د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو انستتیوت ATVI له ۱۰۰۰ څخه زیات فارغان ټولنې ته وړاندې کړل
د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو د انستتیوت د محصلینو د دریمې دورې د فراغت په ویاړ جوړ شوي جشن کې د دې انستتیوت د دریمې دورې ۱۰۰۹ کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
په هغه غونډه کې چې د ۱۳۹۰ کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه د همدې انستتیوت په انګړ کې جوړه شوې وه، د هیواد د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ، یو شمیر معینانو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، لوړ رتبه دولتي اراکینو، د پوهنې له نظام سره د نړیوالو همکارو موسساتو مسوولینو، د نوموړي انستتیوت مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د پوهنې سلګونو مینه والو ګډون کړی وو.
د غونډې په لومړي سر کې د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو د انستتیوت رییس ښاغلي سردار محمد روشن د محفل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د همدې تعلیمي موسسې د جوړیدو موخې یې په لنډه توګه تشریح کړې، افغانانو ته یې د مسلکي او تخنیکي زده کړو په پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو انستتیوت یې د دې زده کړو په لاره کې یوه بریالۍ نمونه و بلله چې د خپل درې کلن فعالیت په نتیجه کې یې د دریمې دورې په شمول له ۲۰۰۰ څخه زیات کسان د مسلکي فارغ التحصلانو په توګه ټولنې ته وړاندې کړي او د مخکینو دورو د فارغ شوو کسانو ۷۰٪ د خپلو ځانونو لپاره د مناسبو دندو په پیدا کولو بریالي شوي دي. همدارنګه ښاغلي روشن زیاته کړه چې ډیر ژر به د نړیوالې ټولنې په مرسته د دې انستتیوت سره څیرمه د ښوونکو د روزنې لپاره د یوه نوي تعمیر جوړیدل پیل شي او موږ دغه ژمنه د امریکا د اردو د انجنیرۍ څانګې څخه تر لاسه کړې ده.
غونډې ته د خپلې وینا په ترځ کې د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د مسلکي او تخنیکي زده کړو په پراختیا، د همکارو موسساتو تر منځ پر همغږۍ، د مسلکي زده کړو موسساتو ته د نوو تعمیراتو پر جوړولو، مسلکي زده کړو ته د معیاري نصاب پر برابرولو او د همدې موسساتو لپاره د مسلکي استادانو په روزنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:
د خوښۍ ځای چې د افغانستان د پوهنې نظام د ورځې په تیریدو سره د لوړ معیار په لوري ګامونه ږدي او د هیواد په کچه هغو سترو ګواښونو او اړتیاوو ته ځواب وایي چې د مسلکي کدرونو د کمبود او نشتوالي په لاره کې یې لري. نن دا دی ۱۰۰۹ فارغین د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو انستتیوت افغان ټولنې ته وړاندې کوي چې د مسلکي کدرونو د سرچینو په لاره کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.
د افغانستان د پوهنې وزیر د مسلکي او تخنیکي زده کړو انستتیوت یوه فعاله او بریالۍ موسسه و ګڼله او ویې ویل چې دغه موسسه په ۱۳۸۸ کې د نوموړې تعلیمي موسسې د رییس ښاغلي سردار محمد روشن او د پوهنې له چارو سره د یوه شمیر همکارو موسساتو په همکارۍ رامنځته شوه او په بریالیتوب سره یې دوې دورې فارغان ورکړي او نن یې د دریمې دورې د فراغت د جشن شاهدان یو. دغه انستتیوت نه یوازې په مرکز کې د ۳۵۰۰ محصلینو په روزنه بوخت دی چې ۳۳٪ یې ښځینه دي بلکي د دې انستتیوت د لغمان په څانګه کې هم ۱۱۰۰ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او د دې انستتیوت مشرتابه پلاوی د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکي زده کړو له معینیت سره په مشاورتي برخه کې همکاري کوي او هڅه روانه ده څو د افغان ټکنالوجۍ انستتیوت چې څه وخت د مخه تاسیس او د ثانوي تخنیک په انګړ کې یې د ودانۍ د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه د دې بریالي ماډل په تجربو او نوښتونو سره سمبال کړو.
د پوهنې وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل: چې اوس مهال تخنیکي زده کړو ته په هر کال کې زموږ د شاملانو ظرفیت یوازې ۸۰۰۰ محصلین دی خو موږ هڅه کوو چې دغه شمیره هر کال ۵۰۰۰۰ محصلینو ته لوړه کړو. موږ همدارنګه په نظر کې لرو چې سږ کال ۳ نور مسلکي انستتیوتونه او ۴۱ تخنیکي ښوونځي جوړ او ۹ انستتیوتونو ته تعمیرونه جوړ کړو چې د دې شمیر په اضافه کولو سره به زموږ د تخنیکي او مسلکي موسساتو شمیر په ۱۳۹۰ کال کې له ۱۰۰ بابه څخه ۱۴۴ بابه ته لوړ شي.
د خپلې وینا په پای کې د پوهنې وزیر د ټولنې د هراړخیز پرمختګ او انکشاف یوازینۍ سرچینه د نوموړې ټولنې بشري منابع و ګڼل چې د پياوړ، علم پالو او مسلکي کدرونو په روزلو سره موږ کولای شو چې په خپل هیواد کې د هراړخیز انکشاف پرمختګ رامنځته کړو او په دې لاره کې ضروري ده چې هر افغان د هیواد له آبادۍ سره مینه او خواخوږي د خپل ژوند یوه نه بیلیدونکې برخه و ګرځوي او د بهرنیانو په تمه نه وي چې زموږ هیواد به راته آبادوي او زموږ سوی ګلبڼ به راته سمسور کوي بلکي دا کار به خپله افغانان کوي، د خپلې دیني وجیبې او ملي روحیې په اساس به یې کوي.
نورو ویناوالو هم د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو د دریمې دورې جشن د خپلو خبرو په ترځ کې و ستایه او هغه یې زموږ د هیواد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه و ګڼله. همدارنګه په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د پوهنې د نظام خواخوږو یو ځلې بیا ژمنه وکړه چې دوی به له افغانانو سره د مسلکي او تخنیکي کدرونو د روزلو په برخه کې ونډه اخلي او خپلو مرستو ته به په دې لاره کې ادامه ورکوي. غونډه د بریالیو فارغانو ته د بری لیکونو په ویشلو، د ساختماني موادو د لابراتوار د هغې ودانۍ په پرانیستلو چې تیر کال یې د پوهنې وزیر د بنسټ ډبره ایښې وه او یو شمیر داسې غرفو په کتلو سره پای ته ورسیده چې د خصوصي سکتور په برخه کې د مختلفو کمپنیو له لوري برابرې شوې وې او نوو فارغانو ته یې د دندو په پیدا کولو کې خپل چمتوالی څرګند کړ