مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داود اعظمي : د ځوان نړيوال مشر جايزه وګټله

غلام ولي نوري

په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم  World Economic Forum داود اعظمي په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ په کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو Young Global Leaders (YGL  په ډله کې غوره کړی دی.
دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوانو مشرانو ته ورکول کیږي چې سږکال د زرګونو کاندیدانو له ډلې د دغې جایزې د ګټونکو په ډله کې یو هم داود اعظمي دئ چې اوسمهال په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر دی.
دغه جایزه تراوسه په ټوله نړۍ کې هغو نژدې ۷۰۰ کسانو ته ورکړل سوې چې د پيښو د پوهاوي ترڅنګ يې مهمې لاسته راوړنې درلودلې او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په برخه کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.
دغه جايزه د نړیوال اقتصادي فورم بنسټ ايښودونکي او اجراييوي مشر پروفيسر کلاس شواب (Professor Klaus Schwab) له خوا رامنځته سوې چې د نړۍ تر ټولو تکړه او استعداد لرونکي ځوان مشران يې غړيتوب لري.
د ځوانو نړيوالو مشرانو ټولنې غړي د نړۍ تر ټولو تکړه او د راتلونکي مشران دي چې د ټاکلو تر مهال يې بايد عمرونه تر څلوېښتو کلونو کم وي.
دوی د نړۍ د ستونزو په هوارولو کې هڅې کوي او مهم هدف يې له نړۍ څخه د يوه خوندي او لا ښه ځای جوړل دي.
نړیوال اقتصادي فورم داود اعظمي ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره يې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.
داود اعظمي دوولس کاله کيږي چې د بي بي سي له نړېوال سروېس (BBC World Service) سره په لندن کې کار کوي او له څه باندې یوه کال را پدېخوا په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر دی.
نوموړي د ډاکټرۍ ترڅنګ درې لېسانس(Bachelor)  او درې د ماسټرۍ (Master’s)  ډګرۍ لري. ده تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د بي بي سي تر ټولو لوړه جايزه هم ګټلې ده.
داود اعظمي د دغې جاېزې لپاره هغه مهال نومول سوی وو چې کله يې په ۲۰۰۹ کال کې په یوه امريکايي پوهنتون کې د ميلمه استاد (Visiting Scholar) په توګه درس ورکاوه.
ښاغلی اعظمي د خپلو ژورنالستيکي او څېړنيزو فعاليتونو ترڅنګ په پنځو ژبو خبرې کوي او په درې ژبو شعر او نثر ليکي.
د ځوانو نړیوالو مشرانو د ټولنې لپاره څوک پخپله ځان نه سي نومولی ، هر کانديد بايد د بل چا له خوا ونومول سي چې بيا یې په بېلو پړاوونو کې د بيلو سازمانونو او ټولنو له خوا تر کتنې او پلټڼې وروسته د زرګونو کانديدانو له مېنځه غورچاڼ کيږي.
د دغه غورچاڼ په وروستي پړاو کې د نړيوال اقتصادي فورم ټاکنيزه کمېټه چې مشره يې د اردن د هاشمي دولت ملکه رانيا عبدالله ده ، وروستی نوملړ جوړوي.
 
د نړيوال اقتصادي فورم له خوا د ځوان نړيوال مشر تر ټاکل کېدو وروسته د داود اعظمي غبرګون چې د نوموړې ادارې له خوا خپور سوی دی.
ژوند يوه هڅه ده او د يوه مثبت بدلون د رامنځته کېدو وړتيا درلودل پر خپل ځای يو ګټور او اطمينان وربښونکی فکر دی .
د ځوان نړيوالو مشرانو فورم يو تر ټولو غوره او اغېزمن پلېټ فارم يا ځای دی چې نظرونه په کې شريک کيږي ، مهارتونه او وړتياوو ته سمون او وده ورکول کيږي او د يوې ښې نړۍ د جوړولو لپاره يو کاري پلان جوړيږي.
زه ډير خوشحاله يم چې د يوه داسې فورم غړی يم چې د هغو ستونزو د سم هواري هڅه کوي چې نننۍ نړۍ ورسره مخامخ ده او همدا راز زيار باسي چې پر نړیوالو تګلارو او کړنلارو مثبت تاثير ولري.
زه پر يوه مثبت بدلون باور لرم او زما لپاره دا مهمه نه ده چې دغه بدلون څومره لوی دی.
دلته زما هغه وينا ياديږي چې که په يوه ونه کې يوه پاڼه هم خپل رنګ بدل کړي ، نو د دې مانا دا ده چې هغه ونه نوره هغسې نه ده .
زه باور لرم چې د ځوانانو نړيوالو مشرانو د ټولنې د صادقانه هڅو په نتيجه کې به د نړۍ حالت ښه سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery