مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتونخوا:دافغان محصلینود اتحادئې کلنی غونډه وشوه

ډاکټرنجیب ننګیال

 

په پاکستان کې تحصیل کونکي افغان محصلین په پاک افغان روابطو ښې اغیزې کولی شي. میا افتخار حسین
په پیښور پوهنتون کې به د افغان محصلینو هر ډول ستونزې هواروم: ډاکټر عظمت حیات.
د افغان محصلینو د روزنې په برخه کې د پاکستان مننه کوو. افغان قونصلر
د افغان محصلینو اتحادئې (خیبر پښتونخوا) پرون د مارچ په ۲۶ خپله کلنی غونډه وکړه په غونډه کې شاوخوا ۴۰۰ محصلینو ګډون کړی وو، د غونډې مشري په پیښور کې افغان قونصلر صالح محمد شیرزي صاحب وکړه، ځانګړی میلمه يې د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وو.

مشران میلمانه د پیښور پوهنتون رئیس پروفیسر ډاکټر عظمت حیات ، د شیخ زید د اسلامي مطالعاتود مرکز مشر ډاکټر دوست محمد خان، په پیښور کې د مهاجرینو د چارو رئیس حاجي مصری خان مومند، د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز مشر قاضي محمد حسن اسلامي، د مولانا عبدالرحمن جامي د درالمعلمین مشر انجینررحمت الله بارکزی، د ابن سینا دارالمعلمین رئیسه بی بی مستوره جانه وه .

همداراز په پاکستان کې میشت د نورو پوهنتونونو د محصلینو استازو کې د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد نه محمد ولی کاکړ او ګل رحمن منګل، د فیصل اباد د زراعت پوهنتون استازي ، د عبدالولي خان پوهنتون مردان استازي، د پرسټن پوهنتون استازي، د ای ایم سائنسز استازي، د ای سی ام اس استازي، د سرحد پوهنتون استازي، د اقرا پوهنتون استازي، د ایوب میډیکل کالج استازي، د خیبر میډیکل کالج استازي ، د انجینری پوهنتون استازي، د اسلامیه کالج استازي، د خیبر پښتونخوا د زراعت پوهنتون استازي او د مدنی او فرهنګي ټولنو استازو په شمول ګڼو افغان سوداګرو په غونده کې برخه اخیستې وه.

غونډه د پیښور کیمپس د افغان محصلینو لخوا په ارباب روډ شام هوټل کی دایره شوې وه. غونډه د قاري ذاکر الله لخوا د قران مجید په څو مبارکو ایتونو پیل شوه، د دریځ چارې ډاکټر رفیع الله او ډاکټر نجیب ننګیال پرمخ بوتلې، د میلمنو هر کلی د ریاض الله درمل، د اتحادئې په لاس ته راوړنو انجینر وحیدالله او افغان محصلینو ته په ورپیښو ستونزو د افغان محصلینو د اتحادئې رئیس محمد حاشر رڼا واچوله.

په وینا والو کې د پیښور پوهنتون رئیس پروفیسر ډاکټر عظمت حیات په خپله وینا کې د غونډې د منتظمینو ستاینه وکړه او ورته ئي په پیښور پوهنتون کې د ورپیښو مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ. نوموړي د پیښور پوهنتون په هر ډیپارتمنت کې د افغان محصلینو لپاره د دوه دوه نورو سیټونو وعده وکړه ، افغان محصلین ئي خپل بچیان وګڼل او د لازیاتو همکاریو هیله يی څرګنده کړه، ورپسې ډاکټر دوست محمد خان په خپله وینا کې د افغانانو په ځلانده تاریخ رڼا واچوله او زیاته ئي کړه چي د شیخ زید داسلامی مطالعاتو د مرکز د مشر په حیث هر راز همکاری ته تیاریم.

ورپسی افغان قونصلر صالح محمد شیرزي په خپله وینا کې محصلین لا پراخو زده کړو ته تشویق کړل او د تحصیل په برخه کې يي د پاکستان د حکومت د مرستی ستائنه وکړه.

له هغه وروسته د غونډې ځانګړي میلمه د اطلاعاتو ایالتي وزیر میاافتخار حسین په خپله وینا کې خوښي څرګنده کړه چې د افغان محصلینو په دومره درنه غونډه کې ګډون کوي. نوموړي په لر او بر پښتنو غږ وکړچې د ترهه ګری پر خلاف په شریکه مبارزه وکړي او نور ملتونه له ناخوالو وژغوري، همدا راز افغان محصلینو سره یی د هرراز همکاری وعدې وکړې.

د غونډې په پای کی میا افتخار حسین ، افغان قونصلر صالح محمد شیرزي او د پیښور پوهنتون رئیس ډاکټر عظمت حیات صاحب ته د افغاني کلتور له مخي پټکی ورپه سر شوې او د غونډی په نورو برخوالو کې د مهاجرینو رئیس مصری خان مومند، انجینر رحمت الله، بی بی مستوره جانه، محمد ولي کاکړ، ګل رحمن منګل ، ډاکټر رفیع الله، عتیق الله ، محمد حاشر ، ډاکټر صدیق افریدی او قیس افغان ته په ښو فعالیتونو شیلډونه ورکړل شول. په اخر کې د غونډې ګډونوالو ته د ډوډی پروګرام هم شوی وو.
 پیښور پوهنتون

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery