مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سويډن کي د علامه رشاد بابا ( رح ) تلين ونمانځل شو

عبدالله احسان - هالنډ

د سويډن د مالمو په ښار کي د دوستۍ فرهنګي ټولني له خوا د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر درېمه نېټه د شنبې په ورځ د علامه رشاد بابا ( رح ) تلين په داسي حال کي ونمانځل شو چي د جرمني ، بلجيم ، هالنډ ، فنلنډ ، ناروې ، او سويډن څو ښارو نو څخه ددوه سوه کسانو

عبدالله احسان - هالنډ
 د سويډن د مالمو په ښار کي د دوستۍ فرهنګي ټولني له خوا د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر درېمه نېټه د شنبې په ورځ د علامه رشاد بابا ( رح ) لومړۍ تلين په داسي حال کي ونمانځل شو چي د جرمني ، بلجيم ، هالنډ ، فنلنډ ، ناروې ، او سويډن څو ښارو نو څخه تردوه سوزياتو کسانو دفرهنگې ټولنو مشرانو ، استازو ،فرهنگپالو، ليکوالو ، شاعرانو او د علامه رشابابا ( رح ) مينه والو ګډون درلود .
 غونډه د ماسپښين پر درې نيمي بجې د قرآن کريم د څو مبارکو ايتوپه تلاوت پيل شوه ؛دغونډي کار پداسي حال کښي چي دمحترم عاشق الله غريب لخوا پر مخ بيول کېده د څلوېښتو دقيقو له پاره د علامه رشاد بابا په اړه يو ويډيويي فلم چي د هغه د وينا يوه برخه ، او ورپسې په 2005ز کال ددسمبر په مياشت کښي د هغه تر مړيني وروسرته د کابل دښار دڅلور سوه بستريز روغتون څخه دجنازي مراسم تر کندهاره، غونډي او ځيني نوري برخي د پردې پر مخ وښودل شوې .
 غونډه په سوېډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مشر ښاغلي حبيب الله غمخور لخوا په خپله پرانستونکې وينا سره دغونډي ټولو برخه والوته دهرکلی او ښه راغلاست په وينا سره پيل شوه . او ورسره سم د علامه رشاد بابا ( رح ) د لمړي تلين په اړه د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو څخه د فرهنګي ټولنواو فرهنګپال له خواڅو رالېږل سوي پيغامونه ولوستل شوه ،دبيلگې په توگه په سويډن کې دعلامه رشاد دلومړي تلين په مناسبت غونډي ته له هلمند،غزني ،زابل ،ننگرهار او هيواد په دننه او تر هغه بيرون ده يوشمير فرهنگې ټولنو اوفرهنگې شخصيتونو څخهتر لاسه شويو پيغامونو او دهمدردۍ ليکونو لنډيز ولوستل شو. دغونډي په دريمه او اساسي برخۀ کښي زموږ دهيواد دمشهور ليکوال ، شاعر او اديب ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان لخوادپوهاند رشاد دژوند او برخورد په اړوند مفسله مقاله ولوستل شوه ، ورپسې د سويډن دمالمو د ښاراو هيلې دناحي دفرهنگي او کلتوري اړيکو په استازيتوب محترم اسلامالوگ حسين سدايوخبري وکړې ،تر هغه وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي پخواني استاد تاريخپوه ښاغلي پوهنوال رسول باوري لخوا دنړيوال په افکارو کښي د علامه رشادبابا دڅو خاطروبيان د غونډي برخه والو ته واوروۍ .
 په غونډه کښي د سويډن د پارلمان وکيل ښاغلي(( لوسيانو استوديلو))هم درلوده ،نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل : رشاد هغه څوک و چي خپل ټول ژوند يې د پوهي ، دموکراسۍ اوټولنيز عدالت په لاره کي وقف کړ ، هيله لرم چي نوی افغان نسل د علامه رشاد بابا ( رح ) کارنامې او کړني د خپل ژوند ډېوهاو رهنمود وګرځوي . . . تر څو په افغانستان کښي يوه پر مختللې عادلانه ټولنې دۍوړيدو لپاره لار خلاصه شي .
 ورپسې تاريخ پوه او پيژندل سويي ليکوال ښاغلي کانديد اکاډيمسين عظم سيستاني خپله ليکل سوې مقاله ولوسته ،تر هغه وروسته په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې او په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر ليکوال ، کره کتونکي او څېړونکي ښاغلي زرين انځور د فاضل استاد علامه رشاد بابا ( رح ) په هکله ليکل شوې مقاله واوروله اوپه راتلونکو څو اوونيو کي يې د (د کندهار يادښتونه *) په نوم د علامه رشاد بابا د اثر دچاپ ژمنه وکړه ، ورپسې ليکوالي اغلي نجيبې سارا بياباني خپل پيغام ولوست ، او بيا ښاغلي حکمت الله حکمت د کاناډا څخه د پروفيسور خالق رشيد رالېږل شوې مقالي لنډيز د غونډي برخه والو ته ولوست،همدا شان د ښاغلي قتيل خوږياني رالېږل شوې مقاله د ښاغلي احمد ګل اندړ له خواولوستل شوه .
 ور پسې د افغانستان د راډيو او تلويزيون وياند، ليکوال او ژورناليست ښاغلي يوسف هيواددوست خپله مقاله ولوسته ؛او ورپسې په بلجيم کي د افغانانو د پوهاوي ، مرستي او پيوستون ټولني پيغام د همهغي ټولني د مشر ښاغلي نجيب احمدزي له خوا ولوستل شو .
 ښاغلي صالحزاده چي د فنلنډ د هيواد څخه يې تشريف راوړی و دعلامه رشاد بابا د ژوند او اثارو په هکله وينا وکړه . او د غونډي دعلمي برخي په پای کښي ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د ځان او علامه رشاد بابا ( رح ) دکورنۍدټولو غړو په استازيتوب په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني د مشرتابه او غړو ، په غونډه کي له ويناوالو او ټولو برخه والو څخه د زړه له کومي مننه وکړه .
 تر تفرېح او ډوډۍ خوړلو وروسته د مالمو د ښځو د شورا له خوا د علامه رشاد بابا ( رح )لومړي تلين د غونډي د جوړپه مناسبت دجوړسوې نندارتون دمختلفو برخو ننداره وشوه . دغونډی په ورستيو شيبوکښي له هيوادنه بهر دمختلفوشاعرانوپه گډون مشاعره پيل شوه . مشاعره د اغلي عادلې رحمت زۍ له خوا پرمخ بېول کېده .
 په دغه په زړه پوري مشاعره کښي دغو درنواغلو او ښاغلو شاعرانو خپل شعرونه وويل :
 له ناروي نه راغلې گرانه خور اغلې نجيبه سارا بياباني ،له بلجيمنه نه حاجي امين باوري ،له سويډن نه مدينه حکمت ، له ډنمارک نه مشهور شاعرصديق ننګ ،په مالمو کې ابسېدونکې انوريه شبګيريار،له ډنمارک نه اغلې ميلمني فيضيه هوسا ،اغلي عزيزې سخي، ښاغلي عبدالباقي تلاښ ، ښاغلي سلام اندړ ،اغلې مسکا اندړ ، ښاغلي ډګروال فاروق او يو شمېر نورو دوستانو لخوا برابر شوي شعرونه وړاندي شول .
 غونډه د شپې پر يوولس نيمو بجو د ښاغلي حبيب الله غمخور له خوا د ټولو برخه والو څخه په منني او د علامه رشاد بابا ( رح ) روح ته په دعا سره پای ته ورسېده .
 *د علامه رشاد بابا( رح ) د کندهار يادښتونه د ښاغلي محمد معصوم هوتک له خوا په دوو ټوکو چاپ ته چمتو شوي او د علامه رشاد بابا ( رح ) لومړي تلين ته به له چاپه راووزي . د کندهار يادښتونه لومړی ټوک له سريزي او لړليک پرته ۲۰۸ مخونه او دوهم ټوک له لړليک پرته ۲۳۷ مخونه لري . د دواړو ټوکو د کمپيوټر چاري ښاغلي محمدمعصوم هوتک په خپل لاس سرته رسولی دی ..

د عکسونوله رالېږونکي ځوان شاعر ښاغلي ( هيواد شېرزاد) څخه ډېره مننه
 دانځورونه د ليدو لپاره په انځور کليک وکړې

061.jpg
062.jpg
063.jpg
064.jpg
065.jpg
066.jpg
067.jpg
051.jpg
052.jpg
053.jpg
054.jpg
055.jpg

056.jpg
057.jpg
058.jpg
059.jpg
060.jpg
041.jpg
042.jpg
043.jpg
044.jpg
045.jpg
046.jpg
047.jpg

048.jpg
049.jpg
050.jpg
031.jpg
032.jpg
033.jpg
034.jpg
035.jpg
036.jpg
037.jpg
038.jpg
039.jpg

040.jpg
021.jpg
022.jpg
023.jpg
024.jpg
025.jpg
026.jpg
027.jpg
028.jpg
029.jpg
030.jpg
011.jpg

012.jpg
013.jpg
014.jpg
015.jpg
016.jpg
017.jpg
018.jpg
019.jpg
020.jpg
001.jpg
002.jpg
003.jpg

004.jpg
005.jpg
006.jpg
008.jpg
007.jpg
009.jpg
010.jpg

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery