مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-19   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كندهار: زرګونو كسانو ته د كار زمينه برابره شوې ده

احمد لودين : كندهار

په كندهار كې زرګونو كسانو ته د كار كولو زمينه برابره شوې ده

په كندهار كې د كار او ټولنيزو چارو د رياست مسوولين وايې چي په تير كال كې يي تر لسو زرو زياتو وزګارو كسانو ته د كار زمينه برابره كړې ده اوپه دندو يې ګمارلي دي .
په كندهار كې د كار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو د رياست رئيس رفيع الله مجددي بينوا وويل چي رياست يې د تير كال په پرتله زياتي لاسته راوړني لري .
ښاغلي مجددي زياته كړه چي په روان كال كې يې تر لسو زرو زياتو كسانو ته د كار زمينه برابره كړې چي په دې برخه كې يې  څه بآندي شپږ زره كسان په موسسو كې په دندو ګمارلي دي او تر څلور زرو زيات يې په دولتي ادارو كې په دندو بوخت كړي دي .
( د روان كال په تيرو شپږو مياشتو كې مو  ۶۸۸۳ تنه چي ډير يې ځوانان دي په موسسو كې په كارونو بوخت دي كړي دي چي ډير يې د ويالو په پاكولو او د بيا رغوني كارونه كوي ، ۴۰۰۰كسان مو په دولتي ادارو كې د رسمي ، اجيرو او قرادادي كاركوونكو په صفت په دندو ګمارلي دي او دا مهال ټول په خپلو كارونو لګيا دي )
ښاغلي مجددي زياته كړه چې وزګارو كسانو ته يي د حرفوي زده كړو زمينه هم برابره كړي ده چي په تير كال او د روان كال په تيرو شپږو مياشتو كې يې سلګونه ځوانان د ډول ډول حرفوي زده كړو په برخو كې روزلي دي .
مجددي وويل چي ددې سره په خوا كې يې ۳ بابه روزنتونونه او ۱۰ بابه وړوكتونونه هم فعال دي او په سلګونه انجوني او هلكان په زده كړو او روزنه پكښي بوخت دي .
د مجددي په وينا چي د معلولينو دپاره يې هم د حرفوي زده كړو تر څنګ د كار زمينه برابره كړې ده او دا مهال تر زرو زياتو معلولينو او د شهيدانو كورنيو ته ټاكل شوي تنخواوي وركوي .
د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رئيس رفيع الله مجدي زياته كړه  چي د دوۍ اړوند د كوچنيانو د حمايي څانګي ۱۱۹ جنايې قضيي چي اجباري ودونه او د كوچنيانو سره د تاوتريخوالي پېښي دي هم  حل او فصل كړي دي .
دا په داسي حال كې ده چي دا مهال هم په كندهار كې سلګونه ځوانان بېكاره ګرځي او د كار د نه پيداكولو په برخه كې د كار او ټولنيزو چارو رياست په بې كفايتۍ تورنوي خو ددي رياست ريئس وايې كه څوك ورته مراجعه وكړي په خپل ټول توان سره به ورته  د كار د پيدا كيدو په برخه كې هڅي او كوښښونه وكړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery