لودين
په كندهار كي د بشري حقونو خپلواك كميسيون ددي ولايت د ماشومانو پر حالت انديښمن دى او وايي چي د زده كړي څخه بې برخي دي او شاقه كارونه پري كيږي چي بايد مخنيوى يي وسي .
په داسي حال کي چي دوې اونۍ مخكي په کندهار کي نوى ښوونيز کال پيل سوى دى ، دبشري حقونو دخپلواک کمېسيون دکوچنيانو دبرخي مسولين خبر ورکوي،چي په کندهار کي داټکل له مخ٧٠ سلنه ښځينه او ۴۰سلنه نارينه کوچنيان د زده کړو څخه محر وم او د همدي محروميت له امله په زرګونه كوچنيان په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.
په کندهار کي دبشري حقونو دكوچنيانو دبرخي مشر شمس الدين تنوير زياتوي،چي دامهال په کندهارکي دكوچنيانو حالت داندېښنې وړ دى او پرې درانه ا وشاقه کارونه کيږي .
دغه كوچنيان چي زياتره برخه يې دکم عمرلرونکي دي وايي،چي روانو جنګ جګړو ورڅخه پلرونه اودکورسرپرستان اخيستي او اوس مجبور دي ،چي دخپلي کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي.
دوئ زياتوي،چي که چيري دولت ورسره مرسته وکړي او دزده کړي په خوا کي ورسره اقتصادي مرستي هم تر سره كړي ،نو چمتو دي ،چي په ښوونځيو کي زده کړي ترسره کړي.
دكندهار دپوهني رياست وياند عبدالبصير مجددي دبشري حقونو دا ادعاوي نه ردوي او نه هم تائيدوي .
مجددي وايې چي ددوي لخوا په ښار او ولسواليو كي زياتي تړلي ښوونځي خلاص سوي خو په ځينو ولسواليو كي هم دنارينه او ښځينه زده كوونكو پر مخ ښوونځي تړلي دي او هڅه كوي چي تړلي ښوونځي هم خلاص كړي
هغه وايې چي يو شمېر كسان نه غواړي په خپلو اولادونو زده كړي وكړي نو په هغوي باندي شاقه كارونه كوي چي ټول مسووليت يي خپلو والدينو دى .
په همدې حال کي دکندهاردکار،ټولينزو چارو،شهيدانو او معلولينو د رياست رئيس رفيع الله مجدي وايي،چي زيات كوچنيان دزده کړو محروم او پرې درانه کارونه کيږي،خو زياته يې کړه چي زيات شمېر ددې كوچنيانو څخه يې دامهال په روزنيزو او حرفوي کورسونو کي هم شامل کړى دي.
نوموړي وايې چي دبې سرپرسته كوچنيانو لپاره يې روزنتون جوړ كړي او هلته روزل كيږي .
دچارو كارپوهان وايې كه د كوچنيانو ته د زده كړو زمينه برابره نسي او همداسي په كوچنيوالي كي ورباندي درانه او شاقه كارونه وسي نو پر ټولني به يې منفي پايلي ډېر ژر راڅرګندي سي