مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اخیر واشنګټن پوست د اوباما د پیدایښ سند خپور کړ

ژباړن: نبي حبیبي

واشنګنټن پوست: سپینی ماڼۍ  د رئیس جمهور باراک اوباما تذکره هغه وخت نشر کړه چۍ بعضو امریکایانو پدی شک ښوولۍ وو چۍ اوباما په امریکا کي نه وو پیدا شوې. د نشر شوي تذکرې مطابق اوباما د هاوایي په ولایت کۍ پیدا او پدې اساس دې کولای شي چي د امریکې رېس جمهور پاتي شي.
اګر چي ریس جمهور پدا رنګه مسایلو خپله خواشینی هم ښوولې  خو د سپیني ماڼۍ ویاند جۍ جیری وایې چي رئیس جمهور اوباما ته دخپل  زږیدني دځای په مسئلې غږیدل یوه فرعي مسئله ښکاري اونه غواړي چي دا وړه مسئله په سیاسي مناظرو تبدیله شي. دده په نظر دارنګه مسائل په امریکې کي د ډیر وخته حل اوفصل شوي مګر بعضي مخالفو سیاسي ګوندونو دا مسئله د خپلو سیاسي اهدافو او ګټو لپاره ژوندۍ ساتلې ده.
هغه تصدیقنامه چی کاپیولاني ماټیرنیټي د شفاخاني د ډاکتر مطابق امضاء شوې، باراک حسین اوباما په کال ۱۹۶۱ میلادی د آګست د میاشتي په څلورمه  د ماښام په ۷:۲۴ د هانالولو په ښار کي دې دنیا ته سترګي زیږدولي وې.  د یاهو خبر مطابق په تذکره کي د باراک اوبا ددین په باره کي څه ندي لیکل شوی مګر دا ذکر پکښي شوي چي پلار یې ۲۵ کلن  کینیا الاصل او مور یي د امریکې د کنساس د ولایت وه. مګر د نورو خبري سایټونو مطابق باراک حسین اوباما یو مسلمان الاصل او تر شپږم صنفه پوری د انډونشیا په یوه جزیره کې په یوه اسلامي مدرسه کي د قرانکریم په درس لوستلو بوخت وو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery