مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښاغلي حاجي سيد داود سره مرکه

سيدحسين پاچا

 

بي بي سي :
دا چې پاکستان په دې کنفرانس کې برخه نه اخلي، اغېزې يې څه کېدای شي دا او نورې پوښتنې مې لږ وړاندې په کابل کې د افغانستان د نشراتي مرکز مشر او د سياسي چارو څېړونکي حاجي سيد داود مخې ته کېښودې، هغه راته وويل :

ځواب :
بې له شکه د پاکستان ګډون به د بُن په پرېکړې باندې يعنې خپلې ځانګړې اغېزې لري. اما مساله دا ده چې پاکستانيان هغوی په لومړي ګام کې هره مذاکره چې په راتلونکې کې د افغانستان د لانجې په اړوند کيږي، پاکستان داسې فکر کوي چې اصلي خواوې دوی دي. لکه څنګه چې په ۱۹۸۹ کال کې په هغه وخت کې پخوانی شوروي اتحاد له افغانستانه وته، د ژنيو په مذاکراتو کې پاکستان د افغانستان استازيتوب کاوه. دوی بيا هم په دې فکر کې دي چې دا راتلونکي مذاکرات که د افغانانو او يا د نړيوالو ټولنې او د مخالفينو سره رامينځته کيږي، نو پاکستان بايد اصلي لوری وي.

پوښتنه :
حاجي صاحب بښنه غواړم تاسو اغېز ته اشاره وکړله. دغه اغېزې څه ډول کېدای شي يعنې اوس که دوی هلته رول غواړي او بيا دوی په خبرو کې هم برخه نه اخلي دا يو ډول تناقض نه رامينځته کوي؟

ځواب :
دوی داسې ټينګار کوي چې دا نړيواله ټولنه دوی ته اړ دي. هر هغه شرطونه چې پاکستان ږدي په مذاکراتو کې او نړيواله ټولنه تاسو هم پوهېږئ چې د بُن په کنفرانس کې اصلي او مهمه مساله د نړيوالو قواو نه افغاني قواوو ته د امنيت لېږدول دي، نو دا هغه مساله ده چې پاکستانيان غواړي چې د افغانستان په راتلونکې کې ځانته دلته مطرح کړي.
منتها مساله په دې کې ده چې اوس تاسو پوهېږئ د مهمندو له حادثې نه وروسته په پاکستان کې د عامه ذهنيت په تېره بيا د اسامه بن لادن له پېښې نه او بيا دا دويمه پېښه دوې غواړي چې د خپل عامه ذهنيت ته هم يو رقم ځواب ورکړي. اما د دې سره سره دوی په دې پوهېږي که چېرته د افغانستان په اړوندې باندې د نړيوالې ټولنې په غونډو کې يا په کنفرانسونو کې په تېره بيا په بُن کې ګډون ونه کړي، نو نړيوال ذهنيت نور هم د پاکستان پر ضد پاريږي.


پوښتنه :
تاسو فکر کوئ چې ايا دغه غبرګون له خپله حده زيات دی که نه دی؟ ځينې څېړونکي داسې وايی چې پاکستان ډېر لوی غبرګون وښوده، يعنې داسې ورته نه وه په کار.

ځواب :
تراوسه پورې لا دقيقه معلومه نه ده. تر دغې لحظې چې خبرې کوو په دې چې دغه غوڼده پر پينځم د ډېسېمبر باندې جوړيږي، يعنې دې غونډې څلور تر پينځو ورځو پورې پاتې دي. کېدای شي چې دوی پرې بيا کتنه وکړي. اما که چېرې واقعاً پاکستان د بُن په غونډه کې ګډون ونه کړي، نو پاکستان به ډېر زيات امتيازونه له لاسه ورکړي.

پوښتنه :
تاسو وويل چې لا څو ورځې پاتې دي. کېدای شي چې په نظر کې يې بدلون راشي. تېره شپه ولسمشر کرزي د پاکستان لومړي وزير ته زنګ وهلی وو. دغه راز نن هيلرې کلينټن د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې پر دغې پرېکړې خواشينې ښودلې او پاکستان يې هڅولی دی چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي يعنې دغه هڅې به څه نتېجه ورکړي؟ نظر مو څه دی ؟ ارزونه مو څه ده؟

ځواب :
زما غرض دا دی چې په ۲۰۰۷ کال کې په کابل کې سيمه ييزه جرګه جوړه شوې وه. په هغې جرګه کې هم مشرف اعلان وکړ چې موږ ګډون نه کوو، نو کله چې د وخت د امريکې ولسمشر بوش ورته تېلېفون وکړ بيا وروسته د دې نه چې ناوخته شوی وو، بيا هم مشرف دې غونډې ته راغی.
زه داسې فکر کوم چې دلته يوه بدبختي بله ده چې پاکستان د افغانستان دغه فعلي دولت د يو لوري په صفت نه پېژني او هره مساله چې دوی غواړي چې د افغانستان په اړوند وکړي غواړي چې د امريکې سره يو ډول معامله وکړي، نو زه فکر کوم که چېرته امريکايان پرې فشار راولي او نړيواله ټولنه ترې هيله وکړي، نو بيا په هغه صورت کې پاکستان د امريکې فشارو ته په اصطلاح سر ږدي او دا تجربې ښودلې ده او بيا کېدای شي چې د بُن په غونډه کې ګډون وکړي.

په درنښت
سيدحسين پاچا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery