مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كندهاركي دعلامه بابا( رح) لومړۍ تلين ولمانځل سو

خليل الله سروري / بېنوا كندهار

دافغانستان د وتلي او منلي فرهنګي _ ملي شخصيت ارواښاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد بابا ( ر ح ) لومړۍ تلينه پرون د ليندۍ د مياشتي پر ۱۱ (د جمعې په ورځ) چي د ديسمبر د مياشتي د ۲ نېټې سره سمون لري د كندهار د لرغوني

خليل الله سروري / بېنوا كندهار

د ليندۍ - ۱۱- ۱۳۸۴ ل (ديسمبر – ۲ – ۲۰۰۵ ع )

دافغانستان د وتلي او منلي فرهنګي _ ملي شخصيت ارواښاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد بابا ( ر ح ) لومړۍ تلينه پرون د ليندۍ د مياشتي پر ۱۱ (د جمعې په ورځ) چي د ديسمبر د مياشتي د ۲ نېټې سره سمون لري د كندهار د لرغوني او تاريخي ښار په منډيګك مانۍ كي دكندهار د داطلاعات كلتور او ګرځندوي رياست له خوا په ډيرو شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه.

غونډه دپروګرام سره سم دقرآن كريم دڅو مباركو آياتونو په تلاوت سره پيل سوه وروسته د كندهار د داطلاعات كلتور او ګرځندوي رياست رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي دكنفرانس دمشر په تو ګه وينا واورل ورپسې دكندهار د ولايت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني همايون دكندهار دوالي په استازيتوب دغونډي برخه والو ته پرانستونكي وينا واورل او ددغسي غونډو او كنفرانسونو جوړېدل يې وستايل بيا دعلامه رشاد بابا ( رح) زوى څېړنمل انجينر شېرشاه رشاد "دعلامه بابا ( رح) پر ژوندانه څوخبري" تر سرليك لاندي خپله مقاله دغونډي ګډونكوونكو ته واورول . وروسته دخاطرو په برخه كي ښاغلي فضل محمد پنهان دعلامه بابا (رح) څوخاطري بيان كړې ورپسي دويرنو په برخه كي دعلامه بابا( رح) لور مېرمين كوكو رشاد ( برى) دعلامه بابا ( رح) په اړه خپله ويرنه وويل او ورپسې په ترتيب سره دكندهار د پوهني رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي ، نعمت الله شېراني صاحب ،عبدالمجيد بابي صاحب او ځوان شاعر امين په وار سره خپلي ويرني واورولې بيا د پيغامونو په برخه دكندهار ولايت اداري مرستيال ښاغلي غلام فاروق فرهمندد افغانستان د جمهور رئيس حامد كرزي پيغام واوراوه ورپسې د افغانستان دعلومو اكاډيمي پيغام دنادرشاه آغا له خوا ولوستل سو وروسته دمقالو په برخه كي دښاغلي محمدمعصوم هوتك صاحب مقاله دځوان ليكوال او شاعر سعيد لودين له خوا وويل سوه او همدارنګه په ترتيب سره دبېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار اوځوان ليكوال ښاغلي عبدالقديم پتيال خپلي مقالي واورولې ورپسې ستر ليكوال ، ژبپوه او اديب ډاكټر عبدالرازق پالوال صاحب دغونډي ارزونه وكړه او دسهارني كنفرانس په پاى كي دكنفرانس پرېكړه ليك داستاد عبدالباقي پوپل له خوا چي د كنفرانس د دارالانشاء مشري يې په غاړه وه، غونډي ته وړاندي سو .

وروسته دجمعي د لمانځه او ډوډۍ له پاره د يوه ساعت له پاره په غونډه كي وقفه راغله .

دماپښين پر ۲:۰۰ دكنفرانس ماپښيننۍ برخه پيل سوه دغونډي په دې برخه كي د علامه بابا ( رح) د انځوريز نندارتون چي دكندهار داطلاعات كلتور او ګرځندوي رياست په ابتكار جوړ سوى و پرانستل سو په دې نندارتون كي د علامه بابا (رح) د ۳۰۰ په شاوخوا كي انځورونه، چاپي او ناچاپه آثار، داغوستلو كالي او دې ته ورته نور د علامه بابا (رح) د استعمال وړ توكي ايښوول سوي وه .
د نندارتون دپرانستلو وروسته دغونډي ټول گډون كوونكي دعلامه بابا (رح) دزيارت پر لور رهي سول او هلته يې د علامه بابا (رح) پر مرقد د عقيدت او درنښت له پاره دګلوګېډۍ كښېښوولې او دعلامه بابا (رح) پاك روح ته يې دعا وكړه ورپسې دعلامه بابا(رح) په زيارت كي دعلامه بابا په وياړ مشاعر ه جوړه سوه چي د مازديګر تر ۵:۰۰ بجوپوري يې دوام وكړ.

د يادوني وړ ده چي په دې غونډه كي د ګډون له پاره دارواښاد لوى استاد حبيبي صاحب او ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي عزتمنو زامنو هر يو انجنير ميرويس حبيبي او جنرال غرزى خواخوږي او د كابل، وردګ او پروان ولايتونو څخه نورو مېلمنو په دې ساړه موسم كي د ليرو ځايونو څخه ډېر زحمت كښلى و او كندهار ته يې تشريف راوړى و چي ددوى دا سپېڅلى احساس به د ټولو فرهنګپالو په زړونو كي تل پاتى وي .

دانځورونو د ليدو لپاره پر انځور کليک وکړې

DSC051.jpg
DSC053~0.jpg
DSC053.jpg
DSC054.jpg
DSC055.jpg
DSC056.jpg
DSC041.jpg
DSC042.jpg
DSC043.jpg
DSC044.jpg
DSC045.jpg
DSC046.jpg

DSC047.jpg
DSC048.jpg
DSC049.jpg
DSC050.jpg
DSC031.jpg
DSC032.jpg
DSC033.jpg
DSC034.jpg
DSC035.jpg
DSC036.jpg
DSC037.jpg
DSC038.jpg

DSC039.jpg
DSC040.jpg
DSC021.jpg
DSC022.jpg
DSC023.jpg
DSC024.jpg
DSC025.jpg
DSC026.jpg
DSC027.jpg
DSC028.jpg
DSC0029.jpg
DSC030.jpg

DSC011~0.jpg
DSC011.jpg
DSC013.jpg
DSC014.jpg
DSC015.jpg
DSC016.jpg
DSC017.jpg
DSC018.jpg
DSC019.jpg
DSC0020.jpg
DSC01.jpg
DSC02.jpg

DSC03.jpg
DSC04.jpg
DSC05.jpg
DSC06.jpg
DSC07.jpg
DSC08.jpg
DSC09.jpg

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery