موضوع :
په کندهار کي د افغان یونایټيد ښونیز مرکز د تیر يوه کال په لړکي دهمدې تعليمي مرکز د اداري ،تدريسي او فرهنګي فعاليتونو را پور
هدف : ترڅو دهمدې ګذارش په لړ کي دتير يوکال ټول فعاليتونه څر ګند سي
ګذارش اخيستونکي : بېنوا ويب سايټ
ګذارش ور کوونکى :دهمدې تعليمي مر کز اداره
کاري کړني :
تدريسي فعاليتونه
دتدريسي نصاب منابع
· دافغانستان داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دانستيتوت متفرق تدريسي ماخذونه
· دافغانستان منجمنت انستيتوت متفرق ماخذونه
· دجاپان هيواد داوپک سينټر تدريسي ماخذونه
· داستاد نوراحمد قرانمل په تاليف داداري او منيجمنټ سلايډونه
تدريسي پروګرام
پر دې بنسټ چي دتير ١٣٨٩ لمريز کال دثور پر لمړۍ نېټه دغه تعليمي مر کز دپلان سوي پاليسي له رويه خپله ستراتېژي تر کار لاندي نيولې ده لاندي تدريسي فعالتونه تر سره سوي دي
لمړئ : دهمدې تعليمي مرکز لمړۍ دوره چي ثور پر لمړۍ نېټه پيل دخپل عملياتي پلان په لړ کي٩٥ تنه زده کوونکي تر زده کړي لاندي نيولي چي ٧٣ تنه يې دلاندي curriculum په لرلو سره د٤مياشتو په لړ کي د٣٠٩ تدريسي کريډيټ په در لودلو فارغ کړيدي
الف : په اداري زده کړو کي دleader ship , HR, او financeمديريتونو کي په ١٠٣تدريسي ساعته کريديت
ب : دnew inter com په انګليسي سلسله کي ١٠٣ ساعته کرېډيټ
ج : په ms complete office دکمپيوتر په برخه ١٠٣ تدريسي ساعته کريډيټ
دادوره د١٣٨٩ لمريز کال داسد دمياشتي پر ٣٠ نېټه بشپړه سوې ده
ددوهمې تعليمي دورې تدريسي کړني
دوهمه تدريسي دوره چي د١٣٨٩ لمريز کال دسنبلې دمياشتي پر ١٦ نېټه پيل سوې او دقوس پر ١٦ نېټه بشپړه سوې ده لاندي کاري کړني لري
دټاکل سوي انکشافي پلان له رويه ١٢٠ تنه زده کوونکي تر کار لاندي نيوله سوي چي فراغت يې ٩٥ تنه درلودلى دى
الف : په اداري زده کړو کي دleader ship , HR, او financeمديريتونو کي په ١٠٣تدريسي ساعتونو فارغ
ب : دnew inter com په انګليسي سلسله کي ١٠٣ ساعته کرېډيټ
ج : په ms complete office دکمپيوتر په برخه ١٠٣ تدريسي ساعته کريډيټ
فوق العاده سيمينار
ددې تر څنګ دژور ناليستکي اساساتو په لړ کي يې دcommunication يا ژورناليستي ارتباط په برخه دهيواد تلويزيون ١٨ تنه پر سونل د٢هفتو په لړ کي روزل سوي
درييمي تعليمي دورې تدريسي کړني
روانه درېيمه دوره چي د١٣٨٩دحوت دمياشتي پر ١٦ نېټه پيل سوې ده د١٣٩٠لمريز کال دجوزا دمياشتي تر ١٦ تاريخ پوري دوام لري
په دې دوره کي ١٨٠ تنه همدا اوس په لاندي برخو کي تر تريننګ لاندي
الف : په اداري زده کړو کي د,projectاو financeمديريتونو کي په ١٠٣تدريسي ساعتونه
ب : دnew inter com په انګليسي سلسله کي ١٠٣ ساعته کرېډيټ
ج : په ms complete office دکمپيوتر په برخه ١٠٣ تدريسي ساعته کريډيټ
فرهنګي فعاليتونه
لمړئ سيمينار
د١٣٨٩ لمريز کال داسد پر ٦ نېټه په کندهار دمبتکر او پاخه شاعر احمد فاني دشعرونو په اړوند څېړنيز سيمينار را غوښتل سوي چي دسلګونو فرهنګيانو په ګډون تر سره سوى دى په دې سيمينار کي درنو ليکوالو او شاعرانو :
حاجي غلام نبي سعيد ، جلال الرحمن شرر، بشيراحمد بشارت ، ګران اغا الفتيار ، عبدالله ستوري ، خليل احمد څارن او استاد نوراحمد قرانمل علمي او څېړنيزي مقالې لوستلي دي
دوهم سيمينار
په کندهار دمبتکر او پاخه شاعرښاغلي حاجي غلام نبي سعيد دشعرونو په اړوند څېړنيز سيمينار را غوښتل سوي چي دسلګونو فرهنګيانو په ګډون تر سره سوى دى په دې سيمينار کي درنو ليکوالو او شاعرانو :
حاجي غلام نبي سعيد ، جلال الرحمن شرر، بشيراحمد بشارت ، ګران اغا الفتيار ، عبدالله ستوري ، خليل احمد څارن، سيد اغا وطنيار او استاد نوراحمد قرانمل علمي او څېړنيزي مقالې لوستلي دي
درېيم سيمينار
په کندهار کي دپاخه شاعر ګران اغا الفتيار دشعرونو په اړوند څېړنيز سيمينار را غوښتل سوي چي دسلګونو فرهنګيانو په ګډون تر سره سوى دى په دې سيمينار کي درنو ليکوالو او شاعرانو :
حاجي غلام نبي سعيد ، جلال الرحمن شرر، بشيراحمد بشارت ، ګران اغا الفتيار ، عبدالله ستوري ، خليل احمد څارن او استاد نوراحمد قرانمل علمي او څېړنيزي مقالې لوستلي دي
څلرم سيمينار
١٣٨٩لمريز کال دحوت پر ١٨ نېټه په کندهار دمبتکر او ځوان شاعر بشيراحمد بشارت دشعرونو په اړوند څېړنيز سيمينار را غوښتل سوي چي دسلګونو فرهنګيانو په ګډون تر سره سوى دى په دې سيمينار کي درنو ليکوالو او شاعرانو :
استاد حيات الله رفيقي ، استاد محمد مهدي خليق ، استاد نجيب الله هوتکي حاجي غلام نبي سعيد ، ثنا الله مخلص ، ګران اغا الفتيار ، عبدالله ستوري ، او استاد نوراحمد قرانمل علمي او څېړنيزي مقالې لوستلي دي
مطبوعاتي فعاليتونه
دلمړۍ ټولګي چاپ
په لمړي ځل په کندهار دهمدې تعليمي مر کز لخوا ددرنې خور ميرمن فاطمې تقوي په کلاسيک فورم کي ناول (( ولي دي بد را سره وکړه )) د١٣٨٩ لمريز کال په اسد مياشت کي دهمدې تعليمي مر کز په مالي لګښت چاپ سوي دى
ددوهمي ټولګي چاپ :
د١٣٨٩ لمريز کال په قوس مياشت کي ددرانه شاعر حاجي غلام نبي سعيد دشعرونو کتاب ١٠٥ مخنو په ظرفيت دهمدې تعليمي مر کز له لوري چاپ سوى دى
ددرېيمي ټولګي چاپ
د١٣٨٩ لمريز کال دجدي په مياشت کي ددرانه استاد حيات الله رفيقي مغتنم او علمي اثر ادبي ښکلاوي د٢٣٠ مخونو په درلودلو سره دهمدې تعليمي مر کز په مالي لګښت چاپ سوى دى
عامه خدمتونه
دسيمي دځوانانو دروزني په موخه يو مجهز کتابتون دمرزاحنان بارګزي په نوم جوړ سوى دى چي د(٥١٤)عنوانه په تعداد په متفرقو ، ديني و ساينسي ، اجتماعي ، سياسي ، کلتوري برخو کي کتابونو په لرلو سره فعاليت لري
اداري تشکيل :
نوموړي تعليمي مر کز دلاندي تشکيل په لرلو سره خپل پروګرام دتېر يوه کال او ١٣ ورځو په لړ کي پرمخ بېولى دى
مدير ١ تن
داداري زده کړو ١ښوونکى يو تن
دانکليسي زده کړو ښوونکى ١ تن
دکمپيوتر ښوونکى ١ تن
کتابدار ١ تن
خانه سامان ١ تن
ملازم ١ تن
په درنښت
داړوند تعليمي مر کز مدير ن قرانمل
کندهار