مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-15   مخپرونکئ : خليل الله سروري

کندهار کي د علامه رشادبابا ( رح ) لومړی تلين غونډه

دټولو مينه والو څخه هيله كيږي چي خپل پيغامونه ، ويرني او خاطري د ليندۍ تر ۵ نېټي پوري راوليږي
د سمبالتيا د كمېټې دوهمه غونډه به دلړم پر ۲۴ دماپښين پر ۲:۰۰ بجو د اطلاعاتو ،كلتور او ګرځندوى په عامه كتابتون كي جوړيږي

د لړم - ۲۲- ۱۳۸۴ كال ( د نوامبر - ۱۳ - ۲۰۰۵ كال ) د ماپښين ۲:۰۰ بجو څخه

د كندهار د اطلاعاتو ،كلتور او ګرځندوى رياست عامه كتابتون .

 

د سمبالتيا د كمېټې په دې لومړۍ غونډه كي دكنفرانس د سهارنۍ او ماپښينۍ برخو په باب خبري وسوې او دټولو غړو د نظر په يووالي سره داسي پروګرام فيصله سو :

 ۱ دسهار ۸:۰۰ داطلاعاتو ، كلتور او ګرځندوي رياست مخي ته راغونډيدل

۲ دسهار ۸:۳۰ دعلامه بابا(رح) دزيارت پر لورى رهي كيدل (دترانسپورت ( بسونو) هوسايي د كندهار دمحترم ولايت له خوا دمرستي وعده سوې ده) .

۳ دسهار ۸:۴۵ د علامه بابا ( رح) پر مرقد د ټولو گډونكوونكو له خوا د عقيدت او درنښت له پاره دګلوګېډۍ ايښودل او دعا كول .

۴ د سهار ۹:۰۰ دكنفرانس پيل

په كنفرانس كي به دغه برخي ځاي ولري :

دكنفرانس پرانيستونكې وينا

دعلامه رشاد بابا (رح) د ژوندانه په باب څو خبري

ويرني

پيغامونه

خاطرې

۵ د غرمې ۱۲:۰۰ دكنفرانس پاى

دغرمې له ۱۲:۰۰ بجو څخه د ماپښين تر ۲:۰۰ پوري ډوډۍ او دجمعې د لمانځه له پاره.

۶ دماپښين ۲:۰۰ د علامه بابا ( رح) په ياد مشاعره

 

۷ د ماپښين ۴:۰۰ د علامه بابا ( رح) د انځورونو ، ځينوكاليو او نورو توكو د نندارتون پرانستنه .

 

خبرتيا

دټولو هغو مينه والو څخه چي د نوموړي كنفرانس په اړه دپيغامونو ، ويرونو او خاطرو د راليږلو اراده ولري هيله كيږي چي پر لاندي پته يې را وليږي :

 

د برېښناليك پته :

khalilsarwari2005@yahoo.com

allama.rashad.academy@gmail.com

 

دټولو مينه والو څخه هيله كيږي چي خپل پيغامونه ، ويرني او خاطري د ليندۍ تر ۵ نېټي پوري راوليږي .

د سمبالتيا د كمېټې دوهمه غونډه به دلړم پر ۲۴ دماپښين پر ۲:۰۰ بجو د اطلاعاتو ،كلتور او ګرځندوى په عامه كتابتون كي جوړيږي .

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery