افغاني کلتوري ټولني د روان زېږديز کال د نومبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د کوچني اختر درېمه ورځ په هالنډ کي د لومړي ځل له پاره د اختر په مناسبت کلتوري مېله جوړه کړې وه . په دې غونډه کي د يو شمېر افغان کورنيو په ګډون تر سلو زياتو ځوانانو او تنکيو ماشومانو ګډون کړی و .
بېنوا خپرنيزه څانګه - هالنډ
افغاني کلتوري ټولني د روان زېږديز کال د نومبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د کوچني اختر درېمه ورځ په هالنډ کي د لومړي ځل له پاره د اختر په مناسبت کلتوري مېله جوړه کړې وه . په دې غونډه کي د يو شمېر افغان کورنيو په ګډون تر سلو زياتو ځوانانو او تنکيو ماشومانو ګډون کړی و .
کلتوري پروګرام چي چلوونکي يې : اغلې ستوری منګل او ډاکټر سيد نصير احمد و، د ماځيګر پر شپږ بجې د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په لوستلو پيل شو . ورپسې د افغاني کلتوري ټولني مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن پرانستونکې لنډه وينا واوروله ، مېلمنو ته يې د کوچني اختر مبارکي وويله او د هغوی د راتګ څخه يې مننه وکړه . همدا ډول د افغاني کلتوري ټولني مالي چارواکي اغلي ستوری منګل ، او اداري مسول عبدالله احسان هم مېلمنو ته ښه راغلی ووايه او د پروګرام داجنډا په اړه يې مالومات ورکړل .
ټاکل شوې وه چي لومړی به مشاعره جوړه شي ، ورپسې د تنګيو هلکانو او نجونو چي عمرونه يې تر شلو کالو کم وي ذهني ازموينه ترسره شي او وروسته به يې د ټنګ ټکور پروګرام وي . خو د ډېرو دوستانو د غوښتني سره سم د مشاعرې وخت هم موسيقي او د ځوانانو ذهني ازمويني ته ورکړه شو .
د يوه نيم ساعت موسيقي وروسته تفرېح اعلان شوه ، ورپسې هغه ماشومانو چي نومونه يې دازمويني په ليست کي ليکلي و ، پر خپلو ټاکلو ځايونو د کښېنستلو بلنه ورکړه شوه ، ذهني ازموينه پيل شوه او هغوی ته هغه پاڼي ووېشل شوې په کومو کي دافغانستان جغرافيايي ، تاريخي ، کلتوري او مذهبي پوښتني ، او د هري پوښتني يو سم او دوه ناسم ځوابونه ليکل شوي و. دوی ته د ددوی سره د مرستي په نيت پوښتني دلاوډسپيکر څخه هم اورېدل کېدلې ، او همدا ډول له يوه کمپيوټر څخه د پوښتني اړوند مالوماتي انځورونه هم ښودل کېدل .
څرنګه چي يو شمېر بهر مېشتي ماشومان په مورنۍ ژبه د ليک لوست اسانتيا نه لري او په هغه کي ستونزي لري نو دوی ته يوښتني د پښتو تر څنګ په هالنډي هم اورېدل کېدلې . چي دوې پوښتني يې د بېلګي په ډول راوړو :
افغانستان څو ولايتونه لري ؟ ( ۲۰ ) ( ۲۴ ) ( ۳۴ )
نازو انا د چا مور وه ؟ ( ميرويس نيکه ) ( غازي امان الله خان ) ( احمدشا بابا )
حضرت محمد ( ص ) په څو کلني کي پيغمبر شو ؟ ( ۲۷) ( ۳۵ ) ( ۴۰)
د ازمويني پاڼو ته د شمېرو ورکولو له پاره دغونډي له برخه والو څخه درې تنه وټاکل شوه ، تر څو چي هغوی ټولي ځواب شوي پوښتني کتلې د پروګرام چلوونکو اغلي ستوری منګل او ډاکټر سيدنصير دواړو څو شېبه د پروګرام برخه والو ته په زړه پوري ادبي ټوکي واورولې .
په ذهني ازموينه کي ديارلسو تنو هلکانو او نجونو چي عمرونه يې د لس او ۲۱ کالو په منځ کي وو برخه واخستې وه ، دوی ټولو ته ددوی د ګټلو نمرو پر بنسټ د اغلي ستوری منګل له خوا جوړي شوي جايزې ورکړل شوې .
په دې پروګرام کي چي ډېره برخه يې د ځوان سندرغاړي نجيم نېکزاد له خوا په خوږو سندرو ښکلې شوې وه له خپلي درنې پلرنۍ مېنې ليري افغان شازلميو په پرله پسې توګه مست ملي اتڼونه کول د اتڼ ددې ډلي مشري ښاغلي غرني کوله . ښاغلی غرنی په هالنډ کي اوسي او په بېلابېلو کلتوري غونډو او مجلسونو کي يې تل د برخه والو پاملرنه خپل ښکلي اتڼ ته اړولې وي .
په دې پروګرام کي ټولو برخه والو هيله څرګندوله چي غواړي راتلونکي اخترونه او د افغانستان ملي ورځي هم د افغاني کلتوري ټولني سره په ګډه ونمانځي . هغوی د هجرت په دوران کي د خپل کلتور او رواجونو د ساتلو په خاطر په داسي دوديزو، ملي او مذهبي ورځو د افغانانو رايو ځای کېدل خورا مهم وګڼل .
هالنډ مېشت افغان ښاغلي سعيد الکوزي چي دوو ماشومانو يې په ذهني ازموينه کي برخه اخستې وه بېنوا خپرنېزي څانګي ته د ټيلفون له لاري وويل : موږ چي د پروګرام څخه راغلو په دا سبا مي دوو کوچنيانو ويل موږ ته پښتو ليک لوست زده کړه چي که بيا په داسي پروګرام کي برخه اخلو نو بېله د چا د مرستي نه پوښتني ولوستلای شو او ځوابونو په خپله ژبه وليکو . ښاغلي سعيد وويل چي دا د افغاني کلتوري ټولني ددې غونډي برکت دی چي زما د اولادونو د خپلي مورنۍ ژبي د ليک لوست سره مينه پيدا سوه .
ښاغلي ډاکټر سيد نصير احمد چي دغونډي چلوونکی و له برخه والو څخه غوښته وکړه چي په پرله پسې توګه دغه تنکي ماشومان چي زموږ د سبا ورځي مشران دي تشويق کړي تر څو دخپل هيواد ، کلتور او مذهب په اړه مالومات ترلاسه او زده کړي . نوموړي په زهني ازمويني کي د ماشومانو د ګډون څخه خوښي څرګنده کړه . او ويې ويل دا چي داتنکي ماشومان په دافغانستان د کلتور ، او دودونو په اړه يوې ذهني ازمويني ته زړه ښه کوي دا پخپله يوه لويه خبره ده .
عبدالسلام جبار چي د غونډي د برخه والو څخه وو خوشاله و ، او بېنوا ويبپاڼي ته يې وويل چي عجيبه ده ، هغه کوچنيان چي له چا سره دوې خبري سمي نه سي کولای اوس د ستېج مخته ځي ، مايکروفون اخلي او ځان ورپېژني . نوموړي ټينګار کاوه چي دغسي هڅي بايد لا ګړندۍ شي .
افغاني کلتوري ټولني داپروګرام په داسي حال کي نېولی و چي اړتيا وړ امکانات په لاس کي نه لري ، او نه شی کولای په هغه ډول کلتوري چوپړ ووهي چي اړتيا يې ليدل کيږي . دافغاني کلتوري ټولني مالي چارواکي اغلي ستوری منګل بېنوا ويبپاڼي ته وويل : که هالنډ مېشتي افغانان د افغاني کلتوري ټولني سره اړيکي ټينګ کړي ، د ټولني غړيتوب ترلاسه کړي ، مشورې سره شريکي شي افغاني کلتوري ټولنه به وکولای شي په لږ وخت کي په هالنډ کي د افغانانو لپاره ډير کلتوري خدمتونه ترسره کړي .
د پروګرام وخت د شپې لس بجې ټاکل شوی و ، د برخه والو د پرله پسې غوښتنو پر اساس د پروګرم وخت يو ساعت اوږد کړل شو ، اونور هم د ښاغلي نجيم نېکزاد د خواږه ږغ او خوږو ملي نغمو سره دښاغلي غرني او نورو شازلمو ښکليو اټنونو د غونډي برخه وال د خيال پر نيليو څوک د پکتيا شنو درو ته وخېژول ، چا د خپل يار غاړو ته په خيال کي د نارنج د ګلو هار اچول او چا به تازه پر سپين بولدک کندهار ته د ورتلو سوچونه وهل ، چي ښاغلي ځواکمن د پروګرام د پای د اعلانېدو سره سم له ټولو مېلمنو څخه په منني ، او اغلي ستوری منګل ځوان سندرغاړي ښاغلي اکبر نېکزاد ته د په منني سره د ټولني لخوا جوړه شوې ډالۍ وړاندي کړه او د ټولني اداري مسول عبدالله احسان ژمنه وکړه چي راتلونکي لوی اختر ته به يوه بله دا شان په زړه پوري مېله ترتېبوي ، څو دقيقې د ماخستن له يوولسو بجو څخه تيري وې چي هري مور او پلار له نورو برخه والو سره مخه ښه وکړه ، خپل ماشومان تر لاسونو ونيول او دخپلو کورنو پر خوا رهي شوه .
بېنوا خپرنيزه څانګه د ښاغلي شيرمحمد دعکسونو له رالېږلو څخه مننه کوي .
غــــــــــــــــــــرنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــی او ملګري يې د اتڼ پر وخت
که غواړی دپروګرام د عکسونو البم وګوری دا ځای کښېکاږی