په پیښه کي هغه زخمي چي د دوه غبروګو مرمیو په خوړلو سره بیا هم ژوندۍ پاته سوی وي دبېنوا همکارانو ته د نوم نه ښولو په شرط وویل چي پرما مخامخ پولیسو ټوپک ونیو او دخبرو پرته ئې راباندي ډزي وکړې . نوموړي زیاته وي پولیسو یوازي د ځان دویري هر خوا ډزي کولې .
دا په داسي حال کي ده چي دکندهار والي بیا وائې چي د مظاهره کوونکو منځ کي وسلوالي ډلې وې هغوی پر امینتي کسانو ډزي کولې او ولسي مرګ ژوبله ئې واړول . دکندهار والي ښاغلي توریالي ویسا زیاتوي چي پولیسو هغه کسان نیولي دي چي لاسي بمونه ئې لیږدول .
خو عیني شاهدان او دکندهار عام ولس بیا دوالي دا ټولي خبري په کلکو ټکو ردوي او والي په درواغو ویلو تورنوي . دوئ وائې چي په کندهار دولت همیشه د خپلو بېکفایتیو په پټولو کي د مطبوعاتو له لاري دولس په سترګو کي دخاوري شندولو کوښښ کوي .
د کندهار یو وتلي ورزش کار بېنوا ته په تیلفون کي دنوم نه ښولو په شرط وویل چي د حبیبي واټ پر غاړه ئې په خپلو سترګو لیدل چي دقومندانۍ پولیسو دځان له وهمه مخامخ پر مظاهره کوونکو ناتار ډزي کولې نوموړي دخپلو خبروپه ترڅ کي وویل (( والي درواغ وائې ، قومندان امنیه درواغ وائې ، که دمظاهره کوونکي په منځ کي مخالفین وسلوال واي نو بیا ولي پولیس نه وویشتل ، دوی دي یو پولیس په مرمۍ ویشتل سوی میډایا ته ښکاره کي ، دا ټول پولیسو وویشتل پردې ځای دغه پولیسو یوه میاشت مخکي هم عام وګړي د زرنګار صالون په پیښه قتل عام کړي ، چار واکي یوازي د درواغو په ویلو ځان د مسولیته نسي خلاصولای ))
د کندهار د بریښنا ریاست یو مدیر چي په لومړۍ ناحیه کي اوسیږي بېنوا ته دنوم نه ښودلو په شرط وویل (( موږ خپل زخمي سوي ملګري تر روغتونه پر موټرسایکلو رسول ، په لاره کي پولیسو نه پریښولو چي ددوی خواته ورنږدې سو . کله چي مو مخته د تلو اراده وکړه نو پولیسو پرموږ ډزي پیل کړې ، زما مخته دوه کسه وغورځیدل ، زما یو بل ملګرې چي زخمي ئې نیولوو او پر موټر سیکل شاته سپور وهغه ئې پر پښه وویشته دوی ، دوی دکندهاریانو یوازني قاتلان دي ))
په میرویس روغتون کي یو ټپي سوي کس بېنوا ته دخپلو خبرو پر مهال وویل (( د کندهار پولس یوازي پر خلکو د ټکانو کولو پهلواني ښه کوي نور نو هیڅ کمال په دوی کي نسته ، زموږ چارواکي ټوله غداران دي ، زموږ څه ګناه ده چي دوی مو وژني کرزی باید چي والي او قومندان پسي واخلي دوی محکمه کي ، خدای دي مو له داسي قاتلانو خلاص کي، دوی زموږ دژوند هیڅ پروا نه لري .
په داسي حال کي چي کندهاریان دولت ته سخت په غوصه دي تر اوسه لا نده معلومه چي ټول ټال څومړه ولسي وګړي په دې اخ ډب کي وژل سوي دی هغه څه چي دروغتیا ریاست لخوا معلوم دي په دې پیښه کي ۸۲ کسان ژوبل سوي دي او ۱۲ مړه دي خو تر څنګ ئې هغه چي نژدې شخصي روغتونونو ته وړل سوي دي دهغو لا شمیره نده معلومه . داسي ښکاري چي د مرګ ژوبلي کچه تر سلوډیره اوښتې ده
په میرویس روغتون کي د بېنوا همکار روغتیاپالان وائې چي دلته د ځینو زخمیانو حالت سخت خراب دي او ښائې دمړو شمیر نور هم ډير سي .
په داسي حال کي چي چارواکي تور لګوي چي مظاهره کونکو دولتي او ملکي شتمنیو ته زیان اړاوه خو لاندي ویډیو کي تاسي خپله وینې چي هغه کسان چي ملکي شتمنیو ته زیان اړه وي د نورو عامو خلکو لخوا د هغه په نه کولو رهنمائې کیږي په دې ویډیو کي یو کس یو لوحه په بیلچه وهي خو بل وګړې ئې دې کار ته نه پریږدي .