احمد لودين : كندهار
په ارزګان ولايت كي كرونده ګر وايي چي د دولت له لوري ورسره د اصلاح سوو تخمونو ژمنه سوي كرهنيزي مرستي په درغليو سره تر سره كيږي چي ډيري يي چارواكي ، شتمن او يا هم د كرونده ګرو كورونو ته ځي .
د ارزګان ولايت كرونده ګر وايي دغه مرستي ددي ولايت ملکانو او يا خانانو ته رسيږي او بې وزلي کسان بي مرستي پاتي دي او حقونو يي نورو ته وركول كيږي .
ددوى د څرګندونو له مخي چې په دغه مرستو کې شل سلنه بې وزلي کسانو ته رسيږي او پاتي نور يې لوړ پوړي چارواکي، خانان او يا هم ملکان وړي .
ګل محمد چي د ارزګان ولايت په چوره ولسوالۍ كي كرونده ګر دى وايي چي تر اوسه يې ددي ولايت د کرهڼي له رياست څخه کومه مرسته نه ده تر لاسه کړي او نه هم ددي رياست له خوا بلنه ورکول سوې ده.
هغه زياتوي :
( که چېري دولت غواړي د ولسي وګړيو سره مرسته وکړي نو دغه مرسته دي مخامخ او لاس په لاس ورکړي. د دولتي مرستو د ناسم ويش او په دې ويش کې د غلاوو او سرغړونو له امله اوس کروندګر او نور بې وزلي کسان پر دولت بې باوره سوي دي چې له مخي يې د دولت رشتيا ژمني هم نه مني.
كه دوى وايي چي موږ د ارزګان د كرونده ګرو سره مرستي كړي د لږو سره يي كړي او ډير بي مرستي پاتي دي . )
ملک ولي محمد چي د ترينكوټ ښار اوسيدونكى دي هم ورته ادعا لري .
د كرهڼي رياست چارواکي يوازي شپه او ورځ تيروي او له لوړ پوړو چارواکو څخه معاش اخلي نور يې هيڅ نه دي کړي.
پخوا کروند ګرو دومره ستونزې نه درلودې او په هره سيمه کې کوپراتيف شتون لاره او د هري سيمي اوسيدونکو ته اصلاح سوي تحمونه او نور ورکول کيدل.
اوسني دولت د کرهڼي په برخه کې هيڅ نه دي کړي او ددي دولت له راتلو سره بايد کروندګرو ته کار سوى واى ځکه چې په سهيل او په ځانګړي ډول د اروزګان ډېرى اوسيدونکي په کرهڼه بوخت دي او اړتيا هم ليدل کيږي ، افغانستان يو زراعتي هيواد دى او ډيرى خلک يې په دې برخه کې کار کوي اوپه دې برخه کې پانګونه د افغان دولت له بنسټيزو پروژو څخه شميرل کيږي خو بدبختانه دنوي دولت په راتلو سره سره هم دې برخې ته پام نه دى سوى او له همدې امله هم ورځ تربلې د خلکو اقتصادي حالت کمزورى کيږي او بيکاري زياتيږي . ))
ددي ولايت د کرهڼي رياست مرستيال عزيز خان بيا د خلکو دا نيوکي بي ځايه بولي .
دى وايې چې له دوى سره د سويو مرستو پر مهال د خلکو له خوا ټاکل سوي شورا ته مراجعه کوي او د هغوۍ له لاري خلکو ته مرستي ورکوي.
دى زياتوي ددي شورا مشر او غړيو ته يې ويلي هغه خلک دي ور وښيي کوم چې بې وزلي او مرستو ته اړتيا لري.دى وايې که چېري ددوى استازي پټوني کوي په دي اړه دوى معلومات نه لري.
عزيزخان څرګندوي چې دا مهال ددي ولايت کروندګر له سختو کړاونو سره مخ دي دولت او نړيوالو ته په کار ده چې له دي خلکو سره خپلي مرستي رواني وساتي او په ځانګړي ډول اصلاح سوي تخمونه، کيمياوي سرې او نور ورته توكي ورکړي.
نوموړى وايې چې ددي ولايت کروندګرو ته بايد اصلاح سوي تخمونه، کيمياوي سري ، اصلاح سوي نهالان، دبزګرۍ توکي وركړل سي او په يوشمير نورو برخو کې مرسته ورسره وسي .
ددې ترڅنګ په بېلابېلو برخو په کښت او کار کې ورته زده کړې ورکړل سي څو وکولاى سي له خپل پولې او پټې ښه ساتنه وکړي او ترې ګټه ترلاسه کړي .
.دى وايې چې دا ولايت ډېره ښه آب او هوا لري د کښت محصولات يې ښه دي او که يې ګروند ګرو سره مرستې وسي ښايې د سويل په کچه دځيني ولايتونو د اوليه توکو اړتياوې لدې ولايت څخه بشپړې سي .
د مرستيال عزيزخان په خبره چي د خپل مسووليت له مخي يي په وارو وارو د كرهڼي او مالدارۍ وزارت او نورو مرستندويه موسسو څخه غوښتنه كړي ده ، په خبره يي چي يوازي يي ورته ويلي دي (سمه ده موږ دا كار كوو )
ددي سره هم مهاله ددي ولايت نور اوسيدونکي وايې چې دولت تر اوسه څه نه دي ورسره کړي خو دغه خلک يوځل بيا نا امنۍ د خلکو پروړاندې سترخنډ بولي او په تندې لهجې غوښتنه کوي چې له دولت څخه هيڅ شى هم نه غواړې يوازې ددوى امنيت دې په بشپړه توګه ټينګ کړي څو وکولاى سي خپل ژوند ته په خوښۍ او خوشحالۍ كي دوام ورکړي .
ددوى په وينا چې مرستي د بې وزلو خلکو حق دى او بايد ټولو ته ورکول سي.
ددوى د څرګندونو له مخي چې اوس په دي ولايت کې ميشت کروندګر له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي خو دولت يې کوم غم نه دى خوړلى.
دا چې په ټول هېواد کې د نشيي توکو د له منځه وړلو په موخه چاري رواني دي او نړيوال هم دا هڅه کوي چې کروندګر له دي چاري راوګرځوي او د اصلاح سويو تخمونو او نورو دانو لپاره څه ورکړي خو تر دي مهاله ددي ولايت کروندګر له دي امتيازونو څخه نه دي برخمن سوي.
ددي ولايت د کرهڼي چارواکي وايې چې د نورو کلونو په پرتله دا مهال د کوکنارو او نورو توکو د کرکيلي کچه ټيټه سوې خو كه دا د بيغورۍ او درغلۍ لړۍ همداسي روانه وي ددي ولايت کروندګر وروسته مجبوره کيږي څو بيرته د نشيي توکو کر ته مخه کړي.