سرچینه:.telegraph
خبریال: ټوبی هارنډن
ژباړه: لیمه غفوری
امریکا د طالبانو سره د روغی جوړی او خبرو اتر پروسه ګړنۍ کړې ده، چی له مخی یې په دې وروستیو څو ورځو کی په جرمنی او قطر کی د هغو طالب مشرانو سره لیدنی کړی دی چی باور کیږی د ملامحمدعمر نژدې کسان دی.
د طالبانو سره د خبرو اترو پروسه د بن لادین له وژنی (چی د مې پر دوهمه رامنځه ته سوه) وړاندی پیل سوې وه، هغه پېښه چی امریکایی او برطانوی دیپلوماتان باور لری د روغی جوړی پر خبرو او په راتلونکې جون میاشت کی د امریکایی سرتیرو د وتلو پر پروسه ژوره اغیزه لرلای سی.
ولسمشر اوباما چی په مټ یی د اسامه بن لادین د وژلو بریالی عملیات ترسره شوه، اوس فکر کیږی چی نموړی به د افغانستان څخه د زرګونو پوځیانو د ایستلو پر لارو چارو غور کوی. ددې د ترڅنګ برطانوی لومړی وزیر ډیویډ کامران هم تیاری څرګند کړی چی نموړی به د امریکایی پوځیانو د ایستلو سره هم مهاله برطانوی سرتیری هم باسی، چی اوسمهال یی په افغانستان کی شمیر لس زره کسو ته رسیږی، او ډیری برخه یی په مرکزی او سهیلی هلمند ولایت کی ځای پرځای دی.
تیر ځل د طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ ځکه ماته سوې وه چی د طالبانو هغه مشر چی د ناټو په الوتکه کی کابل ته د روغی جوړی لپاره وړل سوی و، ریښتنی مشر نه بلکی یو عام دوکاندار و چی د پیسو لاسته راوړلو په موخه یی امریکایان تیرایستلی وه. او ددې بغیر د روغی جوړی نوری هڅی هم ځکه درېدلی وې چی د طالبانو استازی باوری او تاید سوی کسان نه وه.
خو امریکایی چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼی ته ویلی دی چی د طالبانو سره اوسنۍ ترسره سوی خبری که څه هم په خپل لومړنی حالت کی دی خو ګټه یی دا ده چی طالب اړخ اصلی طالبان او د طالب مشر ملا محمد عمر نژدې کسان دی.
یو لویدیځی چارواکی تاید کړې ده چی امریکا دطالبانو سره مخامخ اړیکی لری، چی د روان کال لپاره یی د امریکا په پالیسی کی ژور بدلونونه راوستی دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ هالبروک ځایناستی مارک ګراسمن ته د طالبانو سره د خبرو اترو او د امریکایی سرتیرو د وتلو لپاره د لاری هوارولو په وجه (مسټر ریکنسیلیشن) یا (ښاغلی پخلاینه) نوم ورکړل سوی دی.
په دې برخه کی طالبانو هم خپل شرطونه (چی یو یی د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو سمدلاسه وتل دی) کمزوری کړی دی. او د ګونتنامو د زندان څخه یی د خپلو شل تنه جنګیالیو د ایله کولو غوښتنه کړې ده.
خو امریکایان وایی چی د طالبانو سره د روغی جوړی په دغه لړۍ کی د حقانی ډلی توندلاری طالبان چی د پاکستان پر پوله او شمالی وزیرستان کی متمرکز دی برخه نه ده اخیستې.
له بلی خوا د طالبانو سره د سولی او روغی جوړی خبرو د کرزی مخالف سیالان (غیرپښتانه- عبدلله عبدلله او د هغه پلویان) په غوسه کړی دی څوک چی په افغانستان کی د دموکراسۍ د پلی کولو ادعا کوی. او ښایی د طالبانو سره سوله د هغوی سره د کابل د واک د شریکولو په قیمت هم تمامه سی.
د فروری په میاشت کی هلری کلنټن ویلی وه چی امریکا به نور د طالبانو سره د روغی جوړی په پروسه کی پر هغو شرایطو ټینګار نه کوی چی له مخی یی هغوی اړ وه چی افغان اساسی قانون ومنی او یا د القاعده ډلی څخه ځان بیل کړی. او زیاته کړې یی وه چی هرډول شرایط به د طالبانو سره د خبرو اترو وروسته وړاندی کیږی.
د طالبانو سره د خبرو اترو موضع به د بحس د هغی اجنډا په سر کی وی چی راتلونکې اونۍ د برطانیې د لومړی وزیر ډیویډ کامرن او ولسمشر اوباما ترمنځ صورت نیسی.
په امریکا کی د برطانیې سفیر نیګل شینوالډ وایی چی نموړی د هغی (سیاسی یا خبرو اترو لړۍ) چی په فروری کی د هیلری کلنټن لخوا ورته اشاره سوې وه اغیز ته ډیر سترګی په لاره دی چی د هلری کلنټن په وینا هغه سیاسی یا دیپلوماتیکه څپه ده چی د نظامی هغی وروسته راځی.
ددې ترڅنګ د ۲۰۱۴ کال تر پایه و افغان ځواکونو ته د بشپړ واک سپارل هم د طالبانو سره د روغی جوړی بغیر شونی نه وه. او برطانوی دیپلوماتان باور لری چی امریکا په دې ورستیو کی د لندن دریځ خپل کړی دی چی له مخی یی د ځانګړی استازی مارک ګراسمن هڅی د یادونی وړ دی: په دې اړه په امریکا کی د برطانیې سفیر وایی: ؛ موږ باور لرو چی په راتلونکو میاشتو کی به امریکا په افغانستان کی د خپلو سرتیرو شمیر ټیټوی او که دا شونې وی نو برطانیه به هم د خپلو سرتیرو ایستل پیل کړی.