مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انجمن ترقي پسند مصنفين بنو مياشتنۍ غونډه وشوه

ګوهر وزير


[رپورټ: ګوهر وزير]

د يک شنبې په سحر لس بجې د انجمن ترقي پسند مصنفين بنو مياشتنۍ لېکچري غونډه د ښاغلي بنارس خان خټک په مشرۍ پرمختګ بنو کښې وشوه ـ د غونډې نظامت عصمت الله اسير ، تلاوت ديدار وزير او روداد محب وزير وليکلو ـ غونډه کښې د اېجنډې تر مخه د ٫٫د جديد پښتو غزل لب او لهجه،، په عنوان د جاوېد احساس لېکچر وۀ ؛ خو د هغۀ د نۀ راتګ په سوب د ټولو ملګريو په خوښه ٫٫د پښتو د نوي نوزي غزل ــ يوه جائزه،، تر سرخط لاندې مذاکره وټاکل شوه او پرېکړه وشوه چې جاوېد احساس به راتلونکې غونډه کښې ٫د جديد پښتو غزل لب او لهجه،، په عنوان خپله وېنا کوي ـ

په موضوع د وېنا شروع محب وزير وکړه ، دۀ ووئيل چې مونږ له وړومبے د نوي او نوي نوزي غزل تر مينځه فرق ښودل ضروري دي ـ نوے غزل د نظرياتو او يوې خاص دورانيې پيداوار دے ـ کله چې شلمه پېړۍ کښې د ازادۍ د تحريکونو دوره وه او د کميونسټ او کېپټلسټ بلاک تر مينځه يو سوړ جنګ په درز کښې وۀ او د نوے نوزے غزل د فرد د داخلي نړۍ پيداوار دے ـ دا په نړيواله سويه د سارتر د وجودي فلسفې نه رازېږېدلو رويو نه رازېږېدلے دے ـ ديدار وزير ووئيل چې نوي نوزي غزل په وړاندې د اخفاء ستونزه شديده وه چې د افغان انقلاب نه پس را ولاړه شوې ده او دغي غزل دغه ستونزه ډېره په ښکلي انداز ترسره کړې ده ـ  ګوهر وزير ووئيل چې څنګه چې د نوي نوزي غزل ليکونکي د ګوتو په شمېر دي ، دارنګې ئې لوستونکي هم بېخي کم دي ـ

د غونډې مشر بنارس خان ووئيل چې نوے نوزے غزل د نرمې او لطيفې لهجې نه عبارت دے او د جذبې نه خالي دے ، دۀ په مجموعي توګه غونډه کښې د ملګريو په بحث د اطمينان څرګندونه وکړه.
د تفصيلي بحث نه وروستو يوه ازاده مشاعره وشوه چې عصمت الله اسير ، سيماب وزير ، ديدار وزير او نورو پکښې کلامونه واورول ـ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery