مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کښي دHIV/AIDS په هکله علمي ورکشاپ

دکندهار دښاري پولي کلینيک دکنفرانسونو په تالار کښي  دHIV/AIDS په هکله يو ورځنی ورکشاپ دنومبر پر دوويشت نيټه د سه شنبي په ورځ  دایر سو ، نوموړی ورکشاپ چه دسهار پر نهو بجو  دقران عظيم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پيل 

ولي شا طبيب - کندهار

دکندهار دښاري پولي کلینيک دکنفرانسونو په تالار کښي  د HIV/AIDS  په هکله يو ورځنی ورکشاپ دنومبر پر دوويشت نيټه د سې شنبي په ورځ  دایر سو ، نوموړی ورکشاپ چي دسهار پر نهو بجو  دقران عظيم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پيل  سو دماسپښين تر دوو بجو پوري ادامه پيدا کړه . دکنفرانس په شروع کښي ډاکتر عبدالجبار دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريس پرانستونکي وینا وکړه وروسته په وار سره ډاکتر شاه ولي پوپل  دروغتيا نړيوالي ادارې (WHO) دکندهار ددفتر مسئول  او القاسم اوري  دنړيوالي خوراک موسسي (WFP) مسئول  پرانستونکي  ويناوي وکړې . دکنفرانس په علمي برخه کښي دHIV/AIDSپه هکله دکندهار دطب پوهنځي ريس ډاکتر عبدالواحد وثيق  ، دطب پوهنځي استاد  ډاکتر پاينده محمد ارغندابي او ډاکتر  دطب پوهنځي استاد محمدناصر ناصري د نوموړي ناروغي په اړوند هر اړخيزه معلومات او څرګندوني برخوالو ته وړاندي کړې ، همدارنګه مولوي  عبدالحليم د اسلام له نظره دناروغي دمخنيوی لاري چاري بيان کړي .

په نوموړي ورکشاپ کښي دکندهار دشاوخوا یوولسو ولسواليو څخه دشپېتو په حدودو کښي ښځينه اونارينه روغتيايي کارکوونکو برخه اخيستې وه . نوموړي کارکوونکي به په خپلو کلنیکونو کښي نوموړي لارښوودني دکلیوالو مراجعه کوونکو تر غوږو ورورسوي

نوموړي ورکشاپ دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني او کندهار طب پوهنځي لخوا ترتيب سوی وو ، او دنوموړي ورکشاپ سره مالي مرسته دخوراک نړيوالي موسسي کړې وه .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery