ګيلاني پوځ په دسيسو جوړولو تورن کړ او په يو حکومت کې بل حکومت نه شي منلای
بي بي سي :
جمعه : ۲۳ ډېسېمبر ۲۰۱۱
د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني په بېساري ډول د دغې هېواد پر پوځ لفظي بريد وکړ. په اسلام اباد کې د وينا پر مهال نوموړي وويل : پوځ بايد پارلمان ته ځواب ورکوونکی واوسي او په يوه حکومت کې د بل حکومت په څېر کړنې ترسره نه کړي.
د ښاغلي ګيلاني د څرګندونو جزيات به له پېښوره زموږ خبريال رحمان الله راکړل :
د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني ويلي چې په يو حکومت کې د بل حکومت د جوړولو اجازت نه شي ورکول کېدای او د پوځ په ګډون ټولې ادارې د پارلمان لاندې دي او پوځ د پارلمان تابع دی.
لومړي وزير وويل چې هېڅوک هم د پارلمان نه اوچت نه دي. هغه د استخباراتي ادارې آی آيس آی نوم خو وانه خېست، خو اشاره يې آی ايس آی ته وه.
ګيلاني وويل که څوک دا ګڼي چې پارلمان ته جوابده نه دی، نو هغوی به تېروځي او دا خبره به دوی ته د منلو وړ هم نه وي.
لومړي وزير ګيلاني وويل چې پوځ ته ډېر احترام لري او په مشکل وخت کې يې د پوځ ملګرتيا کړې ، خو په دې خبره يې ټينګار وکړ چې په يوه رياست کې بل رياست نه شي جوړېدای او هغه د پارلمان د لاندې دي.
د ملي اسامبلۍ نه وړاندې لومړي وزير په اسلام اباد کې يوې غونډې ته هم وينا کړې وه او په هغه وينا کې لومړي وزير ويلي وو چې د حکومت په خلاف يې دسيسې جوړيږي او په دغه دسيسو کې د حکومت د ختمولو خبرې کيږي.
دغه راز د پاکستان صدراعظم دا خبره هم وکړه چې د پاکستان ولس به پخپله د يوه منتخب حکومت او د دېکتاتورۍ ترمينځ پرېکړه وکړي. ده دا پوښتنه هم وکړه چې څنګه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن توانېدلی وو چې شپږ کاله په پاکستان کې دننه تېر کړي؟
*** *** ***
په داسې حال کې چې د حکومت او پوځ ترمينځه وار له مخه هم اختلافات وو. د صدراعظم ګيلاني دا وينا د پوځ او حکومت ترمينځ څنګه درځ رامينځته کولای شي؟
دا پوښتنه مې د يوې مرکې په پيل کې په لندن کې له مېشت د پاکستان د چارو د څارونکي جان محمد اڅکزي وکړه :
د پوځ او د پاکستان د ټاکل شوي حکومت ترمينځ تينګلتيا چې د پردې تر شا اوس داسې معلوميږي چې اوس مخامخ شوې ده. د لومړي وزير دا وينا تعرضي عمل ګڼل کېدلای شي. او داسې برېښي چې اوس نور نو د پاکستان سياستوال په تېره بيا واکن ګوند چې مشري يې پيپل ګوند کوي تيار نه دي چې د پوځ فشارونو ته مزيد غاړه کښېږدي. او داسې برېښي چې دوی يو ډول چلينج ورکړي او د پوځ د فشارونو مخه نيول غواړي.
د پوځ فشارونه پر څه دي او پوځ څه غواړي ؟
د پاکستان پوځ په ترو وختو کې داسې غوښتل چې سياستوال په هغو ټولو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، کومې چې تراوسه پورې کولې. کله چې اسامه بن لادن ونيول شو. پوځ د ډېرو فشارو سره مخامخ شو او دوی غوښتل چې اوسنی حکومت د دوی پوره ملاتړ وکړي.
دويمه رسوايي هغه رامينځته شو چې کله په امريکا کې د پاکستان يو سفير يا استازي له امريکا څخه د ادعا سره سم دا غوښتي وو چې د پوځ واکونه کم کړي، نو پوځ فکر کوي چې دا حکومت غواړي چې د دوی په چارو کې مخامخ مداخله کوي او بهرنيانو په تېره بيا امريکا ته بلنه ورکوي چې د پوځ دا واکونه ثابت کړي، نو ځکه د هغې ورځې راهيسې دا ترينګلتيا داسې معلومېدله چې اوس نو مزيد به زياتيږي.
دغه حالت د هېواد پر ثبات باندې څومره اغېز لري؟ او حالات کومې خوا ته بيايي (وړي)، څه فکر کوی؟
د دې سره په هېواد کې سياسي بې ثباتي زياته شي او د خلکو ستونزې به مخکې ولاړې شي او دا به نورې زياتې شي او داسې فکر کيږي چې ښايي اوس نو ګرانه به وي چې د پوځ او سياستوالو او يا د حکومت تر عهدې دا اوسنۍ د ترينګلتيا کچه دا به همداسې پرځای پاته وي، نو ډېر امکان شته چې يو ډول ډېر لوی بدلون راشي.
په درنښت