کوم خبریال ته دلاریونونو څخه شکایت وکړي او یا یی د ودریدو او ختمیدو غوښتونکی شي.