مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په كندهار كې شپيته زره كورنۍ د لوږي او فقر سره مخ دي

 

دكندهار په بيلابيلو ولسواليو كې دجګړو او وچكالۍ  له امله په زرګونه كسان بې ځايه شوي دي چي خوراكي او غيري خوراكي توكو ته اړتيا لري
 په كندهار كې  دطبعي پېښو په وړاندي دچمتوالي او مبارزې رئيس محمدهاشم سدوزي  خبريالانو  ته وويل چي د جګړو او پرلپسې وچكاليو له امله دامهال شپېته زره كورنۍ دلوږي او فقر سره مخ شوي دي.
نوموړي وويل چي ځپل شوي كورنۍ د ګاونډيو ولايتونو او ليري پرتو ولسواليو څخه د جنګ جګړو ، د وسله والو د تهديدونو او وچكالۍ له امله كندهار ښار او نژدي پرتو ولسواليو ته  راكډه شوي او دا مهال په سختو ستونزو كې شپي او ورځي تيروي .
دده په خبره تر اوسه ددې كورنيو سره نه ددوى او نه هم دنړيوالو خيريه موسيسو لخوا كومه مرسته ترسره شوې ده
هغه زياتوي كه چيري ددې كسانو ژوند ته پاملرنه ونسي نو بشري ناورين به رامنځ ته شي، په وينا چي مركزي ادارې او مرستندويه موسسو دوى ته څه په واك كې نه دي وركړي او څو څو ځله يي وړانديزونه ورته كړي خو تر اوسه يي د (  هو) او ( يا ) ځواب ورك دى .
بل خوا دبيلابيلو سيمو څخه كندهار ښار او نژدې ولسواليو ته  راغلي بې ځايه شوي كورنۍ  وايي  تر اوسه دولت او خيريه موسسو ورسره هيڅ مرسته نده كړې چي له ګڼو ستونزو سر لاس او ګرېوان دي.
جمال چي د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكى دى او هلته وسله والو طالبانو د دولت سره د تړاو په تور  تهديد كړى دى او  دا مهال  د كندهار په دامان ولسوالۍ كې ميشت دى وايي :
( زما كور په مارجه كې وو ، يو سپين ږيرى پلار لرم او ، يوه مي ميرمن ، يوه مي مور او دري مي اولادونه دي ، هلته طالبانو  راته ويل چي ته د دولت سړى يي موږ دې وژنو ، نو زه اړ شوم او هلمند مې پريښود دلته دامان ته راغلم ، نه كور لرم  نه په نس ماړه يو او نه خواري راته پيدا كيږي  ، دولت مو هم هيڅ پوښتنه نه  ده كړي موږ غوښتنه كوو چي زموږ سره دې مرسته وشي . )
د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونكى نور محمد بيا رواني وچكالۍ دې ته اړ كړى دى چي كور ، پټى او كلي پريږدي او دلته كندهار ښار ته كډه وكړي هغه وايي :
( زما كور په پنجوايي كې وو  ، هلته مي يو ټوټه ځمكه وه خو اوبه نشته او ځمكه مو شاړه پرته ده اوس ښار ته راغلي يو ، دلته په دريمه ناحيه د شين غزي بابا د زيارت سره مو خيمه درولې ده او اوسيږو ، كور نه لرو ، چا  راسره مرسته نه ده كړي ، او خوراكي توكي هم سخت ګران دي موږ غواړو  چي مرسته راسره وشي . )
د يادوني وړ ده چي نن په كندهار كې د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزي رياست له لوري يوازي د سلو كورنيو سره د خوراكي او غيرخوراكي توكو مرسته وشوه . د نوموړي ادارې مشر وايي چي دا مواد د (  ADA )  موسسي له لوري د دوۍ د پر له پسې غوښتنو پر اساس برابر شوي وه چي ډير كم دي ، مرسته اخستونكو هم د دوى سره دا مرسته ډيره كمه وبلل او د نورو مرستو غوښتنه يي وكړه .
سويلي حوزه چي د هيواد د تر ټولو سيمو نارامه ده ناامني ، روانه وچكالي او د خلكو بېوزلي يي هغه څه دي چي دا مهال يي خلك په سختو ستونزو كې ژوند كوي او د يوې ګولې ډوډۍ د پيداكولو دپاره لالهانده ګرځي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery