مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان محصلینو اتحادیې د «ویښتابه» لومړنۍ ګڼه خپره کړه

راپور: د افغان محصلینو اتحادیه
د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې په (۴قوس/۱۳۹۰ل)نېټه د ویښتابه مجلې لومړنۍ ګڼه د یوې غونډې په ترڅ کې خپره کړه. غونډه د جمعې له لمانځه وروسته پیل شوه چې په لسګونو محصلینو د پوهنتون افغانو استادانو هر یوه، د شریعیې پوهنځي استاد ډاکتر فضل الرحمن او د عربي ژبې او ادب د پوهنځي استاد ډاکتر ګل محمد باسل هم ګډون کړی و. د ویندویۍ چارې محمد نادر پرمخ وړلې. په سر کې قاري صاحب حمیدالله نجیب د قرانکریم څو مبارک ایتونه تلاوت کړل.
 
د غونډې لومړنی ویناوال، ډاکتر فضل الرحمن و. استاد، د افغان محصلینو اتحادیه د دغه نوښت له امله وستایله چې افغان محصلینو ته یې د لیکنو د خپرېدا زمینه برابره کړې ده. ډاکتر فضل الرحمن محصلین وهڅول چې دې خپرونې سره همکاري وکړي، ځکه دا یوازې د اتحاديې مسؤولیت نه دی چې دا مجله پرمخ بوځي. استاد وویل:« هر څوک دې په خپلې-خپلې څانګې کې د دې مجلې لپاره لیکنې او ژباړې وکړي». استاد له اتحادیې وغوښتل:« د مجلې د خپرېدا وخت ښايي ځانګړی شي او وخت پر وخت خپره شي». ډاکتر فضل الرحمن د مجلې په هکله د همکارۍ ډاډ ورکړ. استاد فضل الرحمن د خپلو خبرو په پای کې له افغان محصلینو وغوښتل چې د خپل وطن په هلکه خپل مسؤولیتونه درک کړي او بې تفاقۍ او دښمنۍ له منځه یوسي.
 
د غونډې دویم ویناوال، د عربي ژبې او ادب پوهنځي استاد، ډاکتر ګل محمد باسل و. استاد د مجلې د لومړنۍ ګڼې د خپرېدا له امله ډېره خوښي څرګنده کړه او د مجلو او رسنیو پر ارزښت یې رڼا واچوله. استاد باسل هم د افغانانو پر اتحاد او یووالي ټینګار کاوه. همداراز استاد له محصلینو وغوښتل څو خپل قلمونه وڅرخوي. ډاکتر باسل زیاته کړه:« دښمنانو موږ په قومي، سمتي، ژبني او حتی مذهبي نومونو وېشلي یو، ښایي دغو خبرو ته نور د پای ټکی کښېږدو».
 
د غونډې درېیم ویناوال، د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس ګل رحمان منګل و. ښاغلي رئیس د خپلو خبرو په پیل کې د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. منګل ګډونوالو ته د مجلې په باب معلومات ورکړل. ده وویل:« دا یوه علمي، فرهنګي او ټولنیزه خپرونه ده». ګل رحمان منګل د مجلې د نامه (ویښتابه) په اړه وویل چې (ویښتابه) د افغانستان د نامتو مفکر علامه سید جمال الدین افغان پروژه وه، څو مسلمانانو د ښکېلاک پرضد ویښ او بیداره کړي. د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس هم افغان محصلین یووالي او اتفاق ته وبلل او ویې غوښتل چې د نفاق او بدبینۍ بدغونې کرښې له منځه یوسي. په پای کې ښاغلي منګل د مجلې له مسؤول مدیر، ښاغلي زاهد جلالي نه هم مننه وکړه چې د مجلې په اړه یې هڅې کړي دي.
 
د غونډې په پای کې محصلینو د ۲۰روپو په بیه مجله وپېرېده. غونډه د مازدیګر له لمانځه سره سمه له دعا وروسته پای ته ورسېده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery