د روان ( ۱۳۸۹ ) لمريز كال د كب نونسمه نېټه او د ماځيګر وخت وو چي دكندهار ښار جنوب پلو ته (( روهي ادبي بهير )) چيري چي د كندهار فرهنګي ځوانان هره پنجشنبه سره راغونډېږي او د خپل زړه خواله سره كوي له ډيري مودې وروسته هلته ولاړم چي يو څه واورم ، وګورم او زده كړم ، دا ځل د عادت خلاف د بهير په تالار كي هر څه له پخوا څخه بدل سوي وو ، تر ټولو ستر بدلون د سټېج شاته پر ځوړند لوحه كي راغلى وو ، ځكه مخكي پر ليكلي وو چي (( روهي ادبي بهير )) خو دا جمله اوس داسي ليكل سوې وه چي (( دخپلواكو فرهنګي ټولنو ګډه هسته )) .
بل بدلون دا راغلى وو چي د يادي لوحې پر سر باندي د افغانستان د پنځو نومياليو ادبي ستورو ( مولانا قيام الدين خادم ، استاد ګل پاچا الفت ، لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي ، پوهاند عبدالرؤف بېنوا او استاد صديق الله رښتين ) انځورونه راځوړند وه چي دغه كار نو په رښتيا سره تالار ته ښكلا وربخښلې وه .
په تالار كي دننه ختيځ خوا ته دوه كوټې راخلاصي دي چي د يوې پر دروازه ليكلي وو (( بېنوا كتابتون )) او د بلي هغې پر دروازه ليكلي وو (( ښكلا مجله خپرنيز ارګان )) ، همدارنګه د تالارپر دېوالونو باندي شپږ كوچنۍ كوچنۍ المارۍ ټك وهل سوي وې ، په هره المارۍ كي ډول ډول ادبي كتابونه په ډېر ناز و نواز سره ايښوول سوي وه ، او د الماريو پر مخونو او بغلونو باندي دا جملې ليكلي وې : (( هيواد كلتوري ټولنه _ ۱۳۸۲ ، بېنوا فرهنګي ټولنه _ ۱۳۷۷ ، نارنج خپرندويه ټولنه _ ۱۳۸۲ ، سالنګ خپرندويه ټولنه _ ۱۳۸۶ ، علامه رشاد اكاډمي _ ۱۳۸۴ او علامه رشاد خپرندويه ټولنه )) په سټېج ، مايكونو ، سپېكرانو ، څوكيو او نورو شيانو كي هم د پخوا په پرتله بدلون راغلى وو ، هر څه تر پخوا ښه سوي وو .
يو څو دقيقې لكه ناديده شاوخوا مي وكتل ، هر طرف په ليدو ارزېدى ، څنګ ته مي ناست خلك سم دم په دې وپوهېدل چي زه نابلده يم او تر اوسه دلته نه يم راغلى ، رښتيا هم لكه دا چي مي لومړى ځل وي چي دلته راغلى يم ، ددې لپاره چي ددغه بدلون سبب ځان ته معلوم كړم نو مي د څنګ ملګرى ( ښاغلى هڅيال صاحب ) وښوراوه او پوښتنه مي ورڅخه وكړه چي دا بدلون كله راغلى دى او ولي راغلى دى ؟
ښاغلي هڅيال صاحب معلومات راكاوه او ما په لاندي ډول ياداښت ونيوى :
كله چي په ۱۳۸۴ لمريز كال دكب دمياشتي پر دوهمه نېټه روهي ادبي بهيرپيل سو نو لومړى هدف او شعار يې داو چي : ټول فرهنګيان پر يوه ټغر سره كښېني او يو ځاى كار وكړي چي دادى اوس د كندهار ټول فرهنګيان په دې وتوانېدل او پر يوه ټغر سره راټول سول او په ګډه سره كار كوي ، رښتيا هم پخوا به د جمعې مباركي په ورځو كي هري ادبي ټولني ځان ته بيلي بيلي او سړې سړې غونډي او مشاعرې كولې چي سړى به حيران وو چي كومي غونډي ته ورسي او كومي ته ورنه سي ، ده زياته كړه چي : په كندهار كي خورې ورې فرهنګي او خپرندويه ټولني لكه : ( هيواد كلتوري ټولنه ، بېنوا فرهنګي ټولنه ، شمله ادبي ټولنه ، نارنج خپرندويه ټولنه ، سالنګ خپرندويه ټولنه ، كندهار نندارتون _ د ډرامې څانګه ، پلار پروډكشن _ د ډرامې څانګه ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ، علامه رشاد اكاډمي ، حسام ادبي ټولنه ، سنځر خپرندويه ټولنه ، كندهار اطلاعات او كلتور رياست او نوري خورې ورې ټولني په ګډه او يو بل ته په مشوره وركولو سره تر يوه عنوان لاندي ( دخپلواكو فرهنګي ټولنو ګډه هسته ) غونډي او مشاعرې كوي .
هڅيال صاحب پسې وويل چي : كه چيري يوڅوك په دغه راځوړند الماريو كي وګوري نو پوهېږي چي په كندهار كي څونه ادبي كتابونه چاپ سوي دي ځكه چي په كندهار كي چي كوم ادبي كتابونه چاپ سوي دي ټول دلته موجود دي او هرڅوك كولاى سي چي مطالعه يې كړي ، همدارنګه ده وويل چي ټولي چاپي رسنۍ هم دلته موجودي دي ، كه څوك وغواړي چي په كندهار كي پر چاپي رسنيو وږغېږي نو له دغه كتابتون څخه ښه ګټه اخيستلاى سي .
بل ځاى چي ماته يې ښه خوند راكړ هغه داو چي دهري ادبي ټولني غړي دلته ناست وه او پر خپل نوبت يې خپل شعرونه او ترتيب سوي مضامين د سټېج پر مخ وويل او دګډونوالو له خوا په چكچكو بدرګه كېدل چي دا نو واقعي د خپلواكو فرهنګي ټولنو د ګډي هستې تصديق كاوه .