مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتون خوځښت غونډه – هلمند لښکرګاه

عبدالواسيع بهیر


جمعه د اکتوبر ۱۸ پښتانه بادرکه ځوانان د کنړ نه وروسته چې شمېر يي ۴۵  تنو ته رسيده د فیسبوک له لورې همغږې شول، په هلمندمرکز لښکرګاه (لښکر ځای)کې راټول شول.
نړی پوهيږې چې  له کلنو راهیسې پښتانه د جګړې په لومه کې راګير دې. او یوازنی ستر قوم له هر اړخه ځپل او رټل کيږې،  چې تر ټولو لومړی مسله يي د پښتون په کلېو او کورونو کې د یو وژونکې جګړې دوام دی.  چې   لوبغاړي يي اوسنی واکداره اداره،، غرب او د هغوی اتلافې ملګرې، ګاونډې ملکونه او جګړه کوونکې ډلي دې.
ورته ناخوالو پښتانه ځوانان هيښ کړي، تر څو د پښتون ژغورنې په وړاندې  مبارزه پيل کړې او په خپلواکه توګه د پښتون وکالت وکړې . پښتانه ځوانان دفیسبوک له لورې په کابل، کندهار، ننګرهار، کنړ د افغانستان شمال او فاریاب کې  ټول شوې او په نورو ولایتونو کې  يي د غونډیدو هڅې روانې دې. ټول هغه ځوانان چې تر اوسه د پښتون ژغورنې په موخه سره راټول شوې دې، د پښتون خوځښت په  نوم سره هلې ځلې کوې.
 
ولایتې غونډې د پښتون خوځښت د کړنو هغه  پراخه لړۍ ده،چي موخه يي  په افغانستان او ګرده نړ ۍ  کې د پښتنو بادرکه او بااحساسه ځوانانو یو ځای کیدنه، او د پښتنو دسختو ستونزو دپاره د یو وکالتې ګروپ جوړونه ده. له همدې لړۍ څخه  په هلمند کې ۴۵ پښتون غوښتنکې ځوانان راټول شول، د پښتون پر ستونزو وږغيدل، او دپښتون خوځښت ملاتړ يي وکړ.
ځوانان په هلمند کې د پښتنو د یو کلک او هوډمن ګروپ غوښتنکې شول، د لوستو او بادرکه ځوانانو پر ملتیا ټينګار وشو،  د پښتون خوځښت لومړیتوب باید د پښتنو تر مينځ د یووالې جوړول وې، د ملې او اسلامې ګټو څخه ساتنه او دفاع باید د پښتون خوځښت په لومړیتوبونو کې شامل وې. پښتون خوځښت باید منظم شې.د منظموالې، پريکړو، هلوځلو، کړنو دپاره باید خپلې  ځانګړې کميټې ولرې. د هلمند ځوانان باید فیسبوک ته راشې چې هر ه ورځ د پښتون خوځښت د ټولو ځوانانو سره یو ځای کار وکړې. د هلمند ژبه ګونګی ده. پراته واقعیتونه هيڅکله هم دباندې نه ښودل کيږې. پښتانه باید په نورو پرتو قومونو ږغ وکړې چې پښتون ژغورنه کې برخه واخلې.
 
تفصيل:
۴۵ تنه پښتانه ځوانان د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۱۸ مه د هلمند په مرکز کې غونډه وکړه ، غونډه د قران شريف  په مبارکو ایاتونو پيل شوه.  ځوانان یو له بل سره معرفې شول د هلمند ځوانانو  د پښتون خوځښت لید د پښتنو د ثبات پيلامه وبلل، د پښتون خوځښت د ملاتړ  ژمنه يي وکړه،  دخپل عزم او روحيو په څرګندولو سره  يي یو نه ماتيدونکې پښتنې سیاست په جوړولو ټينګار وکړ.
ځوانانو پښتون خوځښت په ځواکمنتیا او پياوړتيا ټينګار وکړ، او یوازې يي ژمن او هوډمن  ځوانانو د پښتون خوځښت د کاميابئ یوازنی لار وبلل. د پښتون خوځښت پر ټولو غړو يي ټينګار وکړ، چې  د پښتنو د ستونزو په وړاندې مبارزه او یو قوې پښتنې سیاست جوړولو په وړاندې ستر خنډونه او ګواښونه شته، د پښتون خوځښت ځوانان باید یوازې پر خپل ژمنتیا او کلک هوډ باور وکړې، تر څو د هر خنډ، ګواښ یا تهدید په وړاندې زغم او استقامت وښيي.

همدارنګه د پښتنو یووالی د د پښتنو پر ستونزو د لاس برې یوازنې ستر لامل وبلل شو، د پښتون خوځښت لید  او سیاست یوازې د پښتون ژغورنه ده. پښتون خوځښت  د هيڅ یو جګړه مار ملګری نه دی، او هر څو ک چې د پښتون  کلې کور کې شر جوړوې د پښتون اصلې دښمن دئ.  هغه که د افغانستان ګاونډې، غرب یا د هغوی ملګرې ، د افغانستان اوسنی واکدار نظام او یا نورې جګړه مارې ډلې دې. پښتون خوځښت یوازې د ملت استاريتوب کوې. او د ټولو جګړه مارو ډلو سره سخت مخالفه دی.

د هلمند ځوانانو د پښتون ثبات د سیمې ثبات وبله.  د افغانستان پر ټولو قومونو يي ږغ وکړ، چې دخپل ورور قوم په ژغورنه او ساتنه کې برخه واخلې، د پښتون ژغورنې ته  دقومې تفرقې ، تربګنی په نوم نه، بلکې  د یو ستر  ورور قوم د ژغورنې په نوم وګورې، پښتون په ډیرو سختو ستونزو کې راګير دې. چې هره ورځ يي بې جنازې نه ده. دیو ملت په څیر دشريک کور، شريکې عقیدې، شريکو ارزښتونو شريک هويت ، شريکو عواطفو له مخې د ټولو قومونو څخه غوښتنه کوو، چې د پښتنو او پښتو ن خوځښت ملګرتيا وکړې. او د ژغورنې کښتی یو ځای ساحل ته ورسوو.

هلمندې ځوانان د پښتون خوځښت ملاتړ وکړ، د پښتون خوځښت  پر منظم والې او ودې يي ټينګار وکړ، پښتون خوځښت يي یوازې د پښتنو درد دوا او ددې ځپل شوې ملت  د ژغورنی یوازنی هڅه وبلل. پښتون خوځښت يي د ملت فکرې ويښتابه ته وهڅوه. او د پښتون د هر باشعوره دښمن په وړاندې يي د مبارزي پيل وګڼه.

لوی څښتن ته لاس پورته شو، او د نړی  د رب نه د پښتنو روحونه ژوندې وغوښتل شول. ربه! د روحونو په ونه کې د پښتنو روحونو پاڼې مه رژوې.

دپښتون خوځښت راتلونکی پلان:
 که څه هم د پښتون خوځښت پلان شوې غونډه په لغمان کې وه، خو هلمند کې ځوانانو وکړی شول د لغمان  ځخه مخکې غونډه وکړې.  د پښتون خوځښت لومړی عملي پلان د پښتون خوځښت ته وده ورکول دي، په افغانستان  کې ولایتې غونډې روانې دې. د پښتون خوځښت راتلونکې غونډې به په ارزګان او لويه پکتیا کې  وي، د افغانستان نه بهر هم پښتون خوځښت غونډې کوې.
د پښتون خوځښت غوښتنه:
پښتون خوځښت په تيرو ۸ مياشتو کې دسلګو نو پښتنو ملاتړ چې د افغانستان بهر ژوند کوي تر لاسه کړی، او دوام لري، هرپښتون  له هر ځای څخه زموږ سره اړيکه نیولی شي خپل اړيکې راوليږی،  او پدې هلو ځلو کې راسره شريک شئ.
په پوره پښتني مينه.
پښتون خوځښت
موږ ژوند ته پريږدی.
اړیکه:
۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳
ايمېل
pashtonistan@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery