مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-05   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كندهار: پانګوال د خپلي پانګوني څخه بيزار دي

لودين   : كندهار

د  كندهار كي د صنعتي پاركونو دفابريكو پانګوا ل وايي كه يي  د بريښنا تر څنګ نوري اړيني ستونزي حل نه سي مجبوره دي چي خپلي فابريكي ودروي .
ددوي په خبره چي په پاركونو كي د دايمي بريښنا،سړكونو،دڅښلو د پاكو اوبو او پلونو د نه شتون ترڅنګ د تولېداتو لپاره د بازار د نه شتون سره مخامخ دي
د كندهار په صنعتي پاركونو كي ۱۲۲ فابريكې موجودي دي چي پنځه پنځوس يې فعاله او نوري پاته ۶۷ فابريكي يې دبريښنا د نه شتون او نورو ستونزو له كبله  غير فعاله دي.
 په دغو فابريكو كي د غوړيو ،پلاستيكي توكو ،صابون جوړولو ،  ګاز ، د اوسپني د ويلي كولو ،المونيم، دانساني او حيواني خوراكي موادو دجوړولو، مشروباتو او  سنګ مرمر دفابريكو ترڅنګ په نورو برخو كي هم فابريكې سته چي  د دايمي برېښنا په برابرولو سره به ټولي فابريكې په فعاليت باندي پيل وكړي .
دصنعتي پاركونو د فابريكو يو شمېر پانګوال وايي ددوي لپاره لس ميګا واټه ډيزلي بريښنا برابره سوي وه چي هغه هم د ځينو ستونزو له كبله ډير وخت نه وي  او هم په صنعتي پاركونو كي  دسړكونو ،پلونو او اوبو د نشتون له كبله زياتي ستونزي ګالي او  تولېدات يې هم بازار نه لري دوى  د دولت څخه د خپلو تولېداتو ته دبازار پيدا كېدو او سته ستونزو د حل غوښتنه كوي.
د كندهار د صنعتي پاركونو د فابريكو امر اسدالله وايي چي ډېر ژر به د پانګوالو سته ستونزي حل كړي او دصنعتي پاركونو ۲۵كيلو متره سړك به ډامبر كړي او د څښلو د پاكو اوبو د برابرولو دپاره يې هم هڅي  رواني دي .
اسدالله وايي دا ستونزي يي په وارو   وارو د ولايتي چارواكو سره  هم شريكي كړي دي خو هغوى يوازي ژمنه وركوي چي دا مهال يي  وروستۍ ژمنه وركړي ده او دوۍ هم هيله مند دي چي په دي برخه كي به د دفابريكو ستونزي ژر حل كړي .
په كندهار كي دصنعتي پاركونو دفابريكو پانګوال په داسي حال كي د بريښنا د نيمه فعاليت څخه شكايت كوي چي يوه مياشت وړاندي د كندهار والي او د امريكا د سفير لخوا د لس ميګا واټه بريښنا  په موخه ډيزلي جنراتورونه كښېښودل سوه ولي بيا هم پانګوال د بريښنا څخه سرټكوي او ددايمي بريښنا او سړكونو د جوړېدو غوښتنه كوي.


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery