دستمبر پر دیرشمه دلندن ادبي بهیر خپله پنځمه میاشتنۍ غونډه دښاغلي جوهرپاچا په کور کې جوړه کړه.غونډه دهیواد دنامتو لیکوال ،کره کتونکي استاد اسد غضنفردنوی چاپ شوي اثر (دنثرلیکلو هنر) په اړه وه،په پیل کې استادداودجنبش ددغه اثرپه اړه خبرې پیل کړې هغه وویل:
ما غوښتل ددغه اثر په اړه تفصیلي مقاله ولیکم خو دځنو مصروفیتونو له کبله به ددغه اثر په اړه په لنډ دول څه ووایم،دغضنفر کتاب دارواښاداستا د روهي او یوشمیرنورو لیکوالو په ډول په ډیره ښه بڼه لیکل شوی دی ،په کتاب کې دنثر په لیکلو بحث شوی دی،چې ښه نثر څنګه لیکل کیږي،بل کوم ټکی چې په دې کتاب کې زما دپام وړ وګرځید هغه دادی
چې دلومړی ځل له پاره په کې دشپږم ټولګي کتاب نقد شوی دی ،دا زما له پاره یونوی ګام ښکاري چې لیکوال پورته کړی دی،بل ټکی چې زه یادوم هغه دادی چې لیکوال دنه لیکلو په هنر هم غږیدلی دی زما په اند ښاغلی غضنفر دغه اثرډیر ښه لیکلی زه یې ډیرستایمه او زړه مې غواړي چې څو ،څو ځله یې ولولم،خو ددې ټولو ځانګړتیاوو سره ،سره بیا هم په دغه اثر کې ځنې نیمګړتیاوي هم شته،هغه دا چې ځنې مقالې داسې دي چې ډیره ژورنالیستیکه بڼه لري چې باید په دغه اثر کې نه وی راغلی خو په مجموع کې زما ډیر خوښ شواو بری ورته غواړم.
دارنګه استادجنبش داارواښاد سیدرسول رسا له ارمغان خوشال نه هم هغه برخې چې دپښتنو دخصوصیاتو او دپښتنو دځانګړتیاو په اړه لیکل شوي وي،ولوستلې چې ډیرې ګټورې وي .
ایمل پسرلی وویل:ښاغلی اسد غضنفرچې دلنډو کیسو په اړه څه لیکلي دي هغه زما ډیر خوښ دي،یو بل اثر یې هم لیکلی دی چې(سمبول په ادب کې)نومیږي او ډیر ګټور اثر دی خو تر اوسه یې نه دی چاپ کړی ،په دغه اثر کې زما له پاره ډیر جالب دی چې دی دچخوف هغه لیک چې ماکسیم ګورکې ته یې لیکلی دی،(سمندرنه خاندي، سمندر نه ژاړي،سمندر یوازی غوریږي او ځلیږي)مثالونه یی دیر ښه او په زړه پورې دي،
ښاغلي نظیف الله تکل وویل:
ماته دغضنفر صاحب هغه مقالې په دې اثر کې ډیر خوند راکوي چې دشعر په اړه لیکل شوي دي،دسبک په اړه لیکنه یې هم زما ډیره خوښه شوې ده،
ښاغلي فدا نظری وویل:
سره له دې چې ما دغه کتاب نه دی لوستی خودومره ویلی شم ،چې دښاغلی غضنفرکمال به دغه اثر کې دکلیمو دقیق استعمال دی ،زه داسې انګیرم چې هغه ډیر دقیق لیکوال دی،
حاجي صاحب سیال شینواري وویل:
کتاب کې ډیر ګتورې او په زړه پورې خبرې شوي دي،په دې هم تماس نیول شوی چې که یو څوک دلیکلو توان ونه لري باید ویې نه لیکي،
اکبر کرګر وایي،هغه څه چې ددې اثر په اړه زما برداشت دی هغه دادی،چې استاد الفت په دیرشمو کلونو کې یو اثر لیکلی وو چې (املا اوانشا)نومیده ،دغه اثر ډیرکلونه په لیکوال اثر درلود ،دغضنفر دغه اثر (دنثر لیکلو هنر)اود(تاریخ هنداره)هم دغسی دی،او دا دیو نسل له پاره درسي کتابونه دي،
استاد جنبش وویل،غضنفر ځکه هم زما ډیر خوښ دی چې نقاد ذهن لري،هر ټکی چې لیکي ،هغه دانګریزلیکوال خبره تلي یې،اودا یې زما په اند ډیر ښه صفت دی.
ښاغلی قدوس لمر وویل،ددې کتاب ځنې مقالې داسې دي چې څوڅو ځله باید ولوستل شي،
ښاغلی سوله مل شینواري وایي،ډیر کم داسې څوک به وي چې غضنفر څه ولیکي او هغه دې ونه لولي،دهغه لیکنه ډیر قوت لري،دداستان په برخه کې هم چې کومې لیکنې غضنفر کړي دي بل چا نه دي کړي،
ښاغلی ټکور وویل:زه ښاغلی استاد غضنفر له ۱۹۹۲ یمو کلونو راهیسې پیژنم،هغه ډیر دقیق اودځانګړی سبک لیکوال دی،دهغه ټولې لیکنې ډیرې معیاري ،لنډې او په زړه پورې وي،زما په اند زموږ په هیواد کې ارواښاد استاد روهي ددغه ډول لیکنو ویاړ لري،غضنفر داستاد روهي غوندې لیکنې کوي له سریزې اواضافی خبرونه ډده کوي،او دا دده ډیر لوی صفت دی زه دده ټولې لیکنې لولم او هم یې په خپل کمپیوټر کې خوندي کوم،کوم ټکی چې زه یې دلته یادونه کوم دادی چې استاد غضفریو مینه ناک،سپیڅلی او ملنګ صفته لیکوال دی،زه ده ته اوږد عمر او بری غواړم.
وروسته دغونډې مینه والو له ښاغلي ایمل پسرلی نه هیله وکړله چې که ممکنه وي دغضنفر دشخصي ژوند په اړه څه ووایي هغه وویل:
دی له کوچني والی نه ډیرذهین او با استعداده وو،دداودخان دجمهوریت په وروستي کال له دولسم ټولګی نه،دټول افغانستان په سطح دوهم نومره فارغ شوی وو،او دسروزرویوساعت یې ورته انعام ورکړی وو،غوښتل یې حقوق ووایي خو حالات بدل شول،دپيښور له پوهنتون نه یی په پښتو کې ماستري اخستې ده،په کوچنیتوب کې به موږ ورته دکتابونو چنجی ویلو،له لوستلو سره ډیره مینه لري ،لکه ټکور چې وویل،دی ډیر خاکساری دی زموږ په کور کې ورته ملنګ وایي،هغه ډیر ښه صفتونه لري، له هر چاسره مرسته،دخشونت په وړاندې کرکه،او په هره خبره ډیر جوړونکی نقد یې یادولی شو،په لیکنه کې کوشش کوي د پردیو مثالونو له راوړلو ډډه وکړي،همیشه غواړي خپل مثالونه وړاندې کړي،
دغونډې په پای کې دپښتو ژبې ښه کیسه لیکونکی ښاغلی اکبر کر ګر خپله لنډه کیسه(دامجسمه وګوره)تر سرلیک لاندې ولوستله او بیا ازاد بحث پرې وشوښاغلي سوله مل شینواري وویل،دکرګر صاحب داکیسه ما مخکې هم لوستلې ده زما په نظر راوي په کې ښه نه دی راغلی،مطلب داچې دراوي بې طرفي په کې نه ده ساتل شوې اولوستونکی ته کم مجال ورکوي چې څه ترې زده کړی،
خوایمل پسرلی وویل،به دې کیسه کې دراوي مداخله زه عیب نه بولم بلکی دکلیمو تکرارپه کی ښه نه ایسي،زما په اند ددې کیسې لویه ګټه داده چې ډیر کلونه وروسته لوستونکی ته په لندن کې دیوه افغان هویت په ډاکه کوي،
غونډه چې دماښام په شپږو بجو پیل شوی وه دشپې په لسو بجو پای ته ورسیده،.