راپور: لیلا باکېن
آیا ښایي چې یهودې بنسټپالي سرتېري دې له دې نه انکار وکړای شي چې له خپلو ښځینه وو هم سرتېرو سره په یوه کوټه کې پاتي شي؟ او یا کم له کمه دا چې د ښځینه وو د وینا او سندربول په وخت کې دي له کوټې نه ووزي؟ اسرائيلي اردو له یوې تندې مذهبي سندریزه شخړې سره مخ ده.
لومړی انځور: اسرائیلي سرتېري د (د پروسږکال د د اکتوبر په (سیمچه ت تورات جشن) کې سندري بولي. د نارینه وو غږ څه خاصه ستونزه نه ده خو دا د ښځینه وو د غږ راپورته کېده دي چې کړکېچ زېږوي.
د محافظه کاره ترینه بنسټپالو یهودو او د متعدله سیکولرو هغو تر منځ د شته کړکېچ په هکله د دې هیواد د ولسمشر او د سولې د جائیزې ګټونکي (شیمون پېرېس) نظر دا دی چې هغه څه چې اوس روان دي اصلا د اسرائیل د روح د ساتنې لپاره مبارزه ده.
د ښځینه سندرو له اورېدو نه انکار کوي
په اردو کې شته شخړې هغه وخت ځانته چاودېدونکې بڼه خپله کړه کله چې په سپتمبر کې د یوې رسمي لمانځنې په ترڅ کې یوې ښځینه سرتېري سندري ویل پیل کړل او ۹ هغه سرتېري چې د افسر کېدو په زده کړه بوخت وو له کوټې نه په منډه ووتل. له دوی نه پنځه وو هغو پرېښوده چې واپس دننه کېدو ته دي قانع کړای شي، البته د پورته یادې شوې ښځې د سندربول له اختتام نه وروسته. څلورو هغو یې انکار وکړ. وروستي یاد شوي یې بیا وروسته د افسرانو له حربي ښونځي نه اخراج کړل.
سرتېرو دا خبره ټینګه نیولي چې حتئ پوځي ښځینه ترانه بولو ته غوږ نیول د یوې ښځې د سندرو ویلو ته د نه غوږنیونې له مذهبي فرض لارښود سره په تضاد کې ده.
د (کول بې ائشا ایروا) پرعبارت چې معنې یې ده( د یوې ښځې غږ لغړتوب ته ورته دی) له اوږدو مودو راهیسي د یهودي رابینانو(دیني زعیم، رباني) ترمنځ بحثونه شوي او ترجمې یې هم مختلفي دي.
هېره دي نه وي چې په اسریئلو کې هم د ښځینه وو او هم د نارینه وو لپاره د مکلفیت د پوځي دورې تر سره کول جبري ده.
په ورته وخت کې ترانه ویل په اسرایئلي اردو کې اوږده دودیزه سابقه لري. سندري هم د مورال د لوړولو، هم د لمانځنو پر موکه او هم د سات تېرۍ په موخه کارول کېږي. له پوځي سندربولو، هم یوازي هغو او هم ګروپي هغو نه، ګڼ کسان یې وروسته نامتو هنرمندان شوي هم دي.
خو دا یوازي سندره نه ده چې ستونزي راپیدا کوي. نارینه بنسټپاله سرتېري د ښځینه وو د بیانیه ورکولو په موکه په ورته خونه کې له پاته کېدا یا هسي هلته له حاضریدا نه هم انکار کوي، البته دا کړنه د آمرینو په هکله هم صدق کوي.
یو له بل نه د ښځینه وو ا ونارینه وو د بېل ساتلو مذهبي موخه، ښځینه له ناوړه جنسي استثمار او نارینه له فتنې یا راپارېدو نه خوندي ساتل دي.
پر بس برید
دا ډېره راهیښونکي وه چې تېره اونۍ یو بنسټپاله نارینه، یوې ښځینه اسرایئلي سرتېري ته رنډۍ او بېدینه وویل ځکه هغې د هغه د فرمان له منلونه انکار کړی وو، د کوم له مخې چې ده له دې ا وپاتي ښځو نه د بس شاتنۍ برخې ته د خوځېدا غوښتنه کړي وه. البته دا د (یوروشلیم) د بسونو په داسي یو لین کې وو چې اصلا خو باید د جنسونو د تفکیک شرط پلي کړي.
۱۹ کلنې ( دورون ماتالون) چې کور ته له هغې پوځې اډې نه چې دا پکې پوځي خدمت تر سره کوي په راستنېدو وه، ځواب ورکړی وو چې دا پرنسیپا له شاته تګ نه انکار کوي او بل دا چې شا ته ځای هم نشته. نور نارینه هم بیا د دې ځوانې سربازې په غندنه کې ورشریک شوي وو او خبره په دې ختمه شوي وه چې د بس چلوونکی د پولیسو راغوښتلو ته اړ شوی وو. د ۱۱ ماشومانو بنسټپاله پلار، ونیول شو، اوس یې بس ته له ختنې نه محکمې کې د ده د قضیې تر راپورته کېدا پورې منع کړی دی اود سرتېري د خوځېدا له انکار نه د دې هېواد لوړپوړې پوځي مشرۍ ملاتړ کړی دی. په ورته وخت کې د اسرائیلو پر پوځ نیوکي کېږي چې د یهودو د مذهبي جشن (سکوت) د لمانځلو په موکه چې کله ځينو نارینه سرتېرو نڅاه پیل کړي وه نو دوی ښځینه سرتېري ځني پناه کړي وو.
پوځ ته شمول
اسرایئلي پوځ په دا وروستیو کلونو کې د ولس له بنسټپاله کتلې نه د جلب او احضار لپاره خپل بېل پروګرام درلودی. بنسټپاله یهودو ته په دودیز ډول د عسکري د مکلفیت له خدمت نه چې اصلا خو د دواړو اسرایئلي نارنیه وو او ښځینه وو لپاره جبري دی، برائت ورکړای شوی دی. د دوی عواید هم د دولت لخوا تظمین شوي تر څو دوی کار کولو ته اړ نه وي او خپل وخت د مقدسه لیکنو مطالعې ته وقف کړي. دا هغه ضمانتونه دي چې د اسرایئلو لومړني صدراعظم ( داوید بېن. ګیوریون) بنسټپالو ډلګیو ته د ملت په حیث د اسرایئلو درامنځ ته کېدو د حمایي په بدل کې ورکړي وو.
د دفاعي زده کړو د انستیتوت مشره څېړونکي (هانه ېګېن رعویسلیېن) وایي: په اسرایئلو کې له حقوقي اړخه خو باید ټول هغوی چې له ۱۸ پورته وي د مکلفیت عسکري دوره تېره کړي، نارینه د جبري خدمت ۳۶ مېاشتنۍ او ښځینه ۲۴ مېاشتنۍ دوره لري. خو په عمل کې بنسټپاله یهودیانو ته، ځینو انفرادي عرب الاصله ډلګیو ته په ورته والي د پوځي خدمت له ترسره کولو نه برائت ورکړی شوی دی.
دې خپله هم خپله دوکتورا د اسرایئلو له دفاع وزارت نه اخیستي ده.
دا وړاندي وایي: دا برائت اوس اوس او په دا وروستیو ۱۵ کلونو کې په بدلیدو دی. د خدمت نه د برائت په تړاو شته نارضایتي لسیزي کېږي چې مخ په زیاتېدو ده، خو په دې نارضایتۍ کې له ۲۰۰۰ میلادی کال نه راپدېخوا زیاتی راغلی دی. معتدلتره او سیکولره یهود یې داسي احساسوي چې دا ډلګۍ د ټولنیز بار بوج ته، هغه که دارزښتونو ساتنه وی یا که د وطن دفاع وی، له پاتي ولس سره په ګډه مټ نه ورکوي.
(ېګېن رویسلیېن) د اسرایئلو د دفاعي چارو وزارت د اسرایئلي ټولنې د تکیې اساسي ستن بولي.
دفاع وزارت پر خاصو دفاعي چارو سربېره ډېره لویتره وظیفه لري. د دفاعي چارو وزارت د ملت جوړوونکي په حیث یو ډېر غښتلی رول لري، دا ټولنیزي نابرابرۍ برابروي او د زده کړو او ژبښودنې چاري پر مخ بیایي.
کله چې په ۱۹۴۸ کې اسرایئل رامنځ ته شو، بنسټپالي یوه ډېره کوچنۍ ډلګۍ وه. اوس دوی هغه وګړیزه ډلګۍ ده چې تر بل هر چا زیات مخ پر لوی ېدا ده. نو له دوی نه دا نوي غوښتني هم د ټولنیز بوج د په ګډه وړنې په ارتباط د عدالت پلي کول او هم خو له خاصو دیموګرافیکو شرایطو سره تړاو لري.
ېګېن رویسلیېن وايي: اسرایئل یو ډېر فعال پوځ لري خو د ورجلبېدونکو شمېره یې ورځ تر بلې کمېږي ځکه خو پوځ په بنسټپالو کې هم استخدام ته اړ دی.
دفاع وزارت په دودیز ډول شرایط داسي ورته اعیار کړي دي چې دوی وکړای شي خپله عقیدوي چاري هم پلي کړي. دوی ته د (کوشېر) د قواعدو سره سم غذا ورکول کېږي، د عبادت او (سابات) د ساتنې لپاره هم وخت ورته بېلېږي.
ېګېن رویسلیېن وایي: د اسرایئلو د دفاعي چارو وزارت د مذهبیانو د غوښتنو د منلو لپاره ډېرڅه ته غاړه ایښي. د مذهبیانو او ښځینه وو خپلمنځي کړکېچ دوی داسي حل کړ چې دا دواړه ډلګۍ به په ګډه پوځي خدمت نه تر سره کوي. د هغه په اصطلاح (حریدي) سرتېرو غوښتنو ته په پام او د دې لپاره چې د هغوی عسکري خدمت عملا شونی وګرځوي، هغوی ته خپل بېل واحدونه ورکړای شوي دي.
نه غواړي څوک تبعیض کړي
د اسرایئلي رسنیو له قوله، پوځي مشر رابین (آمر ملا) رفیع پېرېځ خپلو افسرانو ته یوه یادداشت پاڼه وراستولي چې په هغې کې یي هغه څه چې اوس په اسرائیلو کې روان دي غندلي او دا یې غیراخلاقي کړنه ترسیم کړی.
پېریځ د اسرایئلو له رادیو سره په خپله یوه مرکه کې وویل چې په دا وروستیو کې د دفاع وزارت دننه او بهر د ښځینه وو په مقابل کې بیځایه تبعیض روان دی.
ده دا ډاګیزه کړي چې دی به د دې اجازه ورنه کړي چې د اسرایئلو پوځ کې دي دا ډول تندلاره چار چلند خپور شي او یا دي هلته د پښې ټینګولو موکه پیدا کړي. د دې خبري معنئ دا ده چې نارینه سرتېرو ته په کار ده چې عام منل شوي د جنسي مساواتو اقدار بې قید و شرطه ومني.
تورن جنرال (وورنا باریویا) چې د اسرایئلي پوځ لوړپوړي ترینه ښځینه او د دفاع وزارت د پرسونل د ډیویژن مشره هم ده، دا په ډانګ پېيلي ویلي دي چې اسرایئلي سرتېري، بې له دې چې د دوی مذهبي لرلید دي په نظر کې ونیول شي، باید په رسمي مراسمو کې د ښځینه وو د وینا وو او ترانو اوریده پر ځان ومني.
د وخت په تېرېدو سره اوس په جبهه کې په جنګیدونکو قوتونو کې هم ښځینه را ښکاره شوي که څه هم اوس لا هومره زیاتي هم نه دي.
سره له دې چې مذهبي سرتېري د دفاعي قوتونو زیاتېدونکي برخه تشکیلوي، ښځینه هم په همدې تشکیل کې په زیاتېدو دي. له ۱۹۹۵ نه کله چې د اسرایئلو سترې محکمې دا اعلان وکړ چې ښځینه باید د اسرایئلو د پوځ هرې برځې ته له نارینه وو سره په ورته والي لاسرسی ولري، د ښځینه وو شمېر د دفاع وزارت په لوړو لایونو کې هم مخ پر زیاتېدو دی.
د دفاعي چارو د مطالعاتو د انستیتوت څېړونکي وايي: ښځینه په اسرایئلي پوځ کې دومره پېاوړي رول لري چې نه په اسرایئلي دولتي مقاماتو کې اونه هم د پوځ په مشرۍ کې له پوځ نه د ښځینه وو د محرومولو یا پستونو کمولو هيڅ ملاتړي نشته.
سمه ده چې په جنګي واحدونو کې د ښځینه وو شمېر کم دی خو بیا په نورو څانګو کې دوی خورا مهمي وظیفي لري، چي په هغو کې د لوړو زده کړو په برخه، ژبښودنې او د اسرایئلو دفاعي قوتونو ته د استخدام شوو مهاجرینو کلتوري ادغامول هم شامل دي.
د اسرایئلي اردو په هکله د ولسي اردو پېژند نښه دومره عامه ده چې له هغې نه د ښځینه وو د محرومولو په صورت کې باید هغه په ډېر څه کې بدلون راولي. څيړونکي په دې اند دي چې بنسټپالي قصدا د ښځینه وو موضوع د هغې له حقیقي اندازي نه لویتره ستونزه ښیي.
زندان ته په سندرو ترجیع ورکول
د اسرایئلو د هوايي قواوو رابین او هوایي قواوو ته د جلب مسول (موشې راوېد) بیا برخلاف دا اونۍ استعفا ورکړه ځکه دی په دې نه وو توانېدلی چې د دې دفاع وکړي چې بنسټپالي سرتېري دي له هغسي حالاتو نه برائت ومومي کوم چې د هغوی عقیدې ته سپکاوی کوي.
سرتېري پخپله هم وایي چې دوی دې ته چمتو دي چې له پوځ نه، د ښځینه وو د سندربول په تړاو د شته پرنسیپ پر دلیل، لاس پرسر شي او بل دا چې دوی یې د صحنې شاته تېر کړي او دا چې دوی اوس ځانونه دوکه شوي احساسوي.
کله چې مونږ خدمت پیل کړ، مونږ ته ویل شوي وو چې مونږ به دې ته اړ نه یو چې په مېکس شویو غونډو او لکچرونو کې په کومو کې چې به ښځینه وي هم ویناوي ورکوي، شتون ولرو. اوس دا ژمني ماتي کړی شوې.
مونږ هغه (يېشيواو محصلین) یو چې پر پوځ مو باور نه راته خو مونږ هغو وعدو قانع کړو چې ګواکې پوځ به د (رابین) لارښودونه نه باطلوي. اوس خو د ژمنو خلاف حتئ تورن جنراله (وورنا باریویا) هم د (حریدي) سرتېرو په شمول د ټولو مخې ته، پر غږېدا ټینګار کوي.
د (ي نېټ) له قوله یو سرتېری وایي: مونږ ځانونه تحقیر شوي او په سپک نظر کتل شوي احساسوو. جوته ده چې پوځ مونږ اصلا نه غواړي.
تر څو چې په هغه ناندریزه سندربول پوري تعلق لري، همدا سرتېری وایي چې د پوځ د مشرۍ او د هغه د مشر رابین امر به د نافرمانۍ سبب وګرځي او ۲۰۰۰ سرتېري به د یوې ښځې د سندرې اوریدو پر ځای، په زندان کې کیناستو ته ترجیع ورکړي، ځکه دا د یهودو مذهبي قانون(هلاخه) منع کړی دی.
په دسمبر کې هغه ښځینه وو چې په (تیل اویف) کې یې د جنسي تفکیک د لازیاتېدا د غوښتنو په مقابل کې اعتراض کړی وو، نارې وهلې چې: دا ایران نه دی، مونږ به سندري ویل بند نه کړو.
کلتوري ادغام په عمل کې
وړاندي یوه پوځي کمېټه د دې لپاره چې بیا په پوځ کې د (حریدي) سرتېرو د بهتره کلتوري ادغام د څرنګوالي په تړاو خپلې مشورې راوړاندي کړې، وټاکل شوه.
خو ډېر مخکې له دې نه چې د دوی مشوري دي اصلا راوړاندي کړي شي، مخافظه کارو رابینانو دا په ډاګه کړي چې که پوځ د ښځینه وو په اړوند د دوی لید لوري ته احترام ونه کړي، دی او نور (رابینان) به سرتېرو ته لارښوونه وکړي چې د خپلو پوځي آمرینو لارښودونو ته غاړه کېنږدي. سرتېري به هغه غونډي په کومو کې چې ښځینه بیانیه ورکوي او یا سندري بولي خوشي کوي حتئ که دا له پوځ نه د دوی د ایستلو سبب هم وګرځي.
یو له هغه بحثونو نه چې د مذهبپالو او پوځ په تړاو شته، مشخصا په همدې راڅرخي چې تر څومره زیاته بریده دي (رابینان) په پوځ کې نفوذ ولري. بیا خو نو ښايي چې سړی دي د اسرایئلو د دفاعي چارو وزارت یو مذهبي پوځ ته بدل کړي او ډېر کم څه د دې ویندویي کوي چې داسي کوم څه دي وشي.
(هانه ېګېن رعویسلیېن) وایي: یو سختګیره مذهبي ژوند او پوځي ژوند سره کمباینول ناشوني ده ځکه به نو کمشير، یا دي اصلا کوم بنسټپاله(اولترا اورتودوکس) د پوځ د مشرۍ پوستونو ته ورسي. ځکه خو نو دا بحث هم اصلا د مکلفیت د دورې په سرتېرو راڅرخي.
پوځ په دې ټینګار کوي چې د جلب او احضار پروګرام ته له اوسنیو شته ستونزو سره سره ادامه ورکوي او بریالی یي بولي. دلته دوی دې ته اشااره کوي چې د بنسټپالو مخ په زیاتیدونکي شمېر د اسرایئلو د دفاع وظیفې ته ځان ورجلبوي.
بنسټپالي د یوروشلیم او د ځینو نورو ښارونو نوي ساحي په زیاتېدونکي بڼه رالاندي کوي. دا په ټولنه کې د شخړو د زېږد سبب ګرځي.
اسرایئل نه غواړي
بنسټپالي یهود د اسرایئلو د ۷،۳ میلیونو وګړو شاوخوا(۱۰) سلمه جوړوي خو د ماشومانو د ګڼوالي په دلیل یوه په قوت کې مخ پر لویېدا ډلګۍ ده.
بنسټپالي په ټوله کې په دوه کتګوریو وېشلای شي، هغوی چې د اسرایئلو د دولت خلاف دي ځکه د دوی پر اند په ۱۹۴۸ کې د اسرایئلو د دولت رامنځ ته کېدنه د یهودي ولس لپاره د هغوی د خدای پلان ته مزاحمت کوي، او هغوی چې اسرایئل د یو ملت په توګه غواړي خو په دې اند دي چې دا خاوره دي یوازي یهودو ته ځانګړي شوي وي.
په دودیز ډول د دې دوو ډلګیو تر منځ خورا لوی توپیر موجود وو خو په دا وروستیو کلنو کې ملتپالي هم د اسرایئلي سیکولرو سره کمتره غاړه وړي.
په دواړو ډلګیو کې دا غوښتنه په زیاتېدو ده چې د اسرایئلو پاتي ټولنې ته ښايي چې له هغو مذهبي قواعدو او احکامو سره ځان اعیار کاندي د کومو پلي کولو ته چې دوی ځان مکلف بولي.
په یوروشلیم کې د سم کالي د نه اغوستني یا خپل ویښته نه پټوني له وجې په ښځينه وو پسې تیږي ویشتل کېږي او لاړي ور تو کېږي او د ښځینه انځور لرونکي اعلانات راشلول کېږي.
سربېره پر دې چې اسرایئلي محکمو پر دې د ناقانونه کړنې ټاپه لګولي بیا هم د یوروشلیم په منطقه کې د جنسي توپير بسي لینونه را پر زیاتېدو دي او وار په وار د بېل شوو پیاده روونو د جوړونې هڅي کېږي. تر څنګ یې د پوځ ستونزه لا پرې د پاسه ده.
خو د دې تصور کول به ګران وي چې د اسرایئلو د دفاعي چارو وزارت دي د ښځینه وو په تړاو د یهودي بنسټپالو د غوښتنو په مقابل کې نرمښت وښي. که د ښځینه وو په وضیعت کې بدلون راوستی شي، دا به د اسرایئلو د ټولو دفاعي قوتونو د بنسټيزه بیا سازماندهۍ په مانا وي.
(هانه ېګېن رعویسلیېن) وایي: دا به بیا نو په رښتیا سره هم له یو مکلفیت بنسټه پوځ نه داسي یو مسلکي پوځ ته د وراوښتون په معني وي کوم ته چي به سړي په خپله خوښه ورشاملېږي. پر داسي یو مډل کلونه کېږي چې بحث روان دی خو تل رد شوی دی.
د دې پر ګومان هغه سرتېري چې ډېر مذهبي دي هغوی به په خپلو بېلو واحدونو کې خدمت ته ادامه ورکړي.
دا ناروېجي څېړونکي وایي: دوی له ښځینه وو نه دبېلیېدا له غوښتنې نه ورهاخوا د دوی د غذا، عبادت وختونو او پاتي نورو غوښتنو سره په پوځ کي په بشپړ ډول کلتوري ادغامول له عامې پوځي چارې سره دومره ناسازګاره ده چې دا به ټول اسرایئلي پوځ له پښو وغورځوي.
اولترا ارتدوکسه یا بنسټپالي یهود
بنسټپالي یهود(هارې دیم) د رابینانو له مذهبي قانون(هلاخه) سره په بشپړ سمون کې ژوند کوي.
دوی اکثرا په خپلو ښاري ناحیو کې ووسسي، خپل ماشومان خپلو ځانګړو ښونځیو ته استوي او د جنسونو ترمنځ بېلتون په ټینګه سره مراعاتوي.
محافظه کاره او بنسټپالي یهود خو اصلا د اسرایئلي دولت د رامنځ ته کېدو خلاف وو، کوم چې د دوی په اند له خدایي پلان سره پرېکړون وکړ او دا چې یو یهودي دولت باید اصلا یوازي د حضرت مسیح له راتګ سره جوخت رامنځ ته شي.
د بنسټپالو یهودو قاطع اکثریت په سیاست کې فعاله دي. موخه یې (هلاخه) په زیاتېدونکي بڼه د هیواد په اساسي قانون بدلول دي.
د دوی د مبارزې مهمترینه موضوعګاني عبارت دي له: طبي اخلاقیات، مذهبي زده کړې او داچې چاته باید د یهود په سترګه وکتلای شي.