لیکوال: مروان بیشاره، د الجزیری مشر سیاسی تحلیلګر
مارچ ۲۰۱۱،۱۵
که یوه خوا عربان په دیکتاتورانو بری مومی، بله خوا امریکا په افغانستان کی له جدی او شرمونکی ماتی سره مخامخ دی.
په افغانستان کی روانی جګړی او په عربی ملکونو کی روان اوښتونونه او دی ټولو ته د اوباما کمزوری عکس العمل د امریکا او د ولسمشر څیره نوره هم تته او کم رنګه کړیدی.
ددی سربیره چی په افغانستان کی یو ایتلاف جنګیږي، څو اړخیزه ستراتیژی تطبیقیږي، بیلیونونه ډالر مصرفیږي، او د زرګونو عسکرو شتون په دغه ملک کی یو نډوخر جوړ کړی، امریکا په دی ندی توانیدلی چی د خپلی جګړی ته یو با عزته پای ومومی او یا یی لمن په منطقی ډول راټوله کړي.
اوسنی راپورونه د جنګ له میدانه په دوه ډوله دي: یو اړخ د جګړی په پلوی دی او ویل کیږی چی جګړه په ښه ډول مخته ځی او بله خوا بیا قواوی له ځینو سیمو ځان وباسی او دا وتل تخنیکی بولی، د امریکایی عسکرو د ستړتیا په اړه غږیږي، اوسنی وتل او یا په ځینو نورو ځایونو کی دقواوو ځای پر ځای کول به نه طالب ته ماتی ورکړی او نه به هم طالب په دی مجبور کړي چی د خبرو میز ته کیني.
زه یو مثال وړاندی کوم او هغه د امریکایانو اوسنی وتل دي د پیچ له دری څخه. امریکایانو وتل د پیچ له دری څخه د هغوی تخنیکه وتنه وبلل شوه او موخه یی دا وه چی دوی به په هغو ځایونو کی ځای پرځای کیږی چیری چی دوی به د ملکی وګړو څخه دفاع کوي او دهغوی ساتنه به کوي او یا چیری چی دوی ته اړتیا لیدل کیږي.
خو همدغو غربی رسنیو بیا مخکی څو ځلی د اخبره کړی چی دپیچ دره ورته اړینه دی او دغه سیمه یی یوه ستراتیجکه نقطه بللی او ددی نقطی په ساتلو یی سلګونو عسکر قربانی کړي.
متوجه اوسی چی امریکایی اداری ته نږدی کسان او تحلیلګر بیا دا خبری نه مني. دوی بیا دخپلی نوی ټکنالوژی خبری کوی او خپل غره توب ښیی او وایی: طالبان مو زخت زیات مړه کړي، دوی مو له خپلو مرکزونو شړلي، د افغانستان څه ۴۰۰ والسوالی ارامی دی هغه هم پداسی حال کی چی په ځینو باندی یی طالبان حکومت کوي. طالبان بیا ماته نه مني، جنګ او حملی یی زیاتیږي او هغه هم په هغو سیمو کی چیری چی امریکا خپل عسکر او قوتونه زیات کړیدي.
کومه کامیابی؟
ډیرو ته به د امریکی د پخواني دفاع وزیر دعوی به یاد وي چی ویل یی افغانستان د نن سبا په اندازه په ۲۰۰۳ کال کی ارام او ښه وو. امریکایانو خپله جنګی ستراتیژی بدله کړی وه او ټول هڅه یی داوه چی په بیا رغاونه پروسه کی ځانونه دخیل وښیی.
خو طالبانو په مکرر ډول په دولتی، نړیوالو اورګانونو، او دامریکایانو په مرکزونو حملی کړیدي. دوه کاله وروسته بیا امریکا تر ټولو بد کال درلوده.
دجګړی پنډتان اوس هم اقرار نه کوي او منکر دي. امریکا اوس د مک کرسټل او پټریس د ماغزو طرحه شوی ستراتیژی په اړه څه نه وایی.
دوی اوس د شپی خپل سری عملیات کوي، خلک تروروی، ځانګړی عملیات ترسره کوي. دی ټولو حالاتو ملک یو ډول فلج کړیدی.
تیره اونی د امریکایی هیلکوپټر په حمله کی د نهو وړو وژنه- د ټولو عمرونه د ۱۲ څخه لاندی وو- د امریکا د وحشیانه حملو یو بل ژوندی مثال دی.
دا پیښی د جنګ، جګړی په پلیتوب اغیزه کوي. برعلاوه، دغه ډول حالات د امریکی او دهغی د انډیوالانو ترمنځ فاصله ایجاده وی.
ولسمشر کرزی د کونړ دپیښی په اړه دامریکی بښنه ونه منله. د افغان ځواکونو تربیه او تعلیم او دهغوی استخدام هم په ښه ډول روان ندی. او ځینی بیا حتی افغان ځواکونو ته واک سپارل هم رده وي.
بله خوا دامریکی او پاکستان ډیپلوماټیکی اړیکی وروسته له هغی سړی شویدي په کومه ورځ چی د سی.ای. ای جاسوس د دوو پاکستانیانو د وژلو په تور ونیول شو. نوموړی جاسوس دیپلوماتیک مصونیت هم لري. د ای.اس.ای او سي. ای.ای ترمنځ همغږی هم له منځه تللی.
پاکستانی استخبارات او فوځ د امریکی له ستراتیجیو سره مخالف دي. دوی دواړه پدی باور دي چی د امریکی شتون او ستراتیجی به هندوستان او افغانستان پیاوړي او برعکس به ددوی ملک بی ثباته کړي او هغه هم ددوی په قیمت.
امریکا کوم انتخاب نه لري:
دافغان حکومت ناتوانی چی ښه حکومت داری او امنیت په ملک کی پلی کړي او بله خوا د امریکایی اداری ناتوانی په دی کی چی د طالبانو ځواک او واک پای ته ورسوي ددی سبب کیږی چی داوسنی جنګ په اړه سړی کومه ښه پیشبینی نشي کولای.
لا تراوسه مالومه ندی چی طالبانو سره اوسنی پټی خبری به کوم جدي اړخ خپل کړي او کنه؟ اخری طالب قوماندان هم یو مټاکه راخوت. نوموړی د کوټی یو دوکاندار وو چی د کوم لوړ پوړی طالب قوماندان ګومان پری شوی وو.
که طالبان بیا هم حاضر شی او دا ومني چی د کرزی او اوباما له نماینده ګانو سره خبری کوي، نو بیا امریکی ولی دا لس کاله ددوی خلاف جنګ وکړ او یا دا به دمنلو وي چی دا لس کلن جنګ دهمدی لپاره وو چی طالبان بیا واک ته ورسیږي؟
دهیلری کلنټن خبری هم خپل وزن لري: له یو داسی دښمن سره لکه طالب چی دومره ظالم دی څومره چی فکر کیږي خبری بی خونده او غیر محال ښکاری. خو د سولی لپاره دا خبری بیا لازمی او اړینی دي.
له حقایقو سره مخامخیدل:
یواځینی حقیقت چی زمونږ ټولو په مخ کی دی هغه دادی چی امریکا ونشو کولای په یوی بی وسلی او بی ټکنالوجی ډلی خپل ټول او پراخ بری ومومي. امریکی لس کاله جنګ وکړ او نتیجه هم هیڅ. امریکا مخکی له دی چی د جنګ نتیجه ګیري وشي، ماته دی.
دا ماتی په خپل سری عملیاتو او د بلیونونو ډالرو په ضایع کیدو نه جبران کیږي.
څومره چی زر د اوباما اداره په خپلی کمبختی پوی شي، نو په هماغه اندازه به یی د تلفاتو اندازه کمه شي. دملګرو ملتونو تر مشری لاندی دی یو نړیوال کانفرانس را وغواړي تر څو د افغانستان په اړه یوه جدی فیصله وکړي نو په هماغه اندازه به امریکا د وړو یوه پوزه ځان ته کیږدي.
مالومه ندی چی سړی ووایی وایی چی امریکا به دجګړی دفتحی او که د ناکامی اعلان کوي، خو یوه خبره مالومه دی چی څومره ستا داونیو جنګ اوږدیږي، په هماغه اندازه به ته کمزوری کیږی.
خپله لیکنه به د امریکی داوسنی دفاع وزیر رابرټ ګیټس په دی خبره چی د روان کال د فروری په پای کی یی کړیدی را لنډه کړو: د امریکی هر راتلونکی دفاع وزیر ته دا په کار دی چی ولسمشر ته، اسیا، افریقا او یا منځنی ختیځ ته د لوی فوځ د لیږلو په اړه دمشوری مخکی خپل دسر معاینه وکړي.