بي بي سي :
خو دا چې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه تر کومه حده د افغانستان له پولو بهر د عملياتو اجازه لري او ترکومه حده پورې افغان حکومت يې مخه نيولای شي، همدا او ځينې نور پوښتنې مې په يوه مرکه کې مې په لندن کې د يو پوځي چارو کارپوه ډاکټر امين الله حبيبي سره څېړلي دي.
حبيبي :
د افغانستان حکومت ډېر تلاش کوي چې دا توازن د امريکې او ايران او بل د منطقې هېوادونه داسې برابر کړي چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد استفاده ونه شي، خو د بين المللي قوه هم په افغانستان کې د شورای امنيت د قطعنامې په لحاظ هلته راغلي دي او دوی فکر کوي چې کله د افغانستان امنيت ستونزې مخامخ کيږي د ګاونډيو هېوادونو له خوا، دوی حق لري چې د دې مخه ونيسی او زه فکر کوم چې د پاکستان له خوا موږ ګورو چې امريکايي طيارې هلته په سيمه کې پرواز کوي، هلته عمليات کوي او پاکستان هم په دې پوهېږي.
د ايران مساله لږه تفاوت لري. ځکه چې هلته بين المللي قوه نه شي کولای چې هلته نظامي عمليات وکړي، خو د جاسوسي عمليات اوس افشاء شول چې بين المللي قوه د دې له ليارې غواړي چې آخوا هم داسې توجه وکړي.
يعنې تاسو داسې وايی چې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه دا حق لري چې د افغانستان او د امريکې د امنيت په خاطر باندې استخباراتي عمليات وکړي؟
حبيبي :
دا استخباراتي عمليات لکه چې ښاغلي پنېتا وويل چې د افغانستان په غربي سيمو کې دا عمليات کوي، ونه ويل چې هلته د افغانستان له خاورې استفاده کوي چې په ايران کې جاسوسي وکړي. دومره دوی خپل حق ورکوي، خو زه فکر کوم هماغسې لکه چې ښاغلي کرزي وويل د افغانستان له خاورې نه بايد داسې استفاده ونه شي چې ګاونډيان ترېنه تهديد احساس کړي. ځکه چې دا بيا موږ ته نورې ستونزې مخامخ کوي او د دې لپاره زه فکر کوم چې د افغانستان حکومت حق لري چې له بين المللي قواوو وغواړي چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد استفاه ونه کړي.
نو په دغه خبرو کې چې پنېتا دا وويلې که چېرې اړتيا وليدله شي، نو دوی به استخباراتي عمليات ترسره کړي. فکر کوئ چې دغه راز څرګندونې به د افغانستان ګاونډيو ته خاصتاً ايران ته څه تشويشونه پيدا کولای شي؟
حبيبي :
ايران دا تشويش لري او زه فکر کوم چې د ايران موقف هرکله، بلکې په هر کنفرانس کې د دوی موقف دا دی چې بين المللي قواوې هر څومره ژر تر ژر چې وي بايد افغانستان خوشې کړي او ولاړ شي. او د دې لپاره دوی داسې فکر کوي چې احتمالاً که دوی هلته وي، دوی ته داسې ستونزې مخامخ کوي، خو ايران دا هم پوهيږي چې د بين المللي قواو حضور په افغانستان کې داسې يو امنيت او ثبات راوړی دی او دا د ايران په نفعه کې دی، په ګټه کې دی. ځکه چې ايران د طالبانو په وخت کې داسې يو ښه ارتباط نه درلوده او دا وېره لري چې دوی بيا هلته په افغانستان کې ثبات وکړي او بې ثباتي په افغانستان کې د ايران په ګټه کې نه ده.
د دې لپاره ايران حتی همدا اوس هم وايی چې که بين المللي قواوې غواړي افغانستان ترک کړي، نو دا بايد په تدريجې توګه ترسره شي او دا جاسوسي طيارې چې اوس موږ ګورو چې يوه يې د ايران په لاس کې ده. دا دومره وخت نه کيږي چې دا عمليات شروع کړي دي. تقريباً له ۲۰۰۹ نه پس دا طيارې يعنې جوړې شوي دي او عمليات کوي.
تاسو د ايران د دغې طيارې خبره وکړه او ايران هم دا تشويش ښوولی او ويلي يې دي چې دوی دغه طياره راښکته کړې ده. تاسو فکر کوئ چې ايران وپاکستان دومره تېکنالوژي لري چې هغه وکولای شي دغه بې پېلوټه الوتکې چې د امريکې يوه ډېره پرمختللې تېکنالوژي ده هغه راښکته کړي؟
حبيبي :
پاکستان دا سيستم نه لري، خو ايران ډېر يو کلک ټيم يا سايبريا د کمپيوټري ټېکنالوژي سيستم جوړ کړی دی چې غواړي چې د داسې تېکنالوژۍ مقابله وکړي. ځکه چې دوی ته ضربې وررسېدلي يعنې په هغه وخت کې چې غربي هېوادونه او اسرائيلي سازمانونه سايټ نېټ ويروس چې هلته په ايرانې کې راولېږل او د دوی سايسنتېفيژونه يې تخريب کړل، نو پس له هغه نه ايران ډېره سرمايه ګذاري کړې ده چې داسې يو ټيم جوړ کړي چې د کمپيوتري تېکنالوژۍ له لحاظه خپل يعنې خپل تقويت وکړي او زه فکر کوم چې دوی احتمالاً د کمپيوتري تېکنالوژۍ له لارې دا طيارې ښکته کړي دي.
په درنښت