مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خوست : د ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کيښودل شوه

ځدران
 
په خوست ولايت کې  ملکي هوايي ډګر چې داسماعيل خيلو او تڼيو ولسواليو ترمېنځ پرته پراخه سيمه کې جوړيږي ، د پنځم په ورځ يې دچارديوالۍ دجوړونې چارې پيل شوې .
دچارواکو په وينا چې دهوايي ډګر دلومړنيو ساختماني کارونو دترسره کيدا په خاطر څه کم دوه ميليونه ډالر منظور شوي دي او جوړيدا به يې داولايت  دزون په کچه په يو تجارتي مرکز بدل شي .
دملکي دهوايي ډګر دپيلدا په مراسمو کې  دخوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ، امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي  ، ولايتي شورا ريس مراد خان منګل او دهمدې شورا غړو ، دخوست څارګري ادارې ريس جنرال عبدالوسع احمدزي  ، په جنوب ختيځ زون کې دملي اردو د ٢٠٣ تندر قول  اردو دلومړۍ پلي لوا قوماندان بریدجنرال محد ناصر هدايت  دعلماو شورا ريس شاه محمد ، دشيخ زايد پوهنتون ريس دوکتور ګل حسن وليزي ، مستوفي جنت ګل ، ديني عالمان مفتي حبيب الرحمن  ولسوالانو او ګن شمير دخوست د بيلا بيلو قومونو مخورو مشرانو ګډون درلود مراسم دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول ورپسي خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپله وينا کې د ملکي هوايي ډګر دجوړيدا په تړاو څرګندوني وکړي ده وويل چې دملکي هوايي ډګر په جوړيدو سره  دهيواد اقتصادي نظام پياوړی کيږي همداشان خلک د ټرانسپورټ په برخه کې زياتو اسانتياوو څخه برخمن کيږي  نوموړي  زياتوله چې د دغه لويي  اقتصادي او تجارتي پروژې پلي کول دخوست ولايت دټولو ولسونو او دخوست مسافرو ترټولو لوی ارمان و چې خوشبختانه نن يې عملي کار پيليږي  خوست والي وويل د نورو زياتو ګټو سربيره دهوايي ميدان په جوړيدو سره زمونږ مسافرين  حجيان تجاران او عام خلک کولی شي چې دنړۍ ګوټ ګوټ ته پرته  سفرونه وکړي  همداراز پ کم  وخت له دې ځايه خپل تجارتي توکي نړيوالو بازارونو ته صادر او وارد کړي چې پدې سره به  داولايت دپرمختګ په لوري بيړنۍ ګام واخلي
ده وويل دا ولايت د ستراتيژيک موقعيت له مخې دډير اهميت  درلودونکی دی  او داوخت يې د مرکزي دولت توجه خپله کړي بايد لدې قيمتي چانس څخه د خوست خلک زياته ګټه پورته کړي او هغو بنسټيزو پروژو ته زمينه برابره کړي چې ګټه يې عام ولس او دولت ته رسيږي .
ښاغلي نعيمي وويل چې د دې پروژو په پلي کولو سره د خوست خلکو لپاره د کار کولو ښه زمينه برابره شي او  د دې ولايت هر وګړی به يې له ګټو برخمن شي همداراز يې د هغو کسانو ځانګړي مننه وکړه چې د هوايي ډګر په پروژه کې زيار ايستلی و او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې د خوست ټولو ولسونو ته د هوايي ډګر د جوړيدو مبارکي وويله .
ورپسې د ولايتي شورا رئيس مراد خان منګل  پدې خوښي وښوده چې دخوست خلکو لوی ارمان و په عمل کې سرته ورسيدو او نن يې د چارديوالی د جوړونې چارې پيل شوې .
ده وويل چې دامهال د پدې ولايت کې د خلکو د يوالي او د نظامي ارګانونو ترمنځ د همغږی په پايله کې ډامن شوی په کار ده چې د ولايتي دارې سره څنګ په څنګ ولسونه د بيارونې په کارونو کې برخه واخلي او پرې نږدي چې د شخصي ګټو په خاطر څو د بيارغونې په وړاندې خنډونه جوړ کړي بايد د بيارغونې کارونه په همدې بڼه دوام پيداکړي .
امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي وويل چې لدې هوايي ډګر څخه د لويې پکتيا خلک زياته ګټه پورته کولی شي همداشان د امنيت په خونديتوب اغيزمن تماميدای چې د خوست ټول نظامي ارګانونه به يې په جوړونه کې خپل رول ولوبوي او پرواړاندې ټول خنډونه به يې له مينځه يوسي .
نوموړي په خوست کې د هوايي ډګر جوړيدل د نيکمرغی زيری وباله او خوښي يې وښوده چې لدي ځايه به د خوست تجاران .حجيان ، مسافر او عام خلک د ترانسپورت او سفرونو کې زياته ګټه پورته کړي او دايې د ولايتي ادارې لويي او نه هيريدونکی وياړ وباله .
د اسماعيل خيلو ولسوالی د خلکو په استازيتوب حاجي احمد ګل ، د تڼيو ولسوالی د خلکو په استازيتوب جان محمد ، د علماو په استازيتوب مولوي شاه محمد ، د قومي مشرانو په استازيتوب حاجي ناظم ځدراڼ او حاجي خان صاحب عبدالقيوم خان په خپلو ويناو کې د دې پروژې پلي کول د ولسونو يواځينی ارزو وبلله او هيله څرګنده کړه چې ولايتي اداره خپلو هلو ځلو لا چټکتيا ورکړي .
دوی وويل چې داډول کارونو ترسره کول صادقه چاري ده که هرڅو ک يې په جوړونه کې برخه واخلي نو د دايمي اجر څخه برخمن کيدای شي .
دوی زياتوله که چيرې خلک خپلو شخصي ته توجه وکړي نو د تل لپاره به زموږ خلک د بې وزلی سره مخ شي او د ژوند کولو د ټولو اسانتيابه بې برخې شي نو په کار ده چې هر خوست ميشتی د خپل ولس د پرمختګ لپاره قرباني ورکړي او د بيارغونې په چارو کې فغاله او رغنده ونډه واخلي .
د غونډې په پای کې د ساختماني شرکت مسئول هاشم ګربز لخوا د هوايي ډګر د جوړيدو په وياړ خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي او نورو چارواکو ته لنګی ورپه سرشوې .
وروسته له مراسمو والي عبدالجبار نعيمي او نور چارواکو لخوا په خوست کې د جوړيدونکي هوايي ډګر د چارديوالی چارې د بنسټ ډبرې په کيښودلو سره  پيل شوې .
د ياولو وړده چې د ملکي هوايي ډګر جوړيدلو هلې ځلې د خوست ولايتي ادارې له لوري د نهو کالونو راپدې خوا پيل شوي وې چې د عبدالجبار نعيمي له لوري د خوستوالو  دغه ارمان په عمل بدل شو .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery